مهر چند کهنه

په ۱۹۳۷م کې جوړه د صوبه سرحد (خیبر پښتونخوا) د دویم حکومت د خزانې وزیر مهر چند کهنه نومیدو. مهر چند په اول جون ۱۸۹۷م کې پیښور کې و زیږېدو. د ده پلار کرم چند په خټه پنجابی او یو شته من کاروباري او کور يې د صدر په مال روډ او اوسني ارباب روډ […]

دُکّی

د بلوچستان په لورالایی ضلع کې د دُکّی نه ۲۰ کلومیټر جنوب ختیځ کې یوه وړه غونډۍ شهرغالی (غلی) په نوم شهرت لري. دُکّی (دوکي) یو وروسته پاتې سیمه ده چې کاکړ، ترین، لوني، نچاري او شادوزي قامونو خلک پکې میشت دی. په ۱۵۴۵ م کې دُکّی د کندهار یوه ولسوالي او د بابر باچا […]

د پیښور سینماګانې

د لومړي نړۍ وال جنګ نه وروسته هند کې لومړی خاموش فلمونه به د برطانوي پوځیانو لپاره راوړل کیده. په ۱۹۲۰ م کې په پیښورچاوڼۍ کې لومړۍ سینما جوړه شوه. دلته یواځې انګریز او هندي پوځ غړو به خاموش فلمونه لیدی شول. دوېمه سینما “ډیلکس” یو کاروباري، هری چند کپور د پوځي بارکونو په منځ […]

غوړاسکی

د اباسین شا و خوا سیمو کې غوړاسکی ډېر وي او خلک دغه بوټی د سوند لپاره کاروي. په لاطین ( انګریزي) کې د دې ساینسي نوم “ډوډونیا ویسکوسا” دی چې د ګرم او معتدل هوا بوټی او د نړۍ په ټولو براعظمونو کې شنه کېږي. په جنوبي هند کې “ویرالي” په اسټرلیا کې “هاپ […]

علی مسجد روغتون

د علی مسجد غونډۍ په تاو راتاو لاره زمونږ موټر په هواره ودریدو. لږ وړاندې پخه او ښایسته د تیږو په لاره مرمر او نور تیږې خښې وې. د اوسپنې یو دروازې ته ودریدو چې بهر نه لکه د زندان د سیخونو په شان ښکاریده. دننه تکه توره تیاره وه خو د ملیشیا بدرګه ځوان […]

د مومندو جنګونه

د ۱۸۵۱ م نه وروسته د سپین غر دواړو غاړو مومندو او انګریز پوځ تر منځ ۸۳ لوی واړه جنګونه وشول. د مومندو لوی ټبر له کندهار او کندوز تر پیښور خپور دی. د باجوړ، کونړ او ننګرهار د غرونو پورې راپورې د دې قام یو بل سره خپلوي ده. د پېښور نه ۳۵ کلوميټر […]

اتڼ- شاډوله-بلبله

د خوشالۍ په وخت د سړو یا د ښځو ډله په ګډا یوه دایره کې څرخي. دا څرخ تل د ښې نه ګس لاس ته وي. یاني د ګړۍ د ستنو مخالف لور ته خلک تاوېږي. د داسې ګډا خپل نومونه دي چې ټولې نړۍ کې په قبیلوي ژوند کې يې رواج و. د هند […]

ګل باران

د ۱۹ پېړۍ په کاکړی غاړو کې ګل باران “ګل بارو” په نوم یاد شوی دی. چه شنکئ تاڼه ئې کښه (برید) ګل بارو کړګي (کړی) ده ساده په ټوپو تښتي سیکان داسې غړوبې (خوځښت) د ګل باران بېخي ټيک ولي په نښه ګل بارو وژني ګورکيان د ژوب ملیشیا په ۱۸۵۲م کې د یو […]

کوشیر

سوچا (چیني) لوښی به مات شو نو ښځو به سمبال ساتلی و. په کوڅه کې به یو سړي کله نا کله “کوشیر” ناره کړه نو ښځو به کار پریښود او د کور له یو ګوټ نه به يې مات چینک- پیاله –کاسه یا غورۍ را وویستل. په ماشومانو کې به نر هغه و، چې دغه […]

سپورټ او ملت

نیلسن منډېلا چې په ۱۹۹۴م کې په جنوبي افریقا کې ټاکنې وګټلې، د دغه هېواد سپین پوستي او نور نژاد پالان یې هک حیران کړل. یو کس چې ۲۷ کاله په زندان کې و او بیا ولسمشر شو، د هېچا زړه ته نه لویده. د منډېلا د ولسمشرۍ په اول کال کې د جنوبي افریقا […]