کاسه

په ۱۹۹۴ م کې د برطانيې اوسېدونکې پېټرک وان اولک او د ده مېرمنې د سعودي عرب په جدې کې سوغاتونه اخستل. د اینټیک په یوې هټۍ کې دوی د مسو یوه کاسه ولیده چې ورباندې کنده کاري شوې وه. دوی هغه کاسه په بیه کړه او له ځانه سره يې بزطانيې ته یوړه. څه […]

یوناني درملنه

په کلی کی چی د ماشوم په خیټه درد شي نو یوه چونډۍ سپیرکۍ ورله ورکړي. په زخم د کورکمن پټۍ تړل او دغسې نورې کورنې ټوټکې، څه موده وړاندې مهذبو انسانانو پرې ملنډې وهلې. خو دغه حکمت ته اوس درناوی کېږي. په هند کی شپږم ق م پېړۍ “سوشروتا” او یونان (ایتن) کی بقراط […]

د لنډي کوتل اورګاډې

لنډي کوتل ته په اورګاډی کې زما وروستې سفر په ۱۹۶۸ م کې د خپل سکول له خوا و. دغه ګاډې به د اتوار په سهارد صدرسټېشن نه روانیدو او سفر پکې مفت و. د نوتهیه، سواتو پاټک او باړه ګېټ نه وروسته د پېښورهواي ډګرسره ګاډې ودریدو ځکه د دې پاټلۍ د رن وې […]

د پنیالې سازش

د افغانستان د امیرامان الله خان د واک نه ليرې کولو لپاره د انګریز لومړی سازش ۱۹۲۷ م کې په پنیاله کی وشو. د ډېره اسمعیل خان نه ۵۵ کلومیټر شمال کې پنیاله کلې کې مروت پښتانه پراته دي چې څنګ ته په یوې غونډۍ د شیخ بدین زیارت دی. په ۱۸۶۰ م انګریزانو په […]

بهلول دانا

د اتمې میلادي پېړۍ په نیمايي کی د بغداد قاضي واهب بن عمرو وروسته د بهلول دانا په لقب مشهور شو. دی په کوفه کی زیږيدلې او د امام جعفر صادق نه يې ذدکړه کړې وه. د امام جعفر زوی امام موسی الکاظم، عباسي خلفاو څو وارې د خپلو افکارو له کبله زنداني کړو. یو […]

د بودا مجسمې

دا عکس په ۱۸۹۶ م کی یو برطانوي الیګذانډر- ای- کېډي له خوا په پیښور کی واخیستل شو. دی د حکومت له خوا سوات ته د ګندهارا تمدن د نښو په کنستون وراستول شوی و. دغه ټولې مجسمې چی د بودا د ژوند سره تړلي دي، د سوات په “لوریان تنګي” کی وموندل شول. کیډي […]

د کرمې سیند

درې ذره کاله پخوا آریايی مناجاتوکې د “کرومو” سپيڅلې سیند اوس هم خپله لاره نه ده بدله کړې. ددې سرچینه په سپين غرکې ده. د کرمې غرونو یوې خوا ته د خوست او پکتيا ولايتونه او بلې خوا د پاکستان قبايلي سيمه کرم ايجنسي پراته دي. د دې اوبه د جلال اباد نه ۸۰ کلوميټرجنوب […]

د ټونک پښتانه

راجستان ته پښتانه سفر کوي نو یواځې د خواجه معین الدین چشتي ذیارت ته ورځي. لږ کسان د ټونک ریاست نه خبر دي چې د نولسمې میلادي پېړۍ په سر کې پښتنو اباد کړو. ټونک د خپل کتابتون لپاره شهرت لري چې نایابه خطي نسخې پکې ایښي دي. په دې وروستیو کې د نواب امیر […]

ذهرمهره

د اوزې(چېلۍ) په معده کی د طبعي توکو نه یو کاڼې پروت وي چې بیذوا یا بېزو نومېږي. د ۱۲ میلادی پیړۍ اندلس (سپېن) یو نامتو حکیم ابن ظهر په دغه تیږې تجربې وکړې او څرګنده يې کړه چې دا د ذهرو اثر ختموي. په عربي نړۍ کې یو وخت داسې باور و چې ذهرمهره […]

د اقصی جومات

ډېرخلک د القدس طلاي ګومبد د اقصی جومات ګڼي خو په دغو دوو ځایونو کی توپیردی. د مسلمانانو “القدس”یا”بیت المقدس” او د یهودانو “یروشلم” هغه لرغونې عبادت ځای دی چی طلای ګومبد پرې جوړ دی او ورلاندې د معراج تیږه پرته ده. الاقصی د دې ګومبد په څنګ کې او خلک ورته په عقیدت “حرم […]