څوک نه پوهيږي چې زمونږ ټولو په سفري بکسونوکی ايښي شيان به د چا پکاريدل که نه؟ مونږ سره ملوبهرنيانوبه د افغانستان دهرښارکی سوغاتونه اخستل اوهدف يې داسې شې وچې بل چا سره نه وي. يوې ميرمنې لوې تمبل (چمبه) په لاس کی نيولې و، بلې د ټيم جوړ شوې صندوق اودريم تاو شوې نمده (ليمڅه) په ترخ کی وهلې وه. د خواږوډبي، د ټيمو جوړ وړه لارۍ ، قراقل، پکول، د کروت د زدولو د خاوروخانک، دخامک کميس، د لاجوردوکاسه اوداسې نور.
خو دا سوغاتونه څومره ارزښت لري؟
د يو کورد المارۍ، ميز اود طاقچې نه بل ته کډه کوي، دوړې او گرده پرې راټوله شي. بيا هغه انسانان ختم شي اوسوغاتونه ترې پاتې وي. خپلوان پرې جنگ کوي، ” دا زما ده، دا ستا نه ده” خلک د يو بل نه مرورشي خويو وخت يا يې په کباړخرڅ کړي او يا ……. دا هم د انسان په شان خاورې شي.
دا کیسه په فروري ۲۰۱۳م کې په لومړي ځل په دغه پاڼه خپره شوه.
صفيه حليم