د باجوړ صحيفې

kharoshti sc
په کال ۱۹۹۹ م کې د پيښور پوهنتون د لرغون پيژندنې شعبې ته چا
د گتې يولوې ډبې راوړو چې پکې رژيدلې پاڼې ايښي وې. دډبي خاوند ويل هغه پاڼې يې په باجوړ کې د “مهال” نومې بوداي خانقاه نه رابرسيره کړي و. دا ځاې د باجوړ سيند ښې لاس ميا کلي ته مخامخ په يوې تنگې درې کې دې. هغه کس دا په بوداي خانقاه کې دننه څلورگوټيزه کوټه کې وموندل چې د تيږونه جوړواو نيم ميټرپلن و. د پوهنتون لرغون پوهانود مخې سره دا وپيژندل چې گندهاري ژبه پرې ليکل شوې وه. په ۲۰۰۵ م کې استادانو او شاگردانوددوي خوندي کولو ته مټې راونغښتې. دا تاوشوي پاڼې يې ډيرپه احتياط پرانستلې اودې ته يې د ” باجوړ کلکشن” نوم ورکړو. د المان د ريسرچ فاونډيشن په مالي مرسته دا پاڼې چې ورباندې لرغونې ژبه ليکل شوې وه، تر ۲۰۰۷ م پورې ولوستل شول او څيړنې پرې وشوې.
دا د ولي او د سفيدې د ونې تاوشوي پاڼې دي چې لږ تر لږه د نولسو کاتبانو له خوا کښل شوي و. ترټولولويه صحيفه (سکرول) ۲۲۰ سينټي ميټراوږد واو تر ټولو وړوکې شپږسينټي ميټرو. ځيني پکې مکمل توگه خوندي و خو نوررژيدلي اوڅو پکې ټوټې شوي و. په دې د بيلا بيلو ادبي ژانرونو ليکنې شوي دي. ټول يې د بوداي ادب په اړه دې خو يوه يې د سياسي علومو په اړه او يوه پکې يې شخصي ليکنه ده.
لومړۍ ليکنه
دا صحيفه په منځ کې تاو شوې او له دې کبله يې د چپ لاس لويه برخه رژيدلې ده. پاتې ۶۰ في صده برخه يې ښه ولوستل کيږي. ټوله ليکنه پرله پسې ده او وروستۍ ليکه يې د پاڼې د بل مخ په سرکې ليکل شوې ده. لکه د نورو صحيفو ددې حاشيه گنډل شوې وه. ددې دواړه مخه دوو بيلو کاتبانو کښلې ده. لومړۍ متن په گندهاري ليکدود ليکل شوې دې چې پالي ژبې ته ورته و. د دويم مخ ليکنه د رکهشه يا دهروانې ليکدود ښکاره کوي. د لومړي مخ ليکنه د دين اصول دي چې مدهيامگاما نوميدل. دا په دې کلکشن کې يواځينې دعاگانې دي. دداسې ليکنويوه وړه بيلگه په سانسکرت ژبه کې د چين د طرفان په کلکشن کې موندل شوې وه.
دويمه ليکنه
په دې ټول کلکشن کې دا تر ټولو لويه صحيفه ده چې ۲۳۰ سينتي ميټراوږده ده. په دواړو مخونو يو شان ليکنه ښکاري. ددې لس برخې دي چې نهمه او لسمه برخه يې رژيدلي دي اود صحيفې څنډی اوپخوا نه پکې تاو شوې وې. هغه برخې چې خوندي دي، ولوستل کيږي او د چپ لاس حاشيې گنډل شوې ددې صحيفې کاتب يو کس دې خو په اړولي مخ ليکنه لږه لويه ده چې علت يې د پاڼوزيږه والي دې. ليکنه يې مهايانه سوترا درسونه و. دا د “پاکې خاورې” د بوداي فرقې نمايندگي کوي. دا د بوداد درسونوبيلگه ده چې خپل يومريد “سري پوترا” په خواست يې ورته ورکړي و. ليکنه دسري پوترا او د بودا ترمنځ د خبرونه پيل کيږي. د خپل درس پر وخت بودا هغو ۸۴ زرو اسطورو ته مخاطب دې چې دده وړاندې ناست دي. له دې وروسته بوداد خپلو تعليماتو د پايلوپه اړه واي چې څنگه ددې اسطورو ژوند يې اغيز من کړو. زيات تره ليکنه په نثر کې ده خو پکې ۳۲ شعري بيلگې هم شته.
