زه د ښار په يو پرايويټ سکول کې معلمه يم او دلته زيات ماشومان د مړو کورنيو نه دي. خو ځينې داسې دي چې کله يې زه د چوټۍ په وخت د پلار يا مور سره وينم نو پوهيږم چې ډيرې پيسې به نه لري.
زما د نهم صنف شاگردانو کې کله کله د مضمون ليکلو سيالي شي او په ښه مضمون دوي ته د خپل جيب نه يو قلم يا کتاب په انعام کې ورکوم. د سکول د پرنسپل يو ملگرې د يو اخبار مدير دې اوښه مضمون د جينکو په اجازه په اخبار کې هم خپريږي. يو ځل مې د مضمون ليکلو لپاره موضوع وټاکله، ” غربت”
جينکو ته مې وويل چې که خپله يې د غربت تجربه نه وي نو د مضمون ليکلو نه وړاندې دی د غريبو خپلوانو ، گاونډي ، نوکر، يا خدمت گار ژوند ته وگوري. که امکان وي هغوي سره دې خبرې وکړي يا د هغوي کور ته ولاړ شي چې له نږدې د غريب ژوند وگوري. مضمونونه وليکل شول او هر ماښام به مې څو ترينه ولوستل . ځينې پکی ډير ښه و او هغه مې په يو فايل کې ايښودل چې د چاپ لپاره يې برابر کړم.
يو مضمون مې ولوستو نو احساس راته ووشو چې هغه ليکنه له نورو ډېره فرق وه. مضمون داسې پيل شوې و. ” زما ماشومتوب دېر په غربت کی تېر شوې دې. زه چې وړه ووم نو زمونږ په کور کی هيڅ هم نه و. ما به د ډوډۍ سمه نه خوړله اود پلار سره په په بايسکل سکول ته تلمه. زما مور هم غريبه وه ، هر وختې به يې زما د پلار سره جنگ کوو او د سرو زرو بنگړي به يې ترې غوښتلې.”
چې څومره مې دا مضمون ولوستو هغه هومره مې زړه راډک شو. فکر مې کوو چې دې جينۍ د ژوند تودې سړې ليدلي دي . ورپسې څو پيراگراف د هغو شيانو نومونه و چې ددوي په کور کې نه و خو د اخستو ارمان يې لرلو. د مور او د پلار د جنگونو خبره يې بيا بيا ليکلې وه.
خو د مضمون وروستيو جملو زه هيښ کړم. ليکلي و ” زمونږ د غربت حال دا و چې په ټيلويژن مو هره ورځ يو چينل ليدو. يوه شپه په تکه توره تياره کی ټېليويژن ته ناست و . ما سوچ کوو چې که په ټېليويژن هم دغه يو چينل هره شپه گورو نو بيا ددې په ريموټ کنټرول د لسو بټنو څه ضرورت چې کار يې نه کوو. ما نه به د غريبۍ هغه شپه چرې هيره نشي.
صفيه حليم
“
you are my favourite writer even when I was a very small child. I was listening to your programs from BBC Pashto Service. And now this is a pleasure for me that I am reading all this in your Website.
يوازې خدای ښه دي
دخپل ژوند یوه لنډه کیسه
یو شمیر خلک چې کله یې د ورور سره کومه هسکه ټیټه شي نو بیا دا وايي چې کاشکي لدې ورور نه مې چې ورور نه وی ښه به وو خو زه بیا دا خبره نه منم ځکه چي زه د مور او پلار یو زوی يم زه تل خپلو ملګرو اوخپل ځان سره داوایم چې کاشکي یو ورور مې درلودی زه چې کله ماشوم وم ډیرمې له درس سره علاقه درلوده خپل پلار تل دې ته هڅولم چې درس ووایه ډیر کوشش یې راسره کاوه خو ماهم په ډیره مینه درس ویلو کله چې په مکتب کې په شپږم ټولګي وم زما پلار د غریبی دپاره ګاونډي هیواد ایران ته دمزدوری لپاره تللی وو ماورته زما دیو کلیوال په لاس لیک واستوه کله چي هغه لیک ورته رسیدلی وو ډیر خوشهاله شوي وو هغه زما لیک زما کلیوالو اوخپل ملګرته ښودلی وو خپلو ملګروته یې دا خبره کړې وه چې په راتلونکي کې به زما زوی یو څه جوړیږي ډیر ښکلی لیک یې دی خو چې زه کله اووم ټولګي ته لاړم په اووم ټولګي کې چهارنیما هه امتحانونو ته کمې ورځې پاتې وې چې ناڅاپه زمویږ کلي ته موټر راغی زه په خپل کور کې دخپلو خویندو اومور سره ډيرپریشانه ناست وم خپلو خویندو اومور ته مې دا خبره وکه چې څه خبره ده چي دومره پریشانه يې مور مې په ژړغوني غږ وویل څه خبره نشته دا چې زما مور خبره وه چې زما پلا ر وفات شوي دموټر اواز شو دکور نه بهر ووتم چې ګورم دموټر شا او خوا زما ډیر کلیوال راټول شوي وو خو چې کله مې وکتل دری داسي کسان مې ولیدل چې هغه په کلي کې نه وو چې په هغې کې زما دکاکا زوی جاوید جان هم وو ډير ور خطا شوم دخلکو نه پوښتنه کوم چي دا څوک وفات شوي هیڅوک راته نه وايي چې څوک دي تابوت خلکو په اوږه زمویږ دزاړه کور خواته روان کړ خوزه بیاهم نه پوهېدم چي څوک دي کله چې زمویږ په زاړه کور کې تابوت کېښود نوبیا زه پوه شوم چي داخو زما پلا ر دی زه اوزما کورني و رته هر وخت دعاګانې کوو خدای دجنت ورته په نصیب کړي وروسته زه د کور سرپرست شوم يوه مور او دری خوندې راپاتې شوې مور مې هر وخت یې دا هڅه کوله چې کوژده راته وکړي خو ما ورسره نه منله دری کاله وروسته یې راته کوژده وکړه وروسته بیا دډيرو اقتصادي مشکلاتو سره مخ شوم دخپلې کورنۍ دمشکل او دا چې زما کورنۍ چاته مهتاجه نشي نو تر لسم ټولګي پورې مې درسونه وویل ورسته بیا درس پاتې شو تر دې نن ورځې ډیره هڅه کوم چې پاتې زده کړې سر ته ورسوم خو په هیڅ ډول نشم توانیدلای چې زده کړې وکړم. محمد يعقوب ((واحدي))