هاتي دره د مالاکنډ او د مورې غرونو په منځ کې یوه دره او بانډه د “شاه کوټ” په نوم مشهور دي. ددې بانډې په جنوب لوېدیځ کې د زلم کوټ (زلمی کوټ) سره نزدې “هاتي دره” (پیل دره) ده. دا د غرونو په منځ کې ۶ میله لاره تنګه لار ده چې پلن والې يې ۷ […]
په پښو پریوتل په دغه عکس کې یو سپین ږیرې، د افغانستان پخواني باچا ظاهر شاه پښو ته لاس وړي. دوه کسان چې یو يې ممکن د باچا باډی ګارډ وي، هغه له دې منع کوي. باچا پخپله هم ورته لاس غځولې دی چې دا کار ونکړي. د چا پښو ته ټیټېدل د هغه کس درناوی ګڼل کېږي. […]
سېفو د لرغونې یونان شاعره سېفو د ښځې د مینې مخ کښ ګڼل کېږي. په ۳ او ۴ ف م کې یونان او مصر کې د “سېفو” شعرته به ځوانان لیواله و. سېفو د “لیزبوس” جزیرې “مایټیلین” ښاریه کې د ۶۳۰ ق م شا و خوا یوې شته منې کورنۍ کې زیږېدلې او د ۷ کالو […]
جمامه جمامه یا جومیا په افغانستان کې “ترتیزک” نومېږي. د دې پاڼې پلنې او لږ ترخې وي نو د نور ساګ (سابه) لکه شړشم او پالک سره یو ځای پخوي. جمامه د ګوپي (ګلپي) د ټبر بوټې دی چې په یو نیغ کاسني ډنډر ولاړ، څانګې نه لري او پاڼې يې لږ سپین بخن وي. د […]
فیسبوک او محرمیت د یوې وړې کیمرې لپاره مې په انټرنیټ کې لټون وکړو. د هرې کیمرې د تصویر سره د دې ځانګړنه او بیه هم لیکلي وو. دغه لټون ۱۵ مینټه و خو کله چې د خپل فیسبوک پاڼه مې پرانسته نو پرله پسې د کیمرو خرڅونکو پاڼې را ښکاره شوې. په اي- میل کې هم د […]
ټانګه د ۱۹۶۷ په اوړی کې د ښوونځي له خوا یوې ډلې سره غرونو ته تللې وم. یوه میاشت د جینکو په “ګایډ کیمپ” کې ژوند نه وروسته په بس کې راولپنډۍ او د هغه ځای نه د شپې ټرین کې پیښور ته روان شو. په هغو ورځو کې مو کورکې ټیلیفون نه و او د […]
د عمر جان واده په ۱۹۱۰ م کې د امیر عبد الرحمن د کشر زوی، محمد عمر (عمرجان) د واده د جشن حال یو انګریز او میرمنې يې پخپلو یادښتونو کې ولیکل. که څه هم عمرجان د مختلفو مینځو نه ۹ (نامشروع) اولادونه زېږولي وو خو دی د ۱۹ کالو شو نو مور ورله دوه ښځې وغوښتې چې په […]
سینځل د سرو بیرو رنګ، شکل يې د زیتون او چې وې خورې نو د خوږو وچو اوړو خوند لري. سینځل په اروپايي ژبو کې روسي زیتون یا “اولیسټر” نومېږي. په فارسي کې سنجد، په چترالي کې “سنجور” په بلتي کې “سارسنګ” په ګیلګتي کې “غونډاور” او په شینا کې “ګونېر” نومېږي. دا د زیتون د […]
جان بوېن په ۱۹۸۶ م کې مې د یو انګریز شپږ کیسې پښتو ته د ژباړلو وروسته د بی بي سي ایډنبرا سټوډیو کې ریکارډ کړې. بیا یو کانفرنس لپاره لندن ته لاړم نود پښتو څانګې مشرګورډن ایډم “بش هاوس” ته وروبللم. هلته مې د کیسو لیکوال “جان بووېن” ولیدو. د خیبر درې د یو تصویر په […]
یورانیم په ۱۸۹۶ م کې فرانسوي فزیک پوهه، هنري بیکرل یوه زیړبخن تیږه د خپل میز په دراز کې کیښوده. هلته دعکس یوه دړه (نیګیټو) په کاغذ کې پوښلې پرته وه. څو اوونۍ وروسته بیکرل، د دړې نه عکس چاپ کړو نو هغه ځای ورباندې د رڼا وړانګې ښکاریدې چې تیږه ورسره لګیدلې وه. دی حیرانه […]