دريمه ليکنه
ددې صحيفې په دواړو مخو يو شان ليکنه شوې ده اولومړې مخ يې ټول او بل مخ يې نيماې پاڼه ليکل شوې وه. ددې ليکنې معرفي چې په گس لاس ليکلې وه ، ټوله رژيدلې ده. دويمه برخه يې خوندي ده او يواځې د چپ لاس ځينې برخې يې نه ولوستل کيږي. ټوله صحيفه اتيا في صده برخه دولوستلو وړده او هغه برخې چې يې رژيدلي دي ښاي د پاتې برخې تر مخه بيرته وليکل شي. د دواړو غاړو حاشيې په دوو ليکوپه نښه شوي دي. د دواړو مخو ليکونکې يو کاتب دې. دا په گندهاري ليکدود يوه رکهشا ليکنه ده چې يوه منترا ( منتر) ده او د ناگا ( مار) باچا لپاره ويل شوې ده.
د شمال په بوداي سرچينوکې ددې باچا نوم بيا بيا راغلې دې خو په جنوبي سيمو او د هغه ځاې په دينې درسونوکې چا نه پيژندلو. د ناگا باچا خينې نقشونه د غزني په شاه بهارکې موندل شوي دي. داسې اندازه کيږي چې د باجوړ صحيفې د هند په شمال کې د بوداي دين د اصولو نه وروسته وليکل شول. ددې صحيفو متن د هغه وخت د سانسکرت ژبې دنورومتنونو سره پرتله شوخو هيڅ ورته والې نه لري. د تبت نه يوه بيلگه شته چې ځينې الفاظ پکې يو شان دي.
څلورمه ليکنه
دا ليکنه ډيره رژيدلې ده ځکه لوې والې يې څرگند نه دې. د املا له مخې ښاي چې د يولسم ليکنې او ددې ليکنې کاتب يو کس و. ددې ټول متن يوه برخه کې دې او فلسفيانه ليکنه ده چې واي، خوشالي او غم يو شې دې.
پينځمه ليکنه
دا يواځينۍ صحيفه ده چې د گندهاري ژبې الفبا پکې په خروشتي ليکدود کې خوندي شوي دي. دا د گندهاري توري د غږ سره سم ترتيب ښکاره کوي چې وروسته د بوداي دين د دوو برخو په تعليم کې وکارول شول، لکه را- دها- سا- او داسې نور. ددې د گس لاس دريمه برخه رژيدلې ده. د گندهاري ژبې د څيړونکو لپاره دا ليکنه ډيره مهمه شوه اودا يې د گندهاري ژبې د قاموس جوړولو لپاره ورکاروله.

شپږمه برخه
دا ليکنه په دريو برخو کې ساتل شوې ده او اوو يا اته ليکې لري چې يو کاتب په دواړو مخو ليکلې دي. ددې توري سم نه ولوستل کيږي خو متن يې دوديزه ادب دې چې د څلورم او يوولسم پاڼو ځينې توري پکې تکرار ليکل شوي دي. داسې ښکاري چې ليکونکي د يو بل متن نه نقل کړې دې چې وران شوې و. ددې په پاې کې يې دا هم ليکلي دي چې “سيساپاتادې ليکه داي دي” مانا ” څه چې پاتې دي وليکل شول” ددې متن لويه برخه دڅوکالۍ اوخوند په اړه ده. دا دواړه ديو بل اوبيا دکړاو سره څنگه تړلي دي. د څوکالۍ لپاره سوکها، د خوند لپاره سوها او د کړاو لپاره دوکها توري دي. دا ليکنه د سفيدې (برچ) د ونې په پاڼو دواړو مخو ته شوې ده.
