د عربستان خيبر د مدينې منورې نه ۱۷۰ کلوميټر شمال کې د تبوک په لاره پروت د خيبر ولايت د زمکې نه ۸۵۰ ميتر لوړې د تيږو غونډۍ لري. خيبر په عبراني ژبې کې کلا ته واي. دلته د غونډيو نه بهيدونکي د باران اوبه يو سيند کې توېږي چې شا و خوا شنه پټي خړوبوي. د کجورو […]
غني او کيک په ژورناليزم کې يو متل دی چې، ” يو ښه عکس د زرو الفاظو نه زيات اغيزمن وي.” په يوې ويبپاڼې کې مې يو عکس وليدو چې هم دغه متل يې راته ريښتيا کړو. نهو کسانو د يو وړوکي کېک پرېکولو لپاره لاسونه غځولي دي. د څو کسانو په لاسونو کې چړې دي او نورو […]
د اباسين په تل کې د پنجاب او د پښتونخوا تر منځ اباسين يو طبعي سرحد او د لرغونو وختونو راهيسې خلک د هنډ نه پورې راپورې غاړو ته ورتلل. د پېښور نه ۸۰ کلوميټر جنوب لوېديځ کې د سيند لمنه راټوله شي او په ژمي کې پکې اوبه کمې وي. مغل باچا اکبر د پښتنو د څار لپاره د […]
د امبيلې غزا د پېښورنه سل کلوميټر جنوب ختيځ کې د بونېر يوه غرنۍ سيمه ” امبېلا ” نومېږي په ۱۵۸۶ م کې د امبيلې “ملندرۍ” نومې دره کې د مغل باچا اکبر ۸ زره لښکر چې د سوات د نيولو لپاره ورغلې و، د پښتنو نه ماتې وخوړه او لږ کسان ترې ژوندي ووتل. له هغې وروستو […]
ګوهر شاد د خراسان دا نامتو ملکه د امير تيمور انږور وه چې د اسلامي هنر او فن سرپرستي يې کوله. د ګوهرشاد د زيږېدو نېټه څرګنده نه ده خو ماشومتوب يې د ۱۳۷۰ په لسيزه کې په سمرکند کې تېر شو. د شاه رخ مرزا سره په ۱۳۸۸ م کې واده شوه چې هغه وخت دوي […]
د کندوز کوچيان د ۲۰۰۵ م په سپرلي کې د کندوز مرکز امام صېب زيارت له ورغلم چې د ځاي خلکو په عقيده د امام حسېن سر پکې خښ دی. د بېرته تلو پر وخت موټر چلوونکي د دشت اودان (ابدان) د لارې بوتلو. مونږ د شنو پټيو او د وړو کليو په سېل څو شنو غرونو ته […]
حسن ابدال او بابا ولي د نړۍ د سيکانو لپاره حسن ابدال يو سپېڅلې ښار دی او هر کال د بېساکي (اپرېل مياشت) کې د زرګونو په شمېر هلته د “پنجه صاحب ” زيارت له ورځي. د راولپنډۍ نه ۴۰ کلوميټر شمال لوېديځ کې حسن ابدال د اټک ضلع يو وړوکې ښار دی چې ۵۰ زرو شا و خوا خلک […]
اروپاي ټولنه د دويمې نړېوالې جګړې نه وروستو اروپايي سياستوالو په راتلونکي کې د دا ډول پېښو د مخنيوي او له جګړو نه د پاتو وېجاړتياوو د بيا رغولو په فکر کې شول. په هغې جګړې کې د ډبرو سکرو، فولادو او ځېنو نورو توکو د جګړې په پرمخ بيولو کی خورا لوی رول درلود . د […]
اول ښوونځی زه پلار په بايسکل هلته بوتلم او د لرګي په يوه لويه دروازه دننه ولاړم. جينکو هر رنگ جامې اغوستې ځکه په هغو ورځو کې د ” يونيفارم” بنديز نه و. د دروازې نه اخوا هغه ناليدلې نړۍ وه خو د ويرې پر ځاې مې د تجسس احساس کوو. پوهه نشوم چې څه وختې د […]
جلال اباد د دوېمې ميلادي پېړۍ نامتو يوناني جغرافيه پوهه بطليموس، د سيند پرغاړه هغه سيمه چې اوس يې د جلال اباد په نوم پېژنو، د ” بناګره” په نوم يادوي. بن په سانسکرت کې باغ او نګره ښار ته واي. دا نوم پخپله د جلال اباد يو تعريف دی چې يو قدرتي لوې بڼ کې ښار […]