د کتابونو هدیره

ما په ۱۸ پېړۍ فارسی کې په لاس لیکلې یوه مسوده “خواص حزب البحر” لټوله چې محمد ثناءالله پانی پتي په ډیلي کې کښلې وه. دا د ” د مغرب (شمالي افریقه) یو صوفي ابوالحسن شاهدلي” په ۱۳ پېړۍ کې ” د وظیفو (دعاګانو) پټ مطلب (مانا) تشریح او تبصره وه. زه خبر وم چې […]

مایکل کلوز

د ۱۹۷۰م په لسیزه کې یو بوډا انګریز چې خاکی پتلون او سپین کمیس به يې اغوستي و په بایسکل د پیښور په سړکونو لیدل کیدو. دغه “مایکل کلوز” و چې یوه ورځ زمونږ کالج کې د ” وینې خیرات” په اړه راته یو لیکچر راکړو. هغه ورځو کې دغسې څو انګریزان په پیښور کې […]

اپریدی عبد الصمد خان

د پښتونخوا ځوانان به هند ته د کاروبار او جنګي خدمتونو لپاره ورتلل. په ۱۸۱۹ م کې کشمیر د افغان بارکزو ټبر نه د سیکانو لاس ته ورغلو چې شا و خوا ۲۷ کاله ورسره و. بیا د دې ځای ډوګره قام د سیکانو نه خپلواکه شول او د کشمیر نورو سیمو په نیولو يې […]

د هاتیخیلو پیښه

د ۱۹۳۱ م په سپرلي کې انګریزانو د خدایی خدمت ګار په جلسو د بندیز لپاره ځای ځای مارشل لا لګولې وه. په ۱۶ اګست دوی باچا خان او د کانګرس نور مشران ونیول نو پښتنو د احتجاج لپاره نورو ځایونو کې غونډې پېل کړې. د باچا خان یو ملګری په پټه د بنو سپین […]

رخچین او بنارسي

بخمل، رخچین، کینخاب او بوسکي د ټوکر(کپړی) نومونه وو چې خپل ماشومتوب کی می ډېر اوریدل. رخچین- د چین رخت یا ټوکر چې یو وخت ښځو به پرې سر پټاو. دا یو نیم میټر اوږد او یو میټر پلنه د مهین وریښم لوپټه وه. یواځې شته منو ښځو به اخستی شوه. وروسته د فرانسی شیفون […]

د ابا صیب چینه

د سوات د ناجی ګرام درې په لمنه کې د ابا چینه د یو زیارت لپاره مشهوره ده. دغه ځای ته خلک په پښو ورځي او د چینې اوبه د تبرک لپاره څښي. د ویجاړو ودانیو په منځ کې یوه سټوپا او چاپېره ترې ګومبدي عبادت ځایونه او د راهبانو کوټې دي. ورسره په غره […]

کاکړ شیر جان

په ۱۹۴۰ م د اکتوبر په ۴ نېټه شیر جان کاکړ د “فورټ سنډیمن” پولیټیکل ایجنټ میجربارنز (بارنس) په خپل کور کې په طماچه وویشتلو. د هغه محافظ او باورچي )اشپز( د ده د نیولو هڅه وکړه نو هغوی يې هم ووژل. فورټ سنډیمن ۰اوس ژوب) پیاوړې کلا د ۱۹ پېړۍ په پای کې د […]

شالیمار

د ۷ پېړۍ (امیه) عربان “چارباغ” د جوړولو شوقیان وو. دوی به یوه ټوټه زمکه په ۴ برخو وېشله او په منځ کې به يې تالاو و. هم دغه جوړښت مسلمانانو اسپانیې ته هم یوړو. د ۱۶ میلادي پېړۍ په سر کې کله چې بابر په هند کې خپلې پښې ټینګې کړې نو په دې […]

رانځړهٔ

د نښتر یا دیار د ونې غوړ ” رانځړهٔ” زیړ بخن رنګ او په خوند کې تریخ وي. نښتر په انګریزي کې سیډار یا سیډرس او هندي کې دیار یا دیودار نومېږي چې مانا يې د اسطورو یا د دیوانو ونه ده. د هند په لرغونو کیسو کې دا یوه سپیڅلې ونه وه چې عبادت […]

کرکټ او افغانان

په ۱۹۹۲ م کې د کرکټ نړي واله ( ورلډ کپ) لوبه په دې تاریخي وه چې په لومړي ځل لوبغاړو ته د سپین نه علاوه رنګین یونیفارم د اغوستو اجازه ورکړې شوه. په لومړي ځل لوبه د شپې لویو رڼاګانو کې وشوه او په لومړي ځل د “سپین” رنګ غونډوسکي سره لوبه وشوه. په […]