د نوح کشتۍ

د ۲۱ پېړۍ په سر کې ځینو پلټونکو د ترکی ’ارارات” غر د پاسه په تیږه کې د یوې لوی کشتۍ نښه وموندله. د یورپ کلیسا ځینو پادریانو وویل چې ممکن دا د نوح علیه السلام د کشتۍ نښې وي. د نوح علیہ السلام پیغمبر یو لقب “آدم ثانی” دی ځکه د ده په وخت […]

شین

په پښتو کې “اسمان شین دی” هغه محاوره ده چې نور خلک پرې ملنډې وهي. شین واښه، شنې سترګې، شنه پاڼه او هغه میوه چې “شنې” نومېږي، ټول د خپل رنګ له کبله پیژندلې شي. خو د اسمان او سمندر رنګونو ته شین ولې ویل کېږي؟ دا ستونزه په ډېرو پرمخ تللو ټولنو کې هم […]

ساول ډېر-ترېلي

په مردان کې ساول ډېر د کشان وختونو مهم ښار و چې د یوې غونډۍ چاپېره اباد شوې دی. د جمال ګړۍ نه ۴ کلومیټړ جنوب لویدیځ کې د تنګې درې دواړو غاړو ته وړې غونډۍ او پکې څمڅې له ورایه ښکاري. په ګڼو ځنګلونوکې د وحشي ځناورو له ویرې د تیږې د زمانې انسان […]

نهرو او قبایل

دا عکس په ۱۷ اکتوبر ۱۹۴۶ م د رزمک په یوې جرګې کې واخیستل شو. یو سپین ږیری د پنډت نهرو مخې ته په قهر ولاړ دی. جواهر لال نهرو هغه وخت د هند خارجه وزیر و او صوبه سرحد ته د خپل سفر نه وړاندې يې پښتنو ملکانو او خانانو ته لیکونه وراستولې و. […]

د بډه بیر پاڅون

په ۹ مې ۱۹۸۵ م د سره صلیب (ریډ کراس) نړي وال استاځې “ډیویډ ډیلا لارنټس” په اسلام اباد کې د شوروي اتحاد (روس) سفارت ته ورغلو. سفیر ته يې خبر ورکړو چې په ۲۷ اپریل “بډه بیر” کې ټول روسي قیدیان په یوې چودنې کې وژل شوي وو. د ۱۹۸۰ م راهیسې د صوبه […]

ایاز او محمود

د ۱۱ میلادي پېړۍ په سر کې د غزني د سلطان محمود یو مریی (غلام) ایاز یو افسانوي اتل په شان شعر او ادب کې وستایل شو. “غلام بچه” د مرکزي ایشیا او ترکي کې هغه مرئیان وو چې د باچا په دربار کې لکه د نورو شهزادګانو يې ژوند کوو. د اس ځغلولو، جنګي […]

ملا محمد جان او عایشه

د افغانستان شمال ته د مزار شریف د زیارت لپاره تلونکي یوه سندره زمزمه کوي. بیا که بریم به مزار ملا مامد جان سیر ګل لاله زار وا وا دلبر جان د لوی خراسان تمدن په ۱۵ او ۱۶ میلادي پېړیو کې تیموري ټبر له خوا پیاوړې شو. د سلطان حسین مرزا بایقرا،(۱۴۳۸- ۱۵۰۶م) د […]

سنډېمن سیسټم

د بلوچستان صوبه جوړوونکي سنډېمن د پښتنو “جرګه” په بلوڅو کې هم رواج او د لیکلې قانون په توګه نورو افسرانو ته لار ښود په توګه پریښوده چې” سنډېمن سیسټم” نومېږي. د سکاتلینډ پوځي رابرټ ګروز سنډیمن، په ۱۸۶۱ م کې د پښتنو په سیمه کې په مختلفوعهدو کار په وخت د قبایلو جرګې سیسټم […]

د آنند رام مخلص تاریخ

په ۱۹ پېړۍ کې انګریزانو د هند نه لوی شمیر کتابونه برطانیې ته یوړل. په تیرو ۲۰۰ کالو کې دغه په لاس لیکل شوي اسناد، انځورونه او لیکونه د ګوتو په شمېرڅو څېړونکو لیدلي او ګټه يې ترې اخستې وه. اوس په برټش لایبرېري کې پروت “ډېلي پرشین کلکشن” د ډیجیټل کیدو نه وروسته د […]

د سلیمان غرونه

د هندوکش غرونو جنوبي لړۍ زابل، کندهار، پکتيا، وزيرستان، ډيره اسمعيل خان، شمالي بلوچستان او د پنجاب جنوب لويديځ پورې غځيدلې دي. دا جنوبي غرونه د پکتيا شمال نه د ګرديز شمال ختيځ کې د سپين غر سره يو ځاې شي. د غرونو دغه لړۍ “کوه سلیمان” نومېږي چې هره څوکه يې خپل نوم لري. […]