هندي
د نړۍ ترټولو لرغونې جنتري د آريايانوله وخته رواج شوې وه. دې ته بکرما ( وکرما) جنتري هم واي او ۵۶ ق. م نه پيل کيږي. دا دهوا او د موسم سره تړاو لري اود هند د ويش نه وړاندې په پښتونخوا کې هم خلکو دا نومونه کارول.
ددې نهه مياشتې د ديرشو ورځو، يوه مياشت د ۳۱ ورځو او دوه مياشتې يې ۳۲ ورځو وي. دا جنتري دولس مياشتې لري.
لومړۍ مياشت چيترنوميږي، ويساک، جيت، هاړ، ساون، بهادون ( بادرو) اسوج، کتک، مگهر، پوه، ماگهه، پهاگن.
دا ډيره ساده جنتري ده او د کروند گرو لپاره به ډيره گټه وره وه. د هند سندرې، شاعري، ادب، سياست او دين کې ددې مياشتو دنومونو ډيره ونډه ده او هره مياشت يې يوه لمانځنه لري.
عيسوي يا ميلادي
دا جنتري د روم کاتوليک مسيحيانوله خوا د شپاړسمې پيړۍ په پاې کې جوړه شوه. د پيل نيټه د عيسا پيغمبر د مصلوب کيدوکال و، سره له دې چې هغه نيټه چا ته نه وه څرگنده. ددې کال دولس مياشتې لري چې اوو يې ۳۱ ورځې، څلور يې ۳۰ او يوه يې ۲۸ورځې لري. هرڅلورکاله وروستود فروري په مياشت کې يوه ورځ اضافه کيږي چې کال د ۳۶۵ ورځو شي. ددې د مياشتونومونه داسې دي. جنوري يې لومړۍ، فروري، مارچ، اپريل، مې، جون، جولاي، آگسټ، سيپټامبر، اوکټوبر، نومبر اووروستۍ مياشت يې ډسمبروي. په انگريزي کې دا جنتري “گريگورين کلينډر” نوميږي. دا جنتري شا ته هم نيټې لري اود ق.م (قبل الميلاد) نښه ورته کاريږي. يوه بيلگه يې داسې ده. اسکندر مقددوني په ۳۲۹ ق م کې د افغانستان په خاوره تيرې وکړو. اشوکا د ۳۰۴ ق م نه تر ۲۳۲ ق م پورې د هند او د افغانستان د ختيځو سيمو باچا و.
هجري قمري
دا اسلامي جنتري ده چې د اسلام د پيغمبرمحمد صلې الله عليه وسلم دمکې نه مدينې ته د هجرت د ورځې نه پيل شوه چې د ۶۲۲ ميلادي کال سره سمون خوري. ددې کال ۲۵۴ يا ۲۵۵ ورځې وي ځکه مياشتې يې د سپوږمۍ په حساب کله د ۲۹ او کله د ۳۰ ورځو وي. دا جنتري هم دولس مياشتې او خپل نومونه لري چې پښتو متبادل نومونه يې تراوسه په کلو بانډو کې کاريږي.
ددې لومړۍ مياشت محرم- اشوره يا د امامانو مياشت نوميږي. صفر- چوري، ربيع الاول- بارافات، ربيع الثاني- لومړۍ خور، جمادي اولا- دويمه خور، جمادي الثاني- دريمه خور، رجب- زبرگه مياشت، شعبان- شوقدر، رمضان- روژه، شوال- وړوکې اختر، ذوالقعد- ميانه يا خالي او ورستۍ مياشت زوالحج- د حج مياشت نوميږي.
دا هغه جنتري ده چې په اسمان کې د دولسو برجونو او د لمر د سياروسره تړلې ده. ددې هره مياشت دديرشوورځو وې خو په سپرلي کې پينځه يا شپږ ورځې زياتې لري. د پارس خلک دا زرگونو کاله پخوانۍ گڼي خو اوس دا جنتري هم د ميلادي کال ۶۲۲ نه پيل کيږي.
په افغانستان کې دا جنتري په ۱۹۵۷ م کې رسمي شوه اوکه څه هم نيټې يې د ايراني جنتري سره سمون خوري، د مياشتو نومونه يې توپير لري. د کال لومړۍ مياشت په سپرلي کې وي او وری نوميږي، غويې، غبرگولي، چنگاښ، زمرې، وږې، تله، لړم، ليندۍ، مرغومې، سلواغه او کب ددې وروستۍ مياشت وي.
دوخت د کچ لپاره په نورو ملکونو کې خپلې جنترۍ دي. چين، اسرايل، ايتهوپيا او تهايلينډ دخپل دين په بنسټ پخوانۍ جنترۍ لري او د مذهبي ورځو لپاره يې کاروي. په يويشتمې پيړۍ کې د کمپيوټر له کبله اروپاي جنتري اوس خلک زيات کاروي.
صفيه حليم
په سلامونو او نیکو هیلو مو ددی ویب پاڼی به کوړولو سره هر کلی کوم.
کله چی می د بی بی سی له ویب پاڼی څخه ددی نوی او پښتو ویب پاڼی وخپریدو خبر پخپل فیسبوک کی تر سترګو شو نو یو ډیر ښه احساس می وکړ، هغه دا په بوه شوم چی، تر څو چی یو پښتون په دی نړی کی پاتی وی پښتو ژبه به ژوندی وی.
ستاسو ددی لوی خدمت څخه نړی نړی مننه،
توفیق نیازی له کابله
May I request for the name of the Calender which is used in Afghanistan and Iran (with different names of months) and the months are named mostly on the names of the animals. Thanks and Regards