نظر مات زه چې په ښه بد پوهه شوم نو د نظر، نظر مات او د سپېلني ټکي مې واورېدل. د کلي ودونو کې به يوې ښځې(نايڼې) په ټولو ميلمنو ښځو د اوسپنې تالی ګرځوو چې پکې څو سرې سکروټې او د پاسه پرې وچو واښو، نرې نرې لوګی کوو. چا به په لاس هغه لوګی ځان […]
د رنګونو حقيقت لرغونو انسانانو باور کوو چې نړۍ څلور ګوټيزه ده او هر ګوټ کې يې يوه ډله خلک اوسېږي. دا خلک په څلورو رنګونو پيژندل کيده. د ختيځ رنګ سور او د شمال تور و ځکه هن (يفتليان) تور ګڼل کيده. لوېديځ سپين او خلک يې هم سپين وو، شين (نيلا) د جنوب رنګ و ځکه […]
د مانسهرې ډبرليک مانسهره يو وخت د قراقرم د وريښمو لارې په سر پروت مهم ښار و. د دې په لوړو غونډيو څو تيږې د دوو زرو کالو راهيسې لارويانو ليدلې چې پخوانۍ ژبه پرې کنده شوې ده. ليکنه ممکن په يوې لوی تيږې شوې وي چې وروسته په دريو برخو کې ماته شوه. په شلمې ميلادي پېړۍ […]
بدليدونکې پښتو د شلمې پېړۍ په وروستي لسيزه کې له پيښور او کوټې خپريدونکې پاڼې چې خلکو په بيه اخيستې، د اردو او انګريزي ورځپاڼو په څيربازار نه لرلو خو محدود لوستونکي يې وو. هغه وخت ډېر پښتانه د افغاني پښتو سره اشنا شول اوافغان کډوالو پېښورۍ او د اشنغر پښتو واوريده. د لر او بر ليکوالانو […]
د هامون ډنډ د هندوکش جنوبي څوکو نه کله چې واورې ويلي شي نو د هلمند او ارغنداوسيندونو نه علاوه په وړو ويالو څو ډنډونو کې راټولې شي. دغه ته هامون وايي چې تر ۱۸۷۲ م د کندهار برخه وه. د افغانستان او ايران تر منځ د پلو د ټاکلو پر وخت دا ډنډ او چاپېره سيمې انګريزانو […]
د نوښار جنګ په ۱۴ مارچ ۱۸۲۳ م کې د سيکانو او پښتنو ترمنځ دا جنګ “د پير سباک جنګ” په نوم هم مشهور دی. پيښور د بارکزو په لاس کې او له ۱۸۱۸ م راهيسې سيکانو ته باج ورکوو چې د اټک کلا يې هم ترينه نيولې وه. د پيښورحاکم عطا محمد بارکزی و چې “درې زره […]
بفر زون په ۱۹ ميلادي پېړۍ کې افغانستان د برطانيې او روس تر منځ بفر سيمه وه. دواړو ملکونو “واخان” د چين سره بفر ټاکلې وه. بفر جلا کوونکې او يو ځاې کوونکې زمکه وي. عادي بفر سيمه سرحدونو او يا جنګيدونکو ملکونو په منځ کې وي چې پوځي فعاليت نه پاک وي. په ځينو ملکونو کې […]
عریان الغیب د روښان پیریوبل نادر فلسفي اثر دعریان الغیب د قلمي نسخي مشخصات په لاندي ډول سره دي: کچه : ۵/۱۲ = ۵/۲۲ کرښې : ۱۱ مخونه : ۲۸۲ خط : نستعلیق ژبه : فارسی دری د دغه قلمي اثر په اړه ما د روښاني څیړنو په ترڅ کې تراوسه څه نه دي لوستي او نه […]
د استنبول- کندهار خرقه مبارک خرقه په عربي کې “جُبٌه” هغه اوږد وړين کوټ يا چپن ته وايي چې د سړو لباس د پاسه اغوستل کېږي. د زيړبخن نسواري رنګ يوه خرقه د استنبول په خرقه شريف جومات کې پرته ده او باور کېږي چې حضرت محمد صلی الله عليه وسلم يو صحابي حضرت اوېس قرني ته ورډالۍ کړې وه. […]
عبد الرحمان بې په ۱۹۲۵ م په استنبول ښار کې د ترکي په نامتو پوځي مشر رؤف بې نامعلومو کسانو ډزې وکړې. خو وژل شوې کس د افغانستان لپاره ټاکلې سفيرعبد الرحمن بې و. د پيښورعبد الرحمن بې د خلافت تحريک پر وخت د هند نه ترکي ته تللې و. د شلمې ميلادي پېړۍ له پېل برطانيې د […]