اوومه ليکنه

دا ليکنه وړه ده او د يوراهب ته فارموله ښودل شوې ده چې په زيارت کوونکو به استوگنځايونه څنگه ويشي. ورسره د پشکال په اړه هم ليکلي دي.
اتمه ليکنه
په دې کې څلور شعرونه دي چې پکې د بودا ستاينه شوې ده.
نهمه ليکنه
ددې صحيفې حالت له نورو ښه دې او دواړو مخو ته يې دوو کاتبانو ليکنه کړې ده. ددې ژبه سانسکرت ده خو ليکدود يې خروشتي دې. دا د فلسفې ليکلې بڼه ده چې تراوسه نه ده پيژندل شوې او په ليکنه کې د اړوندوواکمنو راې اخستل شوې ده. دا د مرکزي ايشيا نه بهر د ليکنې لومړۍ خروشتي بيلگه ده چې د بوداي دين سره هيڅ تړاو نه لري. دا د لرغونې هند د ارت شاسترا ادب سره زيات نږدې ښکاري.
په متن کې د حکومت د برخو، د نورو سره يو والې، د وزيرانواو د ملگرو کيرکټر، د شاهي خزانې تعريف او داسې نورچې په سياست کې وي، ليکل شوي دي . دا هر څه د هند د ارته شاسترا موضوع گانې دي. دا ليکنه د راج نيتي ياني د حکومت او د سياست د چارو په اړه ده. ددې په دويم مخ يوه ډير عجيبه ليکنه شوې ده. يو کريکټر په بيلا بيلو موضوع گانو تبصره کوي او خپل نظر هم ورکوي. هم هغسې لکه چې نن په يو موضوع څوک متخصص خپل نظر ورکوي.
لسمه ليکنه
ددې صحيفې پرمخ پاڼه څه نه دي ليکلي خو په بل مخ يې څو ليکې دي او په يوه يوه جمله کې د بودا ستاينه شوې ده.
يوولسمه ليکنه
د بودا ستاينه ده خو نه ده څرگنده چې د کوم مسلک نه ده. ددې په دواړه مخه يو کاتب ليکنه کړې ده. دوديزه خبرې يې ليکلي دي چې خوشالي د نوروغمونو سره تړلې ده.
دولسمه ليکنه
ډيره رژيدلې او سمه نه ولوستل کيږي. دواړه مخه يې يو کاتب ليکلي دي. متن د سوچا والي په اړه دې.
ديارلسمه ليکنه
دا په ښه حالت کې ده خو ورباندې ليکلي توري تت شوي دي او ولوستل يې گران دي. ښاي يو وخت ددې رنگ د څه شي له کبله خراب شوې و. ددې دواړه مخه دوو کاتبانو ليکلي دي.
متن د بوداي دين د افغاني مسلک ځينې اصول دي چې په نورو ځايونو کې هم ليکل شوي و.
څوارلسمه ليکنه
ډيره رژيدلې اوڅو برخې يې ورکې دي، ددې دواړه مخه يو کاتب ليکلي دي. يو ناپيژندل شوې دوديزمتن دې چې د دين اصول نه دي. يوه جمله يې داسې ده، ” يادي ژيوبهاويادي” که دې ژوند يادوي”
پينځلسمه ليکنه
دا ليکنه په ښه حالت کې ده خو بره برخه يې ورکه ده. د پاڼې په يومخ ليکنه شوې ده او يو اړخ ته سوري دي چې ښاي يو وخت دا کت پر کت گنډل شوې وه او ممکن د تارسره يې يو مهرنښتې و. دا د پور د ورکولو يو سند دې او ورباندې شاهدانو هم خپل نومونه ليکلي دي. دا شخصي ليک دې او داسې ليکنو ته به يې ” هستاليکه” ويل کيده. پور ورکوونکې بوداميترا ” د کاستيکا زوې دې چې په “ميتراستانه” کې ميشت دې. پوراخستونکې “سنگه شرواه ” نوميږي چې پيسې يې اخستي دي. په متن کې ليکلي دي چې هغه به پور د سود ( گټې) سره يو ځاې بيرته ورکوