باهو

باهو مې وو په لاس مې نه کړل اوس به د یار کلي ته ځم تش مړوندونه باهو- باوو او وښي (بایشئی) د یو لوی بنګري نوم دی چې د کوچیانو میرمنو یو یا دواړو لاسونو لپاره جوړیده. یوه ټپه داسې ده چې … د محبوبې بایشئی رغیږي ټول زرگران يې پہ بیګار نیولی دینہ […]

مونو ګراف

یو کس راته پیغام راواستاو چې “په تا مونو ګراف لیکم.” زه خپل ځان د دې وړ نه ګڼم چې څوک مې په اړه لیکل وکړي. خو د زدکوونکو په مشکل خبر یم نو ورته مې ای- میل ایډرس ورکړو چې خپلې پوښتنې راواستوه. په بله ورځ ای- میل کې “خپل ژوند لیک، د کتابونو […]

د ماښام ستوری- میرمنجان

د بمبۍ نه ۲۰۰ کلومیټر ختیځ کې د “ساتارا” تاریخي ښار دی. دلته د انګریزانو په هدیره کې د یوې پښتنې میرمن جان قبر هم دی چې په ۱۲ جون ۱۹۱۷ م کې دلته خاورو ته وسپارل شوه. دا د ۸۵ کالو وه. د میرمنجان لومړی واده د برطانوي پوځ یو افسر ” ټامس ماهن” […]

له سنده تر کوږک

هنری والټر بېلیو انګریز پوځي ډاکټر د ۱۸۷۱م په سپرلي کې د یو پوځي ډلې سره بلوچستان او بیا سیستان ته سفر وکړو. د دوی په قافله کې ۲۵۰وسله وال، د سورلي اسونه او په سامان بار په سوونو اوښان شامل وو. له جیکب اباد د کلات خان استاځی محمود خان او پیرجان مزاري د […]

د اینک مس

د ۱۹۶۳ م په سپرلي کې یو فرانسوي زمکپوهه (جیولوجسټ) د افغانستان په مس اینک کې د سروې لپاره زمکه وکیندله نو لرغوني اثار يې وموندل. ” مس اینک”( مس عینک) د کابل نه ۳۵ کلوميټر جنوب لوګر ولایت کې له زمکې ۷۰۰۰ فټ لوړغر دی. په ۱۹۷۷م کې د افغانستان حکومت دلته د مس […]

د کرکټ رنجیت

په هند کې د کرکټ د لوبې “رنجیت ټرافي” یو مشهور ټورنمنټ دی چې کې د هند د ۲۹ ایالتونو ۳۷ داخلي لوبډلې لوبیږي. رنجیت سنګ د هند لومړنی لوبغاړی دی چې د کرکټ نړیوالې لوبې یې وکړې. ده چې کله په انګلنډ کې د کرکټ نړیواله لوبه کوله، د هند اوسنی افسانوي لوبغاړی سچن […]

یاقوت او نیلم

د قیمتي کاڼو د نومونو په سر کې یاقوت دی چې په لعل او روبي هم پیژندل کېږي. روبی په لاطیني کې سور رنګ ته واي. ورسره “بلاس روبی” پیکه ګلابي رنګ یاقوت ته وایی. په یونان کې یاقوت “د غمو مور” او په روم کې ” په تیږه کې ګل” بلل کیدو. د ابدي […]

د سنډا ځغاسته

په دغه تصویر کې دوه کسان په سنډا سپاره ښکاري. شا و خوا یوه پېړۍ وړاندې د پیښور په یو بازار کې اخیستل شوې عکس د هغه وخت د ژوند یو څرک دی. د پښتو لیکوال استاد خواجه سایل وایی چې ده په ماشومتوب کې کیسه خانۍ بازار کې په سنډا ناست یو کس ولیدو. […]

بیکړ

د “اکانتهاسیا” بوټي دا قسم د “مالابار نټ” په نوم مشهور دی. د هند په لویه وچه کې د آسام، بنګال، نیپال او سریلنکا کې هم ډېر موندل کېږي. بېکړ په اردو کې “اړوسه، پنجابي کې بهانسه یا بانسه- بسونته او بنګالي کې وساکه نومېږي. د آیور ویدک، سدها، هومیو پېتهي او یوناني داروګانو کې […]

د کشمیر غزا-۱۹۴۷م

په ۲۹ اکتوبر ۱۹۴۷ م نيمه شپه پښتانه قبايل د کشمير درو ته ورننوتل. دوی په پنځو ورځو کې ۱۱۵ ميله مزل وهلی و او سرينګر ورته ۴ ميله وړاندې پروت و. د ۱۴ زرو پښتنو نه ۳۰۰۰ ژوندي پاتې شول. نور ۱۱ زره په کشميرکې ووژل شول. د پاکستان سرکاري بيان دا و چې […]