دچارسدې سره نږدې د عمرزو نه نيم ميل شمال کې دزمکې نه شپيته فټه لوړه يوه غونډۍ د” بي بي سيده ډيرۍ” نوميږي. د شلمې پيړۍ په سرکې يو انگريز لرغون پوهه سر جان مارشل په دې سيمه کې د کيندنو پر وخت يوه بوداي سټوپا رابرسيره کړه. دلته د يوې ښځې مجسمه وموندل شوه چې دگندهارا ځانگړې اسطوره ” هريتا” ديوي وه.
د هندوانوپه مذهبي کيسو کې راغلي دي چې ددوي دوه اسطورې هريتي او ددې ميړه پنچيکا په پشکلا وتي (چارسده) کې زيږيدلې وې اودواړو بوداي دين ومنلو. د هريتي اصل نوم ” کاليکا ” و او دا يوه بده بلا وه چې ماشومان به يې خوړل. د گندهارا په ديو مالاي کيسو (مايتالوجي) کې هريتي پخپله په سوونو ماشومان لرل چې پرې ډيرگران و. هغې ماشومانوته خپلې شيدې ورکولې او ددوي د مړولو لپاره به يې پخپله دانساني ماشومانو وينې څښلې. هغې به ماشومان تښتول او ووبه يې وژل.
په گندهارا کې د بوديزم د راتگ سره په دې کيسه کې يونوې رنگ پيدا شو. دا چې د کوموښځوماشومان چې مړه شوي و، خپل فرياد شاکيامني (بودا) يوړو. هغه ته يې زارۍ وکړې چې ددوي ماشومان دې له دغې بلا نه وژغوري. بودا د هريتي ترټولوکشر زوې “آيجې” راوتښتوواود خپل کچکول لاندې يې پټ کړو. هريتي په ټولې نړۍ کې پخپل زوې پسې لټون وکړواو اخر بودا ته يې د مرستې غږوکړو. هغه ورته وويل چې ددې په سوونو ماشومانوکې د يو په ورکيدو هغه دومره لالهانده وه، نود هغې ښځې به څه حال وي چې يو ماشوم لري او هغه هم ترينه هريتي وخوري.
هريتي ورته په ځواب کې وويل چې بې شکه د هغوميندو غم به ډير وي اوتوبه يې وويسته چې بيا به دا کار نه کوي. بودا د کچکول لاندې نه ددې زوې رابهرکړونو دا خوشاله شوه او ژمنه يې وکړه چې له هغې وروسته به داد ټولو ماشومانو ژغورونکې وي. دا پخپلو کړو پښيمانه شوه او بوداي دين يې خپل کړو. له هغې وروسته به هريتي د ماشومانو دوينوپرځاې انار خوړل اود يوې خونړۍ بلا نه يوه سپيڅلې اسطوره جوړه شوه.
هريتي د بوداي گندهارا هغه اسطوره ده چې د ماشومانو د ژغورونکي په توگه به يې نمانځنه کيده. د وخت په تيريدو ددې کرامات زياتيدل چې د اسانه زيږون، د ماشوم ښه پالنه، د مور او پلار ښه روابط او د کورنۍ د خوندي توب لپاره به ورته نذروړل کيدو. د بودا په څيرد هريتي انځورونه او مجسمې جوړيدو رواج هم زيات شو. ددې يوه بله مجسمه چې پکې پنچيکا هم ښکاري د ” تخت بهۍ” نه موندل شوې وه. د چارسدې هغه غونډۍ چې دا ورباندې بوداي دين کې شامله شوه، يو سپيڅلې زيارت شو چې د لرې لرې نه ورته خلک راتلل. ددې موندل شوي مجسمې په هم هغه حالت کې ښکاري لکه چې د بودا مجسمه وي. ددې وجود په باختر يوناني ډول څادر ( ټوگا) کې پټ وي. په لاس کې يې ښکر نيولې وي چې هغه وخت د ښيرازۍ او د سوکالۍ يوه نښه گڼل کيده او چاپيره ترې ماشومان ناست وي.
هغه ښځې چې اولاد به يې نه کيدو ددې مجسمې يا شبيهه ته نذرونه اوړل. په هندي عقيده کې د موراو دماشوم د ژغورنې دا رول يوې بلې اسطورې “سرسوتي” ته ځانگړې دې. هندي لرغون پوهان په دې باوردي چې هريتي په اصل کې د سرسوتي بل نوم دې، هم هغسې لکه چې د هندي ژبې “سندهوس” په ” انډوس” او سوماپه “هوما” واوختو. د هريتي په اړه ځيني ايرانې سرچينې واي چې دا د ” هريوا ” نوم نه اخستل شوې دې.
که څه هم هريتي په اصل کې د گندهارا اسطوره ده خو دا د يونان د “تايچي” اسطورې سره هم پرتله کيږي. کله کله په هندو دين کې هم ددې دنوم ريښې زغلولو هڅه شوې ده خو په دې کې شک نشته چې دهريتي په څير مجسمې بل ځاې نه دي موندل شوي. په بوداي داستانونو کې د باختري گندهارا د ونډې دا يوه بيلگه ده. د هريتي کيسه يواځې ديني افسانه نه ده بلکه په گندهارا کې د هندو، زردشتي او نوروعقيدومنونکي بوديزم ته داوختو لپاره هڅول. د پخواني دين د يوې اسطورې بد عمل، دده توبه ويستل او بيا ښه کارونه کول د هغه وخت د ساده خلکو لپاره يوه داسې بيلگه وه چې ښاي ډيرو به پرې باورکړې وي. د هريتي کيسې د بوداي دين د لارې د باختر نورو سيمو ته او له هغه ځاې نورو ملکونو ته کډه وکړه. لکه په جاپان کې د گندهارا دا هريتي نن د ” کيشيموجين” په نوم ياديږي.
خو تر ټولو حيرانوونکې او په زړه پورې خبره دا ده چې په کومې غونډۍ د هريتي سټوپا موندل شوې وه، د هغې په لمنه کې اوس يوزيارت جوړ دې. دا د يوې ښځې زيارت دې چې ” بي بي سيده ” نوميده. کرامت يې دا دې چې که د چا ماشوم ناروغه وي نو هلته يې وړي، د زيارت نه يوه چونډۍ خاوره ورله په خله کې ورکوي. د زيارت خاوره دماشومانود ناروغۍ “سرې مخې يا چکن پاکس لپاره شفا گڼل کيږي.
سرچينې
۱. هريتي. د بلا نه تر ديوي کيدو پورې. کې. مهيشوري مدهوريکه. ۲۰۰۹ م ناشک، هند.
۲. د چارسدې اوسيدونکي
۳. ويبپاڼې