وندې ماترم د هندوستان ملي ترانه د بنګالي ژبې یو شعار دی چې مفهوم يې ” د موربنده یا د مور زامن” کېږي. په ۱۸۷۲م کې د بنګال یو لیکونکي ” بینکم چندرا چیټرجی” د بهار په ” پورنیه، دانا پور او ترہټ په سیمو کې د انګریزخلاف په یو پاڅون اغیزمن شو. بینکم هغه وخت د […]
فاطمه سلطانه په جولاۍ ۱۹۲۱ م کې د نيويارک يوې ورځپانې د يوې افغانې شهزادګۍ په اړه راپور خپور کړو. د شاه شجاع دغه نمسۍ د کراچي نه په بېړۍ کې د خپلو دريو تنکي زامنو آشين، آزيک او اکبر سره لومړی کيليفورنيا ته لاړه او بيا اورګاډي کې نيويارک ته ورسېده چې د ۳۴ کوڅې د […]
نيل ولې دې په سپینو جامو نیل ورنګاو… د ناشناس په دى سندره کى ياد شوې نيل هغه رنگ دي چي د لرغونو زمانو راهيسې د هند په لويه وچه کی له يوبوټي ايستل کيده. دا د مصرد سيند نيل سره هيڅ تړاو نه لري چي د يوناني توري “نايلوز” نه راوتلې دې او د شنې […]
لالا چینه د خیبر په دره کې د څو غرونو واورې د خوړ په بڼه جمرود ته رسېږي. په دوی کې د یخو اوبو یوه لرغونی تالاو “لالا چینه” نومېږي. د وریښمو په لار تلونکو راتلونکو قافلو د دغې اوبو سره پړاو کاو او بیا به وړاندې تلل. د لالا چینې سر د سپین غر په غونډیو […]
د علي مردان حوېلي د پیښور صدر په لویو باغونو کې یو ښایسته دوه پوړیزه کور په ۱۷ پېړۍ کې د مغلو نامتو مهندس علي مردان استوګنځای و. دی یو وخت د پارس د صفویانو له خوا د کندهار حاکم و چې مغلو ته تسلیم شو. بیا د کابل ګورنر شو نو ژمې به يې پیښور کې تیراو. د […]
د پیښور ریډیو د جنوری ۱۹۳۵م د صوبه سرحد ګورنر “رالف ایډوین هوچکین ګریفت” پیښور ختیځ په ” تارو جبه” کې د ۲۵۰ واټ (توان) ریدیو ټرانسمیټر د ودانۍ لومړۍ خښته نصب کړه. ټرانسمیټر د نشریاتو ټاور (پایه) او ورسره د دې مشین وي چې یوه کوټه کې ساتلې شي او یو مسلکي انجینیر ورته پکار وي. د […]
خلافت د حضرت محمد (ص) نه وروسته د اسلامي ملکونو مشري پرله پسې ۳۰ کاله د څلورو خلفاو په لاس کې وه. دا موده له ۶۳۲م څخه تر ۶۶۱م او د ” راشدون یا خلفاء راشدین په نوم یادېږي. د لومړي خلیفه حضرت ابوبکر صدیق ( رض) خلافت دوه کاله د ۶۳۲-۶۳۴ م تر منځ و. […]
دوڼۍ د لرګې جوړ صندوق چې له زمکې اوچت ساتلو لپاره یو میټر لوړ څلور پای لري دوڼۍ یا ” توڼۍ” نومېږي. د دوڼۍ سر بند او یو اړخ ته لکه د المارۍ یوه تمبه لري چې کله کله قلف لپاره زنځیر به يې لرلو. د پښتونخوا په کلیو کې شته منو خلکو کره به یوه […]
په پیښور کې تبلیغ په ۱۸۷۸م کې دغه انځور د انګلستان ” ګرافک” مجله کې په دې لمن لیک خپور شو چې پادري امام شاه په پیښور کې افغانانو ته د دین تبلیغ کوي. د امام شاه اصل نوم ممکن بل څه و چې د پنجاب (امرتسر) د یو مسلمان کروند ګر زوی او د یو عیساي شوي سیکه […]
د اباسین جنګ دا جنګ د نومبر په ۲۴ نېټه ۱۲۲۱م د چنګیز خان او د ۳۲ کلن خوارزم شاه جلال الدین د لښکر تر منځ وشو. د اوسني ترکمانستان او ازبکستان تر منځ ښیرازه زمکه په ۱۳ میلادي پېړۍ کې خوارزم نومیده. د دې یو خوا “آمو” او بل خوا ” سیر دریا او آرال سمندرګی و. […]