د گندهارا اوسيدونکې لوکک په ۱۵۰ م کې زيږيدلې او په خټه ” يوژي” و ديوژي خلکو په اړه ډيرمعلومات نه لرو خو داسې اټکل دې چې دا د چين کوچيان او په افغانستان کې د کشان سلطنت بنسټ ايښونکي و. لوکک په چيناي بوديزم کی يوه مهمه څټه گڼلې شي او دې د هغو لومړي بوداي راهبانونه و چې د ماهايانه فرقې سپيڅلې صحيفې يې په چيناي ژبه وژباړلې. ده په چين کې خپل نوم ژي په تورو ليکلوچې د يوژي مخفف و. خودده مورنۍ ژبه توخاريان وه چې د هندي اروپاې ژبو يوه څانگه وه.
هغه کلونه چې کشان واکمن کنشکا د بوداي دين د سرپرست په توگه د کشمير په څلورمه غونډه کې د تبليغ اجازه ورکړه نو چين ته د راهبانو ورتلل پيل شول.
ښاي لوکک په۱۷۸ م کې د پيښورنه چين ته ولاړو او هلته يې چيناي ژبه زده کړه. دې د هن سلطنت پلاز” لويانگ” ته ولاړو اوبيا په يوولسو کالو کې يې ډيرې ليکنې وکړې. په چين کی د مهايانه د ډيرو صحيفو ژباړه دده له خوا وشوه. د بوداي دين د اساسي کتاب ژباړه دده يو مهمه ليکنه وه چې ۸۰۰ ليکې وه. د لوککسيمه يوشاگرد او راهب ژي ياو د ۱۸۵ م نه وروسته د مرکزي ايشيا نه د مهايانه مسلک بوداي صحيفې وژباړلې.
صفيه حليم