سانسکرت د ژبو مور

د نولسمې ميلادي پيړۍ په ورستيو کې يو انگريز ژبپوه ويليم جونز په کلکتې کې خپل ليکچر کې وويل سانسکرت ، ” د يوناني ژبی نه زياته مکمله ( پورا) د لاطيني نه زياته پراخه او ددی دواړو نه زيات په لطافت سوچه کړی شوی ده. خوبيا هم ددی دواړو ( ژبو) سره کلک تړاو لري ، چې د فعل په بيخ او هم د گرامر په جوړښت کی موندل کيږي.”
ويليم جونز لپاره دا په زړه پورې وه چې په سانسکرت کې “پتا” يوناني “پاتر” او انگرېزي “فادر” يو بل ته ورته دي. هم دغسی د مور لپاره ماتا د يوناني ميتر او د انگرېزي مدر يواصل لري. تر ټولو حيرانونکې توری ” اسوا” يعني ” اس” دليتهوا نيا په ژبه کی هم ” اسوا” تلفظ کيدو.
د وليم جونز دا اصل يا د ژبو مور، د هندي اروپاي په نوم ونوموله .
خو دا لومړې ځل نه و چې جونز د ژبو تر منځ دا اړيکی وليدی. د شپاړسمې پيړۍ راهيسې هند ته ورتلونکو مسيحي مبلغينو هم دا ورته والی ليدو او د هاليند او د امريکې ژبپوهانو هم په اوولسمې پيړۍ کی ورباندې څه نا څه کار کړې و.
د سانسکرت گرامر په څلورمی ق.م پيړۍ کی شنکر اچاريه پانيني وليکلو، چې داباسين سره نږدې د صوابۍ په وړوکی لاهور کی زېږيدلی او په تاکشاشيلا ( ټيکسلا) پوهنتون کی استاد و. هغه په لومړي ځل دا پيژندلي و چې د يوې ژبې الفاظ د خپل اصلي ريښې نه د بدلون اود گردان د لارې جوړيږي. اوسني ژبپوهان دی ته د الفاظ غږ ( صوت) يا مورفيم جوړښت واي. پانيني په سانسکرت ژبې کی د داسې دوو زرو الفاظو اصلي ريښې په گوته کوي او د دوو ټکو د يوځاې کولو لپاره يې اصول جوړ کړل. ددی نه علاوه هغه څلور زره داسې بليغي يا جامع کليمې ( لکه د متلونو په څير) وليکلې چې پکې د سانسکرت ژبې د سمې کارونې اصول په گوته کوي.
د دومره ډېرو کليمو بيلگې ناممکنه کار دې خو په هند کی د سانسکرت ژبې زدکړه په هم دی ډول کيږي. د پانيني په گرامر کی مونږ د افغانستان د ژبو او د سيمو څرک هم وينو. دا چې د يو توري نه بل څنگه جوړيږي، هغه يې بيلگه ورکوي، کاپيشا ( کاپيسا) د ځاې نوم دې، نو دلته جوړونکي شيان به “کاپيشي” د توري سره معرفي کيږي، لکه کاپيشي مدهور( د کاپيشي شراب).
هم دغه اصول په پښتو ژبه کی داسی دي، ” پيښور، پيښوري کباب، پيښوري څپلۍ او داسې نور.” د ټولو نه په زړه پورې خبره دا ده چې د سانسکرت په دغه اتو څپرکو چې پانيني وليکل اوس دوه نيم زره کاله اوړيدلي دي خو په هند او نورو ځايونو کې پرې څيړنې روانې دي.
صفيه حليم

1 Comment

Add a Comment
  1. da Afghanistan da Pakhto ustaaz Allama Abdul-hai Habibi hum pe khpalo likano k da Painini da kitaab hawala werkawee aw waayee che da pakhto takki pe k lidal kaigee…

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *