چارسده يا پشکلاوتي

د پيښور شمال ختيځ کی ديرش کلوميټر په واټن دچارسدې ښار دې. د دريو سيندونو، کابل، سوات او جيندي په غاړو اباد دا سيمه د لرغونو وختونو راهيسې يوه ښيرازه سيمه وه. درې واړه سيندونه وروسته د اباسين سره گډ شي. په لاره تيريدونکو مساپرو به دشيخانو ډيرۍ کې کنډوالې ليدلې چې ځاې خلکود “حصار”په نوم پيژندلو. د ۱۹۰۲ او ۳ په سپرلي کی نامتولرغون پوهه سرجان مارشل دلته کنستون وکړو. د سيکو او لوښو نه علاوه دلته د ياقوت (ايميتسټ) په ډبره کنده شوي گاڼې يې وموندلې.
charsadda
“شيخانو ډيرۍ”
په ۱۹۵۸ م کی ديو انگريزلرغون پوهه ايس-ايم وهيلر تر څارنې لاندې په حصارکې کنستون وشواو د ۱۲۰۰ ق.م د وختونودخاورو(خټو) د لوښو ټوټې پکې وموندل شوې. په ځينو ديوالونو پخې خښتې لگيدلې وې اودکوټو نښې يې څرگندولې. په دې کلاگانوکې د هخاميني دوری اثارو چې داوسپنی د جوړولونښې يې لرلې. دلته د خاورولوښي جوړيدل چې په اورکی پاخه او د پاسه پری نقاشي شوی وه. داسی لوښي په پيښور، سوات او دير کی هم موندل شوي دي چې ښاي هغه وخت د پشکلا وتي يو مهم صنعت و. دا بالا حصار هم هغه وخت جوړ شوی و کله چې د ” بهير او د ټيکسلا ” او په بنوکی د ” اکره” کلا جوړه وه. دميلاد نه شپږ پيړۍ وړاندې پشکلا وتي دگندهارا لومړې پلاز مينه وه. يوناني مورخ بطليموس ددی سيمې سرحد د ( سواستين ) سوات د سيند پوری ښاي. دا د تجارت سره سره يو سياسي اومذهبي مرکزواوښاي دلويديځ نه ورتلونکو يرغل گرو لپاره ددی تر لاسه کول مهم شول. په يوناني ژبه کی دا ښار “پيوکيلاس”، او “پيوکيلاوټيس” په نوم ياد شوی دی.

د اسکندر مقدوني د حملې پر وخت ( ۳۲۷ ق.م) دپشکلاوتي يو مشر ” استيز”د يوناني لښکرو سره جنگ ته ودريدواوکلايې د يوناني پوځ له خوامحاصره شوه. دده يوحريف ” سنجايا ” نوميدو چې ديوناني پوځ سره يې مرسته وکړه او استيز ووژل شو. يوه بله کيسه داسې ده چې د پشکلا وتي محاصره وغزيده نواستيز په دی شرط سلامي کيدو ته راضي شوچې اسکندر ته به ددی ښار واک پخپل لاس ورکوي. هم دا وه چې اسکندرد اباسين له ” هنډ ” ښار نه پشکلا وتي ته راغلواو استيز ورته سلامي شو. بيا ددی ښار واک د هغه سيال ” سنجايا ” ته ورکړی شو. دی سيمې ته ” اشنغر” هم واي چې د “استيز” ښاريو وران شوې تورې دې.

دا چې پشکلاوتي ولې دومره مهمه وه نو داد پيښورنه وړاندې دهند او مرکزي ايشيا تر منځ د تجارت پر لاره پروت و. لرغوني ښارونه به تل د سيند پر غاړو اباديدل او هغه وخت پيښور سره نږدې يود باړی سيندوچې هرکال په اوړي کی به پکی سيلابونه او خوړونه راختل. دويم د کابل سيند و چې ورسک نه تيريږي او د پيښور له ښاره ليرې و. پشکلا وتي په اصل کی دوه ښارونه و چې يوه يې بالا حصار او دويم يې د شيخانو ډيرۍ و. دواړه د جيندي پرغاړه دي. جيندې د سوات د سيند يوه څانگه ده او يوه ځانگړتيا يې دا وه چې ددې اوبه په کوم ځايونوکې ډنډ شوی نوهلته به د برسنډې گلونه راشنه شول. اوس هغه هومره ډنډونه پکې نشته خوپه ځينو ډنډونوکی دا گل راټوکيږي او ددی جرړې خلک پخوي. په سانسکرت ژبې کی د برسنډې گل ته پشکارا يا پشکالا واي. د وتي تورې د ځاې يا ښار لپاره کاريږي. د برسنډې گل په بوداي دين کی يو سپيڅلې سمبول دې.

