افغانستان ته هجرت

په ۱۴ اګست ۱۹۲۰ م شا و خوا ۷۰۰۰ خلک چې زيات يې پښتانه وو، د لنډي کوتل بازار نه تورخم لورې ته پلي روان وو. آپريدو ورته په لاره د ګوړې د يخ شربت خاورو جامونه ورکول. د هرې ډلې مشر سره شنه جنډه او کله کله د افغانستان زنده باد ناره به يې […]

سرتور فقیر

سوات ته په لار د چکدرې یوه غونډۍ “چرچل پیکټ” نومېږي. پښتانه ډېر په ویاړمیلمنو (بهرنیانو) ته د دې معلومات ورکوي. خو دوی “سرتورفقیر” (ملا مستان) نه پېژني چې په ۱۸۹۷ م د انګریز خلاف ۲۰ زره لښکر راټول کړو او چرچل له دغه غونډۍ څارولو. د ده نوم سېد الله (سعید الله) او د […]

عثماني‌ خلافت څنګه نسکور شو؟

عثماني‌ خلافت د نړۍ په تاریخ کې د مسلمانانو د واک او برم یوه تر ټولو اوږده او ځواکمنه دوره وه، چې د ۱۲۹۹ نه ۱۹۲۲ میلادي‌ کلونو پورې، شاوخوا شپږ پېړۍ یې په اسیا، افریقا، منځني ختیځ او ان د اروپا پر ځینو ځمکو یې حکومت وکړ. خو په ۱۸۵۷م کال کې د خلافت […]

شپوله

د خیبردرې مشهوره سټوپا چی چاپېره ترې ټوله سیمه څارل کیدېشي، “شپوله” نومېږي. شپول په پښتو کی ګول یا ګردۍ ته وایی. د لنډی کوتل او علی مسجد ترمنځ شپوله د قافلو د پخوانۍ لار نه ۵۰ فټه لوړه او ۶۰ فټ زمکه کی جوړه ده. ددې جوړښت د کوشاني دورې وروستي کلونه په ګوته […]

د صحبت خان کیسه

د صحبت خان دومره پګړۍ وه چې د “پلۍ” د جونو جوړ شو رومالونه صحبت خان د سوات د الاډنډ اوسیدونکې و. د ده د تره زوی صدرالدین په ۱۸۵۰ م شا و خوا کلونو کی هندوستان ته لاړو. د ډيلي پرتخت تش په نوم باچا مغل بهادر شاه ظفرکیناستو ځکه ټول واک د انګریز […]

شنې

کندهار، چمن او شا و خوا سیمو کی شنې تازه او وچ د ډوډۍ سره خوړل کېږي. دغه غوړه میوه پخپله څه خوند نه لري نو ځکه ترشي یا اچار ترې جوړوي. ځینې ښځې د سر د وینځلو او غوړولو لپاره هم شنې کاروي. دا د پستې یو ځنګلي قسم دی چی په ایران، مصر، […]

ډارمسټټر

د پښتو ولسي سندرو لومړی فرانسوي ژباړن جيمز ډارمسټټر په ۱۸۴۹ م کې یوې یهودي کورنۍ کی وزیږیدو. د ده غریب پلار کتابونه ګنډل او پوښل خو په ټولو اولادونو يې سبق وویلو. جیمز په ښوونځي کی د ساینس مضمون غوره کړو او د ۱۵ کالو په عمر کی د یهوديت نه پړې وشلوو. د […]

د نوي عصر شوکماري

په ټولنیزو شبکو کې د ځینو خلکو «بلک مېل» کول، «شانتاژ»، د حیثیتي یرغل پر وړاندې د بې دفاع خلکو ګواښل د یوشتمې پېړۍ د لومړیو دوو لسیزو د جرمونو او جنایتونو یو نوی ډګر دی دی چې په ټوله نړۍ کې خپور دی خو د غریبو او خصوصاً مسلمانو هېوادونو ځوان کول، او په […]

چمن

د لرغونو زمانو راهيسې، د بولدک له دشتو چې به قافله راتېره شوه نو د کوږک غره په ډډه کې بې له يوې چينې سره پړاو وکړو. د وخت په اوږدو کې ورسره کارېز او هټئ جوړې شوې. خلکو به دغه ځای د “پړاو” په نوم ېادوو چې د انسان او څاروو لپاره پکې خواړه […]

پنجره

دا دواړه تصویرونه په ۱۹۰۵ م د جون په میاشت کی یو انګريز “ارنسټ تهارنټن” د لته بند نه جلال اباد په لاره واخیستل. په اړه يې لیکي، ” د یوې غونډې په ډبرو کی خښ لرګين ډنډې سره د مچیو د زالې په شکل ځوړنده پنجره مو ولیده. دا د غلو لپاره یو خبردارې […]