په نړۍ کې لږ کسان داسې دي چې پخپله يې هيڅ نه وي ليکلي خوهغه علم چې دوي لرلود شهرت سره د نړۍ هرگوټ ته رسيدلې وي. په دې کې يونوم د سقراط دې. ده پخپل ژوند کې د ليکلوهڅه هم نه وه کړې. دده علم دده شاگرافلاطون په ليکنو کې نوروته ورسيدوچې د يوډايلاگ (مکالمې) په شکل کې دي.
سقراط په داسې وخت کې ژوند کوو چې د نړۍ په اړه ډيرې خبرې لا نه وې کشف شوې. پخپله د کايناتو په اړه څوک نه وخبر چې زمکه، ستوري، سپوږمۍ او لمرد يو بل سره څه تړاو لري. د انساني وجود، چاپيريال، نباتات او دملکونو په اړه خلکولږ معلومات لرل. څوک خبرنه و چې زمکه په څه شکل وه، په دې کې څومره سمندورونه و، قامونه اوژبې ويل کيدې.
سقراط په ۴۷۰ ق-م کې وزيږيدو او په ۳۹۹ ق-م کې ووژل شو. د اتن ښار لومړې فلسفي په داسې وخت کې ژوند کوو چې ددې ښارطلاي دوره گنل کيږي. دده نه وړاندې ځينوفلسفيانود يو بل سره اختلاف لرلو. هرچاخپله ډنگوله اود بل مفکورې ته به يې بد ويل. خلک حيرانه و چې د چا خبره وومني اوڅوک ريښتيا واي. سقراط په دريو پوښتنو د فلسفې بڼه واړوله. ښه څه دي؟ سم څه دي؟ او انصاف څه وي؟
سقراط سره پخپله هم ددې پوښتنو ځواب نه و.
دده فکر انقلابي واودده د فلسفې يو مهم ټکې دا و چې هيڅوک په پوهه غلط کار نه کوي. که بيا هم څوک غلط کارکوي نوښاي د هغه کارپه اړه علم نه لري او دعلم نه لرل پخپله يو غلط کار دې. د سقراط مطلب دا وچې ښه والې د علم پورې تړلې دې او د يو جاهل کس نه د ښو توقع نشي کيدې. يوه بله پوښتنه يې د زړه ورتوب په اړه وه . که ميړانه د برداشت نوم وي نو بيا مټکوراو بې شرمه خلک خو هم برداشت لري، ايا دوي ميړني وي؟
سقراط کله چې د يونان د اسطورواو پخپله د ډيموکراسي په اړه پوښتنې پيل کړې، نود وخت حاکمان پرې انديښمن شول. دې يې د خلکو زهنونو په خرابولواوپه کفرتورن کړو او ورته يې وويل چې بخښنه دې وغواړي او يا بياځان له دې پخپله يوه سزا وټاکي. سقراط ډيربې وزله ژوند تيروو اودرې زامن يې لرل. حکومت ته يې وويل چې دې د ايتنز خواخوږې و نو ځکه دمعاش اوترعمره مفته ډوډۍ دې ورته ورکړې شي.
چارواکودې په زندان کې واچوو اود مرگ سزا يې ورته ورکړه.
په هغو ورځو کې يوزهرژن بوټي ” هيملاک” اوبه راويستل کيدې. ده ته يې امر وکړو چې ددې بوټي نه دې پخپله اوبه راوباسي اوڅښي. تر ورستيو شيبو، دده کورنۍ او تر ټولوزيات دده شاگرد افلاطون ورته زارۍ وکړې چې د خپل جرم بخښنه دې وغواړي خو سقراط وونه منل او زهريې وڅښل.