د خاورو لاندې

د ۲۰۰۲ م راهیسې یو تجارتي کمپنۍ، د سیټیلایټ (سپوږمکۍ) په مټ، د افغانستان په لکونو عکسونه پوځي افسرانو د لیدو لپاره اخیستل. شا و خوا ۱۲ کاله وروسته، د شکاګو پوهنتون څېرونکې “جیل شټاین” څرګنده کړه چې په دغو عکسونو کې د افغانستان لرغونې سیمې د پوهانو لپاره د معلوماتو یوه سرچینه کیدېشي. هغې […]

کرنه= نارنج

د پښتونخوا اصل کبابي په څپرګي کې نارنج ارو مرو ځوړند وي. دغه تراوه او تراخه نارنج پخوا “کرنه” نومیدل. د نارنج ټکې د فارسی نه پښتو ته کډه وکړه خو څو کاله وړاندې هم زمونږ د کلي سپین سرو به د “کرنه” ګلونه د شړشمو په تیل کې ګډول چې سر به يې پرې […]

د تورغر جنګونه

دا د هغو ۴ جنګونو لړۍ وه چې د ۱۸۵۲ نه تر ۱۸۹۱ م پورې انګریز او د سوات- هزاره قبایلو ترمنځ وشول. د ۱۸۴۵ م نه تر ۱۸۴۹ م پنجاب د سیکانو له لاسه ووتلو او انګریز پرې خیټه واچوله. د همالیه او هندوکش د غرونو لړۍ چې اباسین سره یو ځای کېږي، د […]

ژوب

د کوټې ځینې سپين ږيري اوس هم قلعه سيف الله ته ژوب او د ژوب سپين ږيري ژوب ته اپزيی (اپوزی) وايې چې د قلعه سيف الله په شمال ختيځ کې يو کلی و. ژوب، په پښتو کې اوبلن سيمې ته واي او دا د یو سیند نوم دی. د افغانستان امیرعبد الرحمان کله چې […]

جوپان

د لرګي ډولۍ چې پخوا به پکې ښځې د یو ځای نه بل ته وړل کیدې. جوپان (چوپان) د لرګي یو صندوق چې یوه غاړه به يې بنده او بله پرانستې وه. په دې کې به دوه کسان یو بل ته مخامخ کیناستلې شول. دغه صندوق یا ډولۍ به د لرګي په څلورو ډنډو ټینګ […]

د بابل باچا

د عراق او سوریا ترمنځ دوه نیم زره کاله پخوانۍ کنډوالې، چې شا و خوا ۲۰۰۰ ایکړ زمکه کې خپاره دي، د بخت نصر له خوا آباد شوي د یو متمدن ملک حال وایی. د فرات سیند د پاسه لومړې پل، په بابل کې لومړی میوزیم، لومړی کتابتون او آرکایوز د بخت نصر د کارونو […]

د بیدِل قبر

په ۱۸۵۷ م کې د انګریز خلاف پاڅون (غدر) نه وروسته انګریزانو د غچ اخیستو لپاره د زاړه ډېلي نه بهرټول ځایونه ړنګ کړل. د جمنا سیند دواړو غاړو ته هدیرې او کورونه يې وران او د ګوتو په شمېر تاریخي ودانۍ پخپل ځای پریښودل. د بیدِل په شان د ډېرو مشهورو خلکو قبرونه ورک […]

مچنوغزه – مچوغنه

د افغانستان په لیرې پرتو سیمو کې کې ځينو شپونکو سره اوس هم دا ساده وسله لیدل کېږي. په پښتو کې دوه ډول تلفظ کېږي، “مچوغ نه” او “مچ نوغزه”. دا د لیندې ابتدایی شکل و چې یو پړي یا مزي تر منځ کاڼې کېږدي. د پړي دواړه سرونه د یو لاس په ګوتو ونیسي، […]

بدرۍ جماله او سیف الملوک

د کاغان سیف الملوک جهیل په اړه د ځایی خلکوروایت دی چې د څوارلسمې سپوږمۍ په شپه د اوبو له منځ نه سیف الملوک او بدرۍ جمال په یو سپین اس ناست راووځي. سیف الملوک د کوم ځای شهزاده و، معلومه نه ده خو یوه شپه بدرۍ جماله ښاپېرۍ يې په خوب کې ولیده. د […]

ابو مسلم خراساني

تاریخ وایی چې که ابو مسلم خراساني نه وای نو ممکن عباسیان واک ته نه وای رسیدلې او “امیه خلافت” به پاتې وای. په اوومې میلادي پېړۍ کې د امیه خلافت په ضد د پيغمبر(ص) يو تره حضرت عباس د کړوسي امام ابراهيم سره خلک راټول وو. بیا شا و خوا ۷۰ کاله ددوی د […]