د ميلادي کال ۲۰۱۱ د جولاي وومه نيټه په انگلستان کی ددی لپاره به ياد وساتل شي چې يو تر ټولو پخوانۍ اوونيزه پاڼه په دی ورځ بنده شوه. ” نيوز اف د ورلډ ” يو سل او اته شپيته کاله پخوا خپريدل پيل کړي و او په ټولې نړۍ کی په ميلينونو ولوستونکي لري. ددی پاڼې مالي گټه هم لکونو ډالرو کی حسابيږي. ددی د زوال سوب ددی ځيني ژورنالسټان شول چې د حقايقو د معلومولو لپاره لکه د مجرمانو يې چلن وکړو.
د انگريزۍ ژبې دا اونيزه هر اتوار ( يک شنبې) خپريږي. د نورو عادي ورځ پاڼونه ددی پاڼه نيمه او لکه د يوې لوې مجلې په څير وي. داسی پاڼو ته ” ټيبلوايډ” نوم ورکړی شوې دې. ددی پاڼې خبرونه خونده ور او ځانگړي وي. د هری پيښې او خبر تل د رسيدو لپاره پکی مرچ مساله ډيره وي او داسی ټکي پکی راباسي چې نور تری ډډه کوي. ددی ژورنالسټان د حقايقو لپاره په پټه د عکسونو او فلمونو جوړولوکی نوم لري او ان چې د شاهي کورنۍ غړو ته يې ځان رسولې او ددوي د خجالت وړگرځيدلي دي. خو ددوي ولوستونکي دا هر څه خوښوي اوپه دی کيسو ددوي پاڼه خرڅيږي.
خو دلته کار کوونکو ځينوژورنالستانو د جرم داستان د ۲۰۰۶ م نه پيل شو.
په هغه کال کی د بريطانيې د شاهي کورنۍ له خوا دعوا وشوه چې ښکاري ددوي د ځينو غړو ټيليفونونه ” هيک ” شوي و. معامله داسی وه چې ددوي د ژوند په اړه ځينې شخصي خبری په دی پاڼه کی خپری شوی . دا هغه خبری وی چې دوي هيچا ته نه وې کړی او شک من و چې يودريم گړي ددوي خبری په ټيليفون اوريدلي دي. ددی خبر د خپريدو سره پلټنې وشوی او څه موده وروسته دی پاڼې پخپل دفاع کی وويل چې يو کاواکه ژورنالسټ ملامته و او هغه له کاره شړل شوی دی. خو د پوليسود پلټنو په پاې کی يو ژورنالسټ گلين ملکير او د هغه مدير کلايو گوډمين ونيول شول، محکمې له خوا يو د څلورو او بل د شپږو مياشتو د بند په سزا محکوم شول. هم هغه وخت ددی مسول مدير اينډي کولسن استعفا ورکړه چې په دی هيواد کی يو شريفانه عمل گڼلې شي.
هيک څه وي؟
د بل چا په ټيليفون ثبت شوی پيغام اوريدل جرم دی. خوڅو کاله د مخه ډير گران کار نه و. يو څوک چې د بازار نه عادي نوې ټيليفون د ثبت د مشين سره اخلي نوپکار ده چې په مشين کی د کوډ لپاره خپلې څلور نومرې داخلې کړي. که تاسود کور نه ليرې يئ او پخپل ټيليفون ثبت شوي پيغامونه اوريدل غواړئ نود خپل نمبرډايل کولو نه وروسته هغه څلورنومرې کاروئ. که يو چا دانومری بدلې نه کړی نو د هغه ټيليفون بند نه وي. هر څوک کولې شي چې دده کور ته زنگ تير کړي او څلور ځلې صفر په وهلو د بل چا په مشين ثبت شوي پيغامونه واوري.
دا چې ژورناليسټانو ولې د شاهي کورنۍ او د فلمي ستورود کور ټيليفون ” هيک” کوو؟ د خبرونو د خوند ، نوښت او د خبر اعتبار ډيرولو لپاره. څنگه؟ د بېلگې په توگه فلمي ستوري ته چا پيغام پريښې دې چې دده ټکټ شوی دی او دی سفر کولې شي. په هغه ورځ چې نور هيڅوک ددی ستوري د تگ نه خبر نه دي، د پاڼې عکاس په هواي ميدان کی موجود او د عکس سره خبر ورکوي چې هغه ستوری کوم خوا روان دې.
د موبايل ټيليفون او د بې سيم انټرنيټ له کبله د نورو په پيغامونو لاس اچول هم پيل شول. دا د يويشتمې پيړۍ هغه غلا ده چې که څوک د يو مجرم زهن ولري نو ورله خوند ورکوي. په تاسو کی ځيني کسان ممکن په دی حيرانه پاته شوي وي چې يو چا ستاسو د اي. ميل نه نورو ته پيغام استولې دې ، سره له دی چې کمپيوټر مو هغه وخت نه کاروو. د جرايمو دی نوي ډول ته ” سايبر کرايم ” نوم ورکړی شوی دی.
