ويد په سانسکرت ژبې کې علم يا معلومات ته واي. دا د زاړه سانسکرت ژبې هغه په زرگونو بېتونه دي چې په هند کې د لرغونو زمانو راهيسې برهمنانو زمزمه کول او ځيني يې وروستو و ليکل شول. ددوي په عقيده دا د خدايانو سندرې وې چې سپيڅلو انسانانو واوريدې اونورو ته يې وروښودلې.
ويدونه په څلورو برخو ويشل شوي دي چې ” سمهيتا” نوميږي. يو يې ريگ ويدا، دويم يې ياجور ويدا، دريم يې سمه ويدا او څلورمه يې اتهرا ويدا نوميږي. لومړۍ درې برخې يې د قربانۍ مضمون لري او په وروستۍ کې منترونه دي. دا سندرې تر ډيرې مودې شفاهي يا زباني د يو نسل نه بل ته ويل کيدې او د هندوانو يواځې لوړې طبقې يا برهمن ميراث و. شاو خوا دوه زره کاله کيږي چې دا د ونو په پاڼو وليکل شول. وروستو د هغو پاڼو نه دا په کاغذ کاپي شول . د رگ وېدا تر ټولو زړه بيلگه د ۱۳۶۲ ميلادي کال ليکنه په کلکته کی د اېشياي ټولنې په کتابتون کی ايښې ده.
صفيه حليم