بازیره

د سوات مینګورې نه ۲۰ کلومیټرجنوب کې اوسنی بریکوټ ۲۵۰۰ کاله پخوا “بازیره” وه. اوس دلته ۲۵ زرو خوا شا خلک مېشت دي. په ۱۹۸۴ م کې څو اطالوي لرغون پوهانود ” بریکوټ غونډۍ” ته پام شو نو یوه سروې يې وکړه. بیا په یو هیکټار زمکې کې کنستون پېل شو چې د پخوانۍ بازیرې […]

ویکی پیډیا او ناسم معلومات

په تعلیمي ادارو کې د څېړنې لپاره د ویکي پیډیا په موادو کارولو بندیز دی. سبب يې دا دی چې د دې معلومات یو عام وګړي له خوا هم بدلون موندلې شي. څو ځوانانو راته د “ساراګړۍ” جنګ په ګوته کړو چې څو فلمونه پرې هم جوړ شوي دي. د میړانې په دغه داستان کې […]

پټکی

پتکی، پګړۍ، لونګۍ، دستار، په عربي کې “عمامه” فارسي کې “دولبند” او انګريزي کې “ټربن” نومېږي. د سړو د لباس دا برخه د انساني تمدن په کوم پړاو کې دود شوه، څوک نشي وئیلې. خو دې تر ټولو زړې بيلګې د مصر په اهرامونو کې د انځورونو نه راپاتې دی. یو روایت دی چې د […]

ډېره اسمعیل اوغازي خان

ډېره” د هند په ځینو ژبو کې د استوګنې ځای ته وایی. بلوڅان يې د کېږدۍ او کلي په مانا کاروي لکه ډېره بګتي(د بګتي خلکو میشتځای). په ۱۵ میلادي پېړۍ کې د مکران له ساحل بلوڅ کو چیانو د اباسین او د سليمان غر ترمنځ پراخې دښتې ته کډه وکړه. دوی د ملتان حاکم […]

بکياڼه

چا له داسې ستغه لکه وچه بکیاڼه چا له ډوبه مسته لکه نوي دوک بیاڼه بکياڼه د هند د “نیم” ونې د ټبر نه دي او د پښتنو په ځینو سیمو کې ورته “شنډۍ” هم وایی. په فارسي کې “ازاد درخت” اردو کې “بکاین” او عربي کې “زنزلخت” نومېږي. بکیاڼه په ټولو ګرمو او معتدلو […]

حبیبیه هال

په دغه عکس کې د افغانستان امیر حبیب الله خان د لاهور د یو کالج استادانو سره ښکاري. په لاهور کۍ د اسلامیه کالج په نوم دوه کالجونه دي. د یو نوم ګورنمنټ اسلامیه کالج په ۱۸۸۸ م کې د “دیانند آیورویدیک” پوهنځي نه انګریزانو د پنجاب لومړی کالج جوړ کړو. د دې د نوم […]

کامره

د اټک نه پورې غاړه ختیځ کی درې کلي مير پورحسین، اورتک پور او کسران، په ګډه “کامره” نومېږي. دلته اوس د پاکستان د هواي ځواک یوه چاوڼۍ ده. دا هواره سیمه په جنوب کې لوړه غونډۍ لري او څوکې ته يې لاره ده چې اوس ورباندې پوڼۍ جوړې دي. په دوېم میلادي پیړۍ کی […]

د ګوډین هټۍ

د پیښور صدرپه ارباب روډ سل کاله پخوا څو د زیړ رنګ هټۍ، چې مخې ته به يې برنډه وه، په یوه لیکه کې جوړې وې. په ټولو د انګریزي ژبې لوحې د دوی کاروبار په ګوته کوو. د کرپا رام وریښمو او طله ټوکر، علیګ کافې، ګلاب رای کتابونه، او د کې- اې ګای […]

قيرووین

په نړۍ کی تر ټولو پخوانی پوهنتون چی تراوسه کار کوی، د مراکش “جامعته القرووین” دی. د دی بنسټ په ۸۵۹ م کی د “فاس” په ښار کی کیښودل شو چې لګښت يې یوی میرمنې فاطمة الفهرية ورکاو. د فاطمې پلار یو شته من تجار و او د ټیونس نه يې مراکش ته کډه کړې […]

د میراث عملیات

د ۱۹۴۷ م اګست په وروستیو کې د ډېلي اسمان په تورو لوګو کې پټ و. دا د هند د ویش د شخړو اور نه و بلکه د برطانوي حکومت د ودانیو شا ته په زرګونو دوسيې (فایلونه) په اور کې سېزل کیده. په بله ورځ د هند لویو ورځپاڼو کې د دې خبر خپورشو […]