د مينې يوه ورځ

په ۲۷۰ م کې د روم يو پادري ويلنټاين نوميدو او هغه وخت مسيحيان به د واکمنو له خوا دير زورول کيده.   په روم کې پوځيانو به واده نشو کولې اوويلنټاين د داسې پوځي ځوانانو ودونه په پټه کول. يو وخت دې ونيول شو او په زندان کې يې واچوو. د جيل د مشرداروغه ” آسټيريس” لور په سترگو نابينا وه او داسې ويل کيږي چې ويلنټاين په يوه معجزه د هغې جينۍ سترگې روغې کړې. په دې د هغې جينۍ ټول ټبر مسيحيت دين ومنلوخو ويلنټاين د باچا له خوا بندي و او دده سزا يې نشوه اړولې. دې د نورو بنديانو په شان په ميدان کې غرغره کړو. واي چې کله دې د زندان نه وړل کيدو نو په يو کاغذ يې دا جمله د داروغه لور ته وليکه، ” ستا د ويلنټاين له خوا”

په څو کلونو کې د روم بې شميره مسيحيان په لوې لاس قتل او ددوي د پادريانو په اړه ليکلي معلومات ورک شول. يوې پيړۍ وروستو د ويلنټاين افسانه يو پادري بيان کړه او په ورپسې کلونو کې اروپا کې خپره شوه. د مسيحي جنتري د جوړيدو سره د فروري څوارلسمه نيټه د ويلنټاين پادري د ژوند د نمانځنې لپاره وټاکل شوه. دده سره تړلې افسانه هيڅ حقيقت هم نه لري او نه چا سره شواهد و چې ويلنټاين کيسه څومره ريښتيا ده.

د نولسمې پيړۍ د صنعتي انقلاب سره د چا هغه افسانې ته پام شو. د فروري په ۱۴ نيټه يې په يوکارټ هم هغه جمله، ” ستا د ويلنټاين له خوا” وليکله او خپلې معشوقې ته يې واستوو. بيا د کارټونوبازار تود شواودا يو کاروباروگرځيدو.

د ويلنټاين د ورځې يوشرط دا و چې عاشق به په کارټ خپل نوم نه ليکي اومعشوق به يې پخپله معلوموي چې څوک پرې مئين دي. خود تيرو څو کلونو راهيسې کارټونو نه علاوه، رنگا رنگ نور شيان چې ورباندې زړه او غشي جوړوي، بازارته راووځي او خلک يې په ډاگه نورو ته ورکوي
صفيه حليم

.

د پښتو يوه لنډۍ ده

مينه د زړه، ليدل د سترگو

لاس اچول به د کم اصلو خلکو وينه

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *