مومي ګل درانۍ

د لنډو لستوڼو زرغون کميس، په دواړو اوږو سپينه لوپټه، سپين پرتوګ، سپينې دستانې، په سر وړه شنه ټوپۍ او د ټيټو پوندو تور بوټان- دا د مومي ګل تصوير و چې د ۱۹۶۰ م کې په يو کلينډر چاپ شوی و او د پېښور د چایخانو نه واخله تر بانکونو او نورو دفترونو کې […]

لونګ او لونګين

لونګ د ګرمو ساحلي سيمو يوه ميوه ده چې د ونو نه راټولول کیږي. د هند د جنوبي ساحلونو او د ملايا د جزيرو دا ميوه يوه ډېره قيمتي مساله وه چې د وريښمو د لارې به يې مرکزي ايشيا ته وړله. لکه د لاچي او نورو خوشبو لرونکو توکو، لونګ ګران بيه وو نو […]

جمال الدين افغاني

جمال الدين افغاني د اسلام د معاصرې مفکورې پلاراو د نولسمې ميلادي پېړۍ فلسفي شخصیت ګڼل کېږي چې د اروپا مدنيت او د ملا پر فکر ولاړ دین او مذهب دواړه یې د مسلمانانو د پرمختګ او مدنیت د لارې خنډ ګڼل. سيد جمال الدين محمد بن صفدرالافغاني په ۱۸۳۸ م کې د کونړ ولایت […]

تاريخي افسانه

د اسکندر مقدوني او د روښانې واده، داستان دی که تاريخ؟ د شاهنامې ضحاک باچا د غور سلطان و او که يوه افسانوي کرېکټر؟ د ميوند د ملالې کيسه تاريخ دی که افسانه؟ ځينې خلک باور لري چې دا ټول تاريخ دی. خو تاريخ په حقايقو ولاړ وي او شواهد غواړي. کله چې مونږ په […]

د لورالايي باچاهان

د شلمې ميلادي پېړۍ په وروستيو کې لورالایي نه بې شمېره سکې او د خاورو کودړې وموندل شوې. په ۲۰۰۶ م کې نقريي (سپينو) د برهمني سکو په اړه لومړی رپورټ خپور شو. دا باچاهان پارت (پاراته يا پراتا) راجا ګان نومېدل چې په دويم او دريم ميلادي پېړيو کې لورالایي کې يې د سلطنت […]

البترا او اس

د کال ۱۹۹۳ م د اوړي په وتلو مونږ د عمان لرغونې ښار “البترا” (پېټرا) ليدلو ته لاړو. دا ښار دوه سوه کیلومېتر د يوې دشتې نه وراخوا اوس د سېل ځای دی. يوه دره د موسا پېغمبر د تيرېدو روايت لري. خپل منزل ته ورسيدو نو د کنډوالو لاره په يوې تختې په نښه […]

د زعفرانو افسانه

د زعفرانو په اړه په تاريخ کې دومره تبليغ شوی دی چې ښايي د دې نه ښه شی به بل نه وي. په اوولسمې ميلادي پېړۍ کې مغل باچا جهانګير خبر شو چې که څوک ډېر زعفران وخوري نو هغه په خندا خندا مړ شي. د ده په امر يو زنداني ته يې پاو زعفران […]

جان برک

اميرشيرعلي خان لومړی افغان باچا و چې د جان برک يې په بکس کيمره، تصوير واخيستو. جان برک د ۱۹ميلادي پېړۍ په نيمایي کې د اېرلېنډ په ويکلو سيمې کې زېږېدلی و. د ۱۸۶۷ م د هند د خپلواکۍ نه وړاندې د ده پلار د شاهي توپخانې سره په کار وګومارل شو او جان يې […]

د لوی لوبې لوبغاړي

په لوی لوبې يا “ګرېټ ګېم” نورو ليکوالانو، په تيره بيا انګرېزانو ډېرڅه ليکلي دي. په پښتو کې هم ورباندې څيړنې شوي دي خو زما لپاره په زړه پورې خبره د هغه خلکو ژوند و چې په دې سيالۍ کې شعوري يا غير شعوري توګه شامل شول. دا څيړنه د يو څو مقالو نه بېل […]

د کولال انصاف

يوه ورځ باچا د کلي سېل له لاړو. په لاره يې د خرو يو قطار وليدو چې کولال ورپسې په ارام روان و. باچا د کولال نه پوښتنه وکړه چې څنګه يې حيوان لکه د پوځيانو په يوه ليکه روان کړي دي. کولال ورته وويل چې هر يو خر کله چې قطار ماتوي نو هم […]