په ژورناليسټ فشار
پوښتنه دا ده چې د ” نيوز اف د ورلډ” ځينو ژورنالسټانو ولې دا کار وکړو؟ ايا ددوي مشران تری خبر و او که نه پخپل مخ سر لگيا و؟ ددی پاڼې يو پخواني کارکوونکې په مرکو کی وويل چې هلته د سيالۍ چاپيريال و. هر چا غوښتل چې له نورو ژر او په زړه پوری خبرونه راټول کړي. ددی له کبله دوي به هر وخت تر فشار لاندی و.
په دی کی شک نشته چې ژورناليزم يو تر ټولو سخته دنده ده. تاسو هر وخت په دی ويره يئ چې يومهم خبر درنه پاته نشي. زمونږ ديو همکارخبره چې، “د خلکو امتحان به کله کله وي، زمونږه هره ورځ امتحان وي” ددی فشار له کبله په ځينو ځايونو کی چې خپرونې پاې ته ورسيږي،نو خلک لاسونه پړکوي او يو بل ته امبارکي واي. خو د خپرونو نه وروسته هم څوک په ارام شي کيناستې ځکه په خپرونی د نيوکو او د اعتراض لړۍ روانه وي.
ژورناليسټ او سياست
په ۲۰۰۷ م د مې په مياشت کی د انتخاباتو نه وروسته کله چې د بريطانيې کنزرويټيو ( محافظه کار) او لبرل گوندونو اعتلافي حکومت جوړکړو نو نوي وزير اعظم ډيوډ کيمرون اعلان وکړو چې ښاغلې کولسن به دمطبوعاتو د څانگې مشر وي. هغه اولس د ډاډ ورکړو چې دی پخپل مسلک کی يو ايمانداره سړی و او د ټيليفون د هيک معاملې سره يې هيڅ تړاو نه و. بيا هم نورو مطبوعاتو به دا خبره کله نا کله وکړه چې د اداری د مشر په حيث دا څنگه امکان لري چې کولسن د خپلو ژورنالسټانو د فعاليت نه خبر نه وي. ددی پاڼې لپاره شا و خوا دوه نيمو سوو کسانو کار کوو. تر دريو کالو پوليس ددی چاپ او ناچاپ مواد راټولول او په ۲۰۰۹ م کی ستری محکمې اعلان وکړو چې ددی هر څه جاج به اخلي. څو ورځې وروسته کولسن د پارليمان يوې کميټې پوښتنو ته کښيناستو او هلته يې څرگنده کړه چې دده تر مديريت لاندې حالت له بد نه بد تر شوی و. خو ۲۰۱۰ م په سر کی پارليمانې کميټې خپل رپورټ کی وويل، ښاغلې کولسن په ريښتيا چې خبر نه وچې دده د پاڼې ژورنالسټانو په ټيليفون د نورو شخصي پيغامونه اوريدل .
د خبر قرباني
د ” نيوز اف د ورلډ” په اړه د پلټنو غږ راپورته شو اوځينو ستورو په ډاگه وويل چې ددوي په حق تيرې شوې و او بايد پوليس ددی پلټنې وکړي. هغو ژورنالسټانو چې ددی پاڼې په اړه خپلې پلټنې کولې، خبر ورکړو چې ممکن د پاڼې له خوا د پوليسو نه د خبر اخستو لپاره هم پيسې ورکړی کيدې. کله چې دا راپور خپور شو نواولس د پوليسو په اړه د پلټنو غوښتنه وکړه.
يو نامتوفلمي ستوري، ” هيوگرانټ” ددی پاڼې ديو ژورنالسټ سره د مرکې پر وخت په پټه دده خبری ثبت کړی چې هغه پکی ويل، ” په بيلا بيلو وختونو کی د معلوماتو په بدل کی دپيسوورکولو کار کيدو ” کله چې دا خبری خپری شوی نو په دی پاڼه نوری هم نيوکې وشوې.
د قانون په منگولو کی
په ۲۰۱۰م د سيپټامبر په مياشت کی نيويارک ټايمز ورځ پاڼې يو مضمون خپور کړو چې پکی ويل شوي و، ښاغلې کولسن خبر و چې دده ژورنالسټانو په غير قانوني توگه د خلکو ټيليفونونه “هيک” کول . بيا د بل کال په سر کی کولسن د حکومت د کار نه هم استعفا وکړه او د پوليسو پلټنې گړندۍ شوې. دی پاڼې خپل يو بل مدير ” ايان ايډمنډسن ” له کاره گوښه کړو. پوليس دی او يو بل ژورنالسټ ونيول او وروسته يې په ضمانت خوشې کړل.
