ضحاک او سهاک

د پارس ژبپوهان باور لري چې د ضحاک نوم د ازيدهاک نه راوتلی دی چې د “اهورا مزدا” دښمن و. دی لکه د بلا په يوې لوړې کلا “کرينتا” کې اوسېدو چې د “ببري” په زمکه جوړه وه. ده د سورا (لمر) او د وايو (سيلۍ) نمانځنه کوله. په زردشتي دين کې ده ته “بيوراسپ” […]

حساب

د ژوند هره يوه ورځ په حساب دی. په ورځ کې هر کار په حساب، خوب په حساب- ډوډۍ په حساب، کار روزګار په حساب، خبرې په حساب، غم او خوشالي په حساب او خلک په حساب. خو د سوچونو حساب نشته. دا هر وخت او هر ځای زمونږ په دماغو کې ګرځي راګرځي. کله […]

لرغوني نومونه

د وردگو پرلاره ” توپ دره” ده. په اړه يې عام باور دا دی چې دلته د انگریزانو د وخت يو” توپ” پروت و ځکه په دې نوم يادېږي. خو په حقيقت کې توپ يا سټوپا هغه گول جوړښت وي چې د بودا يو تبرک به پکې پروت و. په دی دره کی يو وخت […]

يونس خان

په ۲۳ جون ۱۹۸۰ م د ډيلي په صفدرجنګ هوايي ډګر کې يوه وړه طياره ولويده، چلوونکي د هند وزيراعظم اندرا ګاندي کشر زوی سنجی او يو بل کس پکې ووژل شول. کله چې ګاندي ته دا خبر ورکړل شو نو د هغې لومړنۍ پوښتنه دا وه چې د سنجی د لاس ګړۍ او د […]

د پايکو مينچې

د اختر نه دوه يا درې ورځې وړاندې به د کلي ميرمنو د مينچو جوړولو تايبا وشوه. کورني شاله (هغه اوړه چې هر څه پکې وي) اوړه به يې پتيره او ټينګ واخږل. د لرګي نه جوړ د څلورو پايو يو ميز په منځ کې به د اوسپنې چاڼ لګيدلې و. اخږل شوي اوړه به […]

زومۍ، پشمک، بروزه

په لوړو غرو کي دي مرګی سه چي جنازه دي په بروزو وتړمه دا درې سره نومونه د لوی کندهار په سيمه کي د دغه يوه بوټي دي چي په انځور کي مالوميږي. ودي سي، چي د پښتنو په نورو سيمو کي نور نومونه هم ولري. خودا درې نومونه يې يوازي ماته د لوی کندهار […]

چوپړ

د هند په لرغونو انځورونو کې راجا ګان د چوپړ په لوبې بوخت ښکاري. د مغلو په حرم سرا کې ښځو به په دې لوبه ځان مصروف ساتلو. چوپړ د سانسکرت توری دی او د هغې لوبې نوم دی چې دوه کسان يې لکه د شطرنج يا لډو، په تخته کوي. دغسې يوه لوبه پچيسي […]

کري

په ۱۹۸۰ م کې د چا انګريز په کور کې ډوډۍ خوړل راته يو غم و. د تور مرچ نه علاوه بل څه به يې نه لرل چې د ډوډۍ خوند يې پرې زيات کړې وای. سره له دی چې په اطالوي خواړو کې اوږه، ريحان(بېزل) او دغسې نور خوشبوي لرونکي بوټي د خوند زياتولو […]

د افغانستان سرحدونه

د افغانستان جغرافيه داسې ده چې د تاريخ په اوږدو کې هر ټولواک ته يې اداره کول ګران وو. د دې څلور خواوې د تاريخ په اوږدو کې په بېلا بېلو نومونو ياد شوي دي. د آمو سيند سره خاوره چې اوس د دې شمالي سيمې لکه بلخ، کندوز،بدخشان، شبرغان اوتخار، په شلمې پېړۍ کې […]

د ټيکسلا چور

د ۲۰۱۵ م د مې په مياشت کې ټيکسلا ليدو ته ورغلم. د دغه ځای ميوزيم مې ۳۰ کاله پخوا ليدلې و چې پکې د ګندهارا تمدن د هرې دورې توکي اېښي وو. يوه ځانګړې وړه کوټه د سکو او د زيوراتو لپاره وه چې پخوا هر چا ليدلې شوه خو اوس بنده وه. د […]