صوات

تر شلمې ميلادي پېړۍ هم په سرکاري اسنادو او مراسلو کې د سوات نوم په “صوات” ليکل کيدو. د دې خپلواکه رياست سرکاري ژبه پښتو وه او په هرې درې کې ميشت قام معلوم و. د عنوان الدين کاکا خيل په نوم يو شاعر دغه منظوم تاريخ ليکلې دی. د اوسني ياګانو په ځای، د […]

د خلافت تحريک

د ۱۹۱۹ م نه تر ۱۹۲۲ م د هند ولس د برطانيې په ضد يو پاڅون وکړو چې تحريک خلافت نومېږي. د نولسمې ميلادي پېړۍ په وروستيو کې د عربانو خاوره نيولو لپاره د يورپي ملکونو تر منځ سيالۍ زور وموندلو. ترکي د ۵۰۰ کالو راهيسې د اسلامي خلافت مرکز و چې ټوله عربي نړۍ […]

د هرات کلا

ښايي لومړيو انسانانو د هريردو په غاړه ژوند په هغې غونډۍ پېل کړه چې اوس ورباندې د هرات کلا جوړه ده. تر اوسه د هرات نه موندل شوي تر ټولو پخواني توکي د ۶ ق م پېړۍ نه راپاتې دي. ګومان کېږي چې هغه وخت دلته د خاورو يوه کلا موجوده وه. خو د هغې […]

اوبه

ما غوښتل چې د افغانستان په يو ښکلي او پاکې چينې او يا د سيند په اوبو کې پښې کيږدم، په لپه کې ترې اوبه وڅښم. خو هلته شپږ مياشتې د يو ښار نه بل ته په سفرونو ستړې شومه او دا ارمان مې پورا نشو. يو وارې په جلال اباد کې د بېسودو د […]

ټماټر

په مرکزي او جنوبي امريکه کې ټماټرد نورو ځنګلي ميوو په شان راټوکيدل او خلکو له ويرې نه خوړل چې زهرژن به وي. په لرغوني “ايزټېک” ژبې کې يې دا “تومات” ياني چاغ يا غټ يې بللو. شا و خوا زر کاله کېږي چې د ميکسيکو خلکو د ټماټرو په پخولو لاس پورې کړ. اسپانويان […]

ډېن – حبيب الله لوظنامه

په ۱۹۰۱ م د اکتوبر په مياشت کې، د افغانستان نوي اميرحبيب الله خان برطانوي هند حکومت ته ليک واستوه چې دی به د خپل پلار په سياسي پاليسي عمل کوي. وايسراې لارډ کرزن سمدلاسه هغه هند ته وروبللو چې پخوانۍ لوظنامې تصويب کړي. امير د دې اړتيا نه ليدله او د سفر نه يې […]

ښځې

د ۲۰۰۵ م په سپرلي کې لوګر کې د پښتو مشاعرې بلنه مې تر لاسه کړه. د کابل په ميلمستون کې هغه وخت پروين ملال هم راسره او مشاعرې ته يې تلوسه وه. د جمعې ورځ چوټي وه نو د دفتر موټر مې نشو راغوښتې. يو همکار راته د شخصي موټر انتظام وکړو او سهار […]

سينوحی

په نولسمې ميلادي پېړۍ کې د مصر په کنډوالو کې د نورو لرغونوتوکو سره يوه منظوم کيسه هم وموندل شوه چې ۴۰۰۰ کاله پخوا يو طبيب سينوحې ليکلې وه. په ډبرې او نورو کې پپايرس (کاغذ) په انځوريز خط کښلې دا د سينوحې خپل يادښتونه وو چې تر پېړيو په مصر کې د ډرامې په […]

شکر لب

دا انځورپه ۱۸۴۸ م کې يو برطانوي پوځي افسر جيمز رېټری کښلې دی. دی د يو بل افسر ډاکټر لارډ سره په باميانو کې د برطانيې د لومړي سفارت غړې و. انځور د باميانو د والي نازولې ميرمنې شکر لب دی چې د امير دوست محمد خان د يوې قزلباش ميرمنې ورېره (خورزه) وه. د […]

په کشمير کې لومړي مسلمانان

په کشمير کې د پښتنو زياته شميره په جنوب لوېديځ کې ده چې دراني، يوسفزي او اپريدي يې زيات دي. دلته د اسلام د خپرولو کار سواتي کډوالو پېل کړو چې اوس هلته د سېدانو په نوم پيژندل کېږي. د ۱۳ ميلادي پېړۍ په وروستيو کې د مغلو(منګول) حملو د سوات او د هزارې په […]