اوونيزې پخپل دفاع کی ويل چې دوي داخلي پلټنې پيل کړي دي او هر چا چې دا کار په لوې لاس کړي دي، هغوي به سزا مومي. تر هغې ځينې ستوري، محکمې ته ولاړل او په دی پاڼه يې دسپکاوي دعوا وکړه. کله چې دا ثابته شوه چې د ستوروپه شخصي ژوند تيرې شوې و نو محکمې دی پاڼې ته د جريمې امر وکړو. دفټ بال يو لوبغاړي اينډي گرې ته شل زره پونډه او فلمي ايکټريس سيانه ملر ته يې يو لک پونډ تاوان ورکړو. د ځينو ستورو نه يې بخښنه هم وغوښته. او ټولو فکر کوو چې دا معامله ختمه شوه. د دی کيسې يو اړخ دا و چې له هغه راهيسې د پاڼې شهرت تاواني شو خو ددی ولوستونکي بيا هم لږ نشول.
وروستې گوزار
څو ورځې د مخه داسی ادعا وشوه چې يوه جينۍ، ملي ډاولر کله چې ورکه شوه نو ښاي د هغې موبايل ټيليفون هم د يو ژورنالست له خوا هيک شوي و. وروسته ددی جينۍ مړې وموندل شو او قاتل هم ونيول شو. د هغې کورنۍ ژورنالسټان تورن کړل چې که دوي دا کار نه وې کړی نو ممکن ددوي دلوردرک په وخت معلوم شوی وې. تر دی بريده د بريطانيې اولس د نيوز اف د ورلډ سره دومره کينه نه وه پيدا کړی. د فلمي ستورو او د شاهي کورنۍ خلک شته من دي او دا د ساعت تيري خبرونه و. خو د يو وژل شوي جينۍ معامله حساسه وه او ناڅاپه ددی پاڼې د مديرانو، داخلاق او چلن ته گوته ونيول شوه. هغه وخت ددی مديره ميرمن ربيکا بروکس وه چې دا يې يو د نه منلو وړ کار وبللو. خو د هری خوا نه دا غږونه پورته شول چې هغه دی نه يواځې له کاره گوښه کړی شي بلکه ددی ځواب هم ورکړي چې دا څومره له دی کيسې خبره وه. په دی وخت کی د ټيليفون سره سره د خلکو د اي. ميل. ددوي د روغتيا، بانکي حسابونواو داسی نورو شخصي معلوماتو، د دی پاڼې د ژورنالسټانو لاس ته د کيوتو خبر هم خپور شو. دا چې په افغانستان کی جنگيدونکي پوځيانو د کورونوټيليفونونه هم هيک کيدل.
اخردا پاڼه دومره بدنامه شوه چې د جولاي په وومه ددی پخوانۍ مديرې چې اوس ددی شرکت د مشر معينه ده، ناڅاپه د پاڼې د بندولو اعلان وکړو ددی دوو نيمو شوو نه زيات کارکوونکي هک پک پاته شول چې پکار وه ربيکا بروکس پخپله استعفا ورکړی وې. د يو څو کسانو د جرم لپاره د نورو ايمانداره او خواري کښ ژورنالسټان ولې خپل کارونه د لاسه ورکړي؟
ددی پاڼې خاوند يو تن ” روپرټ مردک” او دده زوې جيمز مردک دی، چې د امريکه او د اسټريليا غبرگ پاسپورټونه لري. په تيرو پنځوسو کالو کی يې د دی ملکونو نه علاوه په بريطانيې کی څو نامتو ورځ پاڼې لکه ” سن ” وال سټريټ ژورنال” او سنډې ټايمز يې خپاره کړي دي. د چاپي پاڼو نه علاوه دی د ټيليويژن شبکو کی هم ونډې لري. د سکاي او د فوکس نومې شرکتونو کی هم دده لاس دی.
ځينې خلک په دی نظر دي چې دده مطبوعات اوس ځان له يو سلطنت په څير کار کوي چې سمه خبره نه ده. هر څوک چې پخپلو اختياراتو کی کاواکه شي، هغه د نورو نه شخصي ازادي اخستې شي. د ” نيوز اف د ورلډ ” سره هم دا کانه شوی ده. ددی ژورناليسټانو د خپلو مديرانو په ملاتړ په لوې لاس د خپل مسلک نه ناوړی گته اخستې ده. اوس چې دحقايقو د معلومولو لپاره ددوي د چلن په اړه پوښتنې کيږي نو بايد دوي دی هم ريښتيا وواي. اوس ددې اوونيزې شپيته ژورناليسټان کار نه لري، څوک ورته کار هم نه ورکوي او دوي د خپل نوم د سپينولو لپاره مټې رانغښتي دي.
صفيه حليم