د څلورمې ميلادي پيړۍ په نيماي کې دا سيمې د مرکزي ايشيا د کوچيانو تر بريدونو لاندې و چې په گډه يفتليان يا په انگريزي کې ” هن” نوميږي.
دکوچيانو لومړۍ څپه د خاقان خلکو وه چې په ۳۵۰ م کې راپيدا شول. دوي پسې ديرش يا څلويښت کاله وروستو کيداريان راغلل. د پينځمې پيړۍ په سر کې يفتليان راښکاره شول.
ددې دريو واړو ترمنځ د نسلي يو والي په اړه د مورخين ويشلي دي. د جاپان اينوکي په ۱۹۵۵م کې ليکي چې يفتليان د بدخشان خلک و. خو زيات پوهان په دې نظر دي چې دوي ترکان واو ور سره د نورو نژادونو ډلې هم ملې وې چې خپلې ژبې يې ويلې او په دوي کې د پارس خلک هم و. پورکوپايس پخپل کتاب ” د شپږمې پيړۍ جنگونه” کې ليکلي دي، ” که څه هم يفتليان ” هن” و خو هغه هن چې مونږ يې پيژنو، ورسره هيڅ مشابهت نه لري. دوي د نورو هن خلکو په څير کوچيان نه دي. په هن خلکو کې يفتليان يواځينې ډله ده چې د پوست رنگ يې سپين دې او بدرنگه نه دي. دوي د خپلو نورو خپلوانو په څير ژوندنه کوي او نه د هغوي په څير وحشي دي. دوي د يو باچا د واک لاندې دي اوخپل يو قانون هم لري. ددې نه علاوه دوي خپل مړي خښوي او کله چې يو سردار يې مړ شي نو د دود له مخې د هغه نږدې ملگري هم ورسره په قبر کې خښوي. ددوي په پرتله خاقان خلکو خپل مړي سيزل.
د پارس په سرچينو کې د يفتليانو زکرپه لومړي ځل په ۴۵۷ م کې ووشو. هغه وخت ساساني باچا فيروز له دوي مرسته غوښتې وه چې خپل ورور د تخت نه ليرې کړي او پخپله پرې کيني. ددوي د مشرانو نومونه تورامانه، مهراکله، خين گله او داسې نور و. خو دا تر اوسه د بحث وړخبره ده چې په دوي کې کوم يو لومړې او نور ورپسې باچاهان و.
يفتليان تر ۵۵۷ م پورې په واک کې و. هغه وخت يو واکمن سين جيبو ( په ترکي سرچينوکې يابغونوميږي) چې د لويديځ ترکستان خاني ورسره وه، د ساساني خسرو اول يا انوشيروان سره اعتلاف وکړو. او د يفتليانو سلطنت يې ويجاړ کړو. ددې په نتيجه کې د لويديځ ترکان د آمو او سيردريا ترمنځ سيمو کې برلاسي شول. د امو سيند په جنوب کې د يفتليانو خاوره لومړې د ساساني واکمنو له خوا په وړو وړو برخو وويشل شوه خو ژر د ترکانو لاس ته ولويدل. ددوي اغيز په ۶۳۰ م کې ترکاپيسا وغزيدو.
د يابغو کورنۍ باچا ” تونگ” نوميدو چې نامتو چيناي راهب خوان زانگ ( هيون څانگ) ته يې د بيلا بيلو ملکونو لپاره د معرفي ليکونه ورکړې و. د ښارتربريده يې ورسره بدرگه سړي هم وراستولي و. دده زوې ” تردوشاد” د تخارستان والي و او خوان زانگ دده ليدو لپاره کندوز ته ولاړو. هلته چې ورسيدو نو تردوشاد وژل شوې و. ددې نه اندازه کيږي چې دترکانو لپاره کندوز د قدرت مرکز و او ددې ځاې نه يې نور افغانستان اداره کوو.
د پي-ايچ-بي-بيکر او ايف. آر. الچين مقاله.
د ضحاک ښار او په افغانستان کې د باميانو د درې تاريخ.
لرغونې هند او د ايران ټرسټ لومړۍ لړۍ.
نړۍ وال بار لړۍ ۵۷۰. ۱۹۹۱ م . مدير ډيوډ. پي. ډيويسن. ۳، ۵
مخونه
صفيه حليم