دشيخانو ډيرۍ د کنډوالو نه د اشوکا د زمانې يوه سټوپا هم رابرسيره شوه چې نامتو چيناي راهب خوان زانگ په ۶۳۰ ميلادي کال کې ليدلې وه. خوان زانگ دا ټوله سيمه د پولوشا په نوم ياده کړې ده چې پخوا باور کيدو د پيښور نوم و. دسټوپا چاپيره دوه نيم ميله ساحه کې نورې ودانۍ هم وې. په ختيځ کې يو برهمني عبادت ځاې او په شمال کې يوه خانقاه وه. د بودايانو دا عقيده وه چې بودا د خپل دين تبليغ دلته کوو. خوان زانگ واي چې هغه سټوپاد بودا له خوا د خپلو سترگو د ډالۍ کولو په وياړ جوړه شوی وه چې زيارت لپاره به يې هرکال په زرگونو خلک ورتلل.

په شيخانو ډيرۍ کی ډاکټر احمد حسن داني د ۱۹۶۲ م نه تر ۶۳ م پوری کنستون وکړواود ۱۵ کلوميټر په ساحه کی دوه هخاميني، اته يوناني، وولس ساکاي-پارتي، ۴۴ کوشان- ۴ هندو شاهي او يوه د اسلامي دورې دودانيوکنډوالې وموندل شوې. په ۱۹۹۳ م کی د پيښور پوهنتون دلرغونو اثار و د څانگې له خوا دلته نورې پلټنې وشوې اونوي معلومات يې تر لاسه کړل. دلته داسې نښې وموندل شوې چې ښاي دا ښاريو ځل د ورانيدو نه وروسته بيا اباد شو. دويم پشکلا وتي ښار د ميناندر باچا له خوا ( دويم ق. م پيړۍ ) جوړ شوچې هم هغسی يوناني جوړښتونه يې لرل. د هندوانو د رامايانه په مذهبي داستان کی واي چې د راني کيکۍ زوې او د رام کشر ورور بهرت ( بهارت) دوه زامن و چې يو يې تاکشا او بل يې پشکلانوميدو. بهرت د خپلو زامنو په نومونودوه ښارونه اباد کړل چې ېو تاکشاشيلا ( ټيکسلا) او بل پشکلا وتي شول.

د صوبه خيبر پښتونخوا د لرغونو اثاروحکومتي څانگې په ۲۰۰۱ م کې په” غني ډيرۍ ” کی د پشکلاوتي ميوزيم” په جوړولو لاس پوری کړ. دا ميوزيم د رزړو چارسدی د ښار نه ۴ کلوميټر شمال ختيځ کی دتخت بهۍ په لويه لار جوړ شوی دی اويو کتابتون اوهال هم لري.

پوښتنه دا ده چې پشکلا وتي څه وخت په چارسده ياده شوه او ولې؟ يوه توضيح دا ورکړې کيږي چې ” سدهارته” د هغه شهزاده نوم و چې وروسته د بوداي دين بن سټ ايښونکې شو او دگوتم بودهه په نوم وپيژندل شو. سدهه په سانسکرت کې عقل او پرهې ته واي. د ميلاد نه وړاندې د پشکلا وتي په يوبوداي علمي مرکز کې څلوراستادان و او ددوي په وياړ دا ځاې ” چارسدها” او وروسته ” چار سده شو. خو دا يوه اندازه ده او نورې پلټنې پرې پکار دي.

سرچينې

۱. ثقافت سرحد- تاريخ کې آينې مين. قاري جاويد اقبال. لوک ورثه اسلام اباد. ۲۰۰۱ م ۲۴۷ مخ

۲. نسکورې ډيرۍ. گوهر رحمان گوهر. د بي بي سي پښتو چانگې چاپ پيښور.

۳. د ويکيپيډيا ويب پاڼې. انټرنيټ

 

 

 

 
صفيه حليم

2 Comments

Add a Comment
  1. ډير محترم خورکى او زمونږه فخر …الله دى دلوى ژوند برخواله کړه …ستاسې معلوماتى او تاريخ ليکنى مو ډير خوش شول ..او خوشيژي …محترم دي نسکوري ډير په هکله يو محترم ليک کړي وو …يعنى پدي کتاب کې هغه تاريخى نومونه يې په يو ژبه کې معنى کړي ول …چى کوم دهغه ژپه وه ….بيا ماته راکړي وه چى تاسې دا دپيښور يونيورستى پښتو اکډمى رسالي ته ورکړي ترڅو په پښتو مجله کې چاپ شى ….خو دخدائ کړه وه په هغه بل ورځ يو قدرتى افته لخ مخې هغه شهيدشو او ….چى هغه ليکنه تراوسه ماسره پروت دي ….ماويل چى گوهر صيب ته څنگه ورسو کتاب ليکوال

    1. تاسو خپل فون نمبر راکړئ نو ګوهر صیب ته به يې ورسوو چې درسره رابطه وکړي. مننه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *