سټوپا يا توپ

 

دنولسمې ميلادي پيړۍ په سرکی کله چې انگريزپوځيانو په پنجاب کی اړولې (سرچپه) کاسی په څيرجوړښت وليدو نودا يې د مصر د اهرام غوندې مقبره وگڼله. د پنجاب په مانکيال کی داسی ودانۍ په لوړوځايونو کی جوړې وې. د۱۸۳۰ م په لسيزې کی په افغانستان کی په لومړي ځل د المان ، هونيبرگراو د انگلستان چارلس ميسن د لرغونو اثارو په لټون شول نو داسی ودانۍ يې وپلټلې چې ځاي خلکو به ورته توپ يا ټوپ ويل.

په سانسکرت ژبې کی د خاوری يا بل مواد نه ډيرۍ جوړولو ته ” سټوپ” واي. ياني دا فعل دې. د هند په لويه وچه کی کله چې انسانانو د مړي د پاڅه د خاورو اړولو اويوې غونډۍ شکل ورکولو په کار لاس پوری کړو نوښاي دا لومړی توپ و. وروسته د خاورو په ځاې د تيږواود پخو خښتونه دتوپ جوړول رواج وموندلو.

د نيمې کری شکل ودانۍ او په منځ کی يې د اوسپنې يوسيخ اودرول د زمکې د مرکز سره د تړاو يوه نښه وه. د هغه وخت په عقيده دی سيخ د زمکې نه ټول ځواک راټولوو او دهر ژوي په زيږولو کی يې مهم رول لوبوو. د انگلستان نامتولرغون پوهه، اليگزانډر کننگهم د هند په لربرکی له پلټنو وروسته وليکل،” توپ د پالي ژبې تورې دې. د ” توپو” تورې د هغه قبرلپاره کاريدو چې په غونډۍ به جوړو.”

په يو څو پيړيوکی د غونډۍ دقبر دا جوړښت په اوسني سټوپا واوختو. د هند په مرکز کی د سانچي لرغونې سټوپا ددی يوه بيلگه ده. ددی جوړښت څلور برخې لري، چې يوه يې د اساس يا د بنياد څلورگوټيزه دکانچه ( پليټ فارم) دويمه، ددی د پاسه گول مناره، دريمه، د منارې د پاسه د تبرک د ايښودو خانه او څلورمه ددی په سرکې تاج يا غمې چې د يوتاويز په شکل جوړ وي. د بوداي دين د خپراوي سره د سټوپو د جوړولوکار د هند له خاورې نورو ځايونو ته کډه وکړه. هلته د کری يا د دايرې شکل مقدس وگڼل شو. اشوکا دا د خپل ملي سمبول په توگه غوره کړو. څلوردايرې د انساني ژوند د تکميل نښه وه.

په هغو ملکونوکی چې بوداي دين منونکي پکی زيات دي يا دا د هغه هيواد سرکاري مذهب دی، د سټوپا شکل او ددی نومونه هم پکی توپيرلري. په سري لنکا کی دا ” دگوبا” نوميږي او په ماينمار(برما) کی ورته ” پايه” واي. په تهايلينډ کی “چهيډي”او په لاوس کی ” تهټ” نوميږي. د سټوپاد جوړښت نه په الهام، په چين جاپان او کوريا کی د ” پگوډا” جوړول پيل شول چې بوداي عبادت ځاې گڼلې شي. اوس په ټولې نړۍ کی سټوپا ددی دين د منونکو لپاره روحاني سمبول دی چې مانا يې د ژوند څرخ وي.

په افغانستان کی دبوداي دين منونکوبه په سټوپاکی د بودايوتبرک (غاښ، نوک يا هډوکې) کيښودو چې د تبت يا د هند راهبانو به له ځانه سره وړی و. ددی منونکو به زيات وخت د سټوپا سره يوخانقاه هم جوړوله او کله کله د زيارت کوونکو شميره به دومره ډيره وه چې په يوې سيمې کی څو سټوپې جوړيدې. په ننگرهارکی هډه ددی يوه بيلگه وه.

د وردگو د ټوپ دښتې هم له دی جوړښت خپل نوم اخستې دی او په بلخ کی هم د ټوپ غونډۍ شته . د ټوپ د شکل نه ښاي د ټوپۍ توری راوتلي وي چې په پښتوکی د خولۍ لپاره هم کاريږي. د ټوپۍ په نوم په پښتونخوا صوابۍ کی يوه ولسوالي ده چې ممکن يو وخت پکې سټوپا جوړه وه.
صفيه حليم

Stupa pic

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *