هغه چې فلسطين و

د نړۍ دريو لويو مذهبونو اسلام، مسيحيت او يهوديت لپاره د فلسطين په خاوره القدس يا بيت المقدس يا يروشلم يوه سپېڅلې ځاې دی. دلته دوه نيم زره کاله پخوا د حضرت سليمان (ع) هغه لوې عبادت ځاې (هېکل) جوړ و چې په کنډوالو يې يهودان عبادت کوي. د مسيحيانو په عقيده حضرت عيسا (ع) […]

اناهيتا څوک وه؟

په اويستا کې د اناهيتا په اړه وايي ” د سرو زرو عبا يا چپنه يې په غاړه ده او په سر يې طلايي تاج دی چې اته مخه او په سوونو ستوري لري. دا په دېرشو پوټکو پټه ده چې لکه د سمور ځلېږي.” په باختر کې د اناهيتا د مجسمې دا انځور خيالي […]

سرشمېرنه

انسان د زمکې په کرې په ډلو کې د ژوند د پېل سره شمېر پېل کړې دی. په ۳۸۰۰ ق م کې په بابل (عراق) کې شوې د سر شمېرنې شواهد پاتې دي. هغه وخت دلته هر شپږ يا اوو کاله وروستو به نه يواځې خلک بلکه څاروي، غله، شات او داسې نور توکي چې […]

مالگه

يوې ميرمنې راته وويل چې دا کله حلوه يا شيربرنج کې هم يوه چونډۍ مالگه پکی ارو مرو غورځوي. راته يې وويل، ” دا د ثواب لپاره وي” مالگه د دوو منرالونو، سوډيم او کلورايډ نه جوړ وي چې يو برابر مقدار کی وي. د دی يو کمال دا دی چې دا د توکو د […]

زنداني تمبې او شبقدر

په پښتونخوا کې دوه تمبې د ۱۸۴۲ م راهيسې په قېد کې دي. هره يوه دروازه شل فټه لوړه ده او يو وخت د شبقدر کلا ته پرې خلک وردننه کيدل. په دواړو د ماتم تور رنګ شوی دی او په زنځيرونو تړلي دي. د پېښور نه ۳۵ کلوميټر شمال لوېديځ کې د مومندو سيمه […]

کونين

ملېريا ليا (د ژړو اوبو تبه) يو له هغو څو ناروغيو څخه ده، کومې چې له زرګونو کالو څخه د انسان بدمرغه مل پاته سوې دي. هغه جراثيم چې د ملېريا لامل ګرزي په ميليونه کاله تاريخ لري. ويل کېږي چې ساينس پوهانو يو وخت د يوې ونې نه کلکه سوې ژاوله (Amber) رابېله کړه، […]

د فونيشيا شهزادګۍ

په ۱۸۴۵ ق م کې د لبنان د صور(تاير) په ښار کې اوسېدونکي فونيشيان ( په عربي کې فونيقي) نومېدل. د دې باچا مړ شو نو زوې يې ماشوم و او اميرانو يې فېصله وکړه چې د هغې لور شهزادګۍ ډايډو به د خپل ورور د سرپرست په توګه حکومت کوي. شهزادګۍ ډايډو د روم […]

د څمکنو بابا

احمد شاه ابدالي د ۱۷۶۰ م په سپرلي کې د پېښور د زاړه ښار ختيځ کې د څمکنو ميا محمد عمر سره وليدل. هغه د هند د مسلمانانو په بلنه د مرهټو پر ضد لښکر کړې و خو د دې شمېره لږ وه. ميا عمر هغه وخت په دې سيمه کې نه يواځې ديني شخصيت […]

دوه ګوتې

د انګرېزي “وي” تورې د ويکټري يا د بري نښه ګڼل کېږي. دا نښه په لومړي ځل د بريطانيې وزير اعظم ونسټن چرچل په دوېم نړۍ وال جنګ ( ۱۹۳۹ نه تر ۱۹۴۵ م ) کې جوړه کړه. د چرچل له خوا جوړې شوې نښې کې د لاس ورغوې بهر خوا ته او درې نورې […]

د هنډ نښې

د پېښور نه ۸۰ کلوميټر ختيځ کې د اباسين پر ښي لاس، د “هنډ” د دريو زرو کالو راهسې د افغانستان نه هند خوا ته د ورتلونکو په لار پروت و. دا د اټک کلا نه ۱۵ کلوميټر بره خوا ته او د سيند هغې برخې په غاړه دی چې اوبه پکې لږ او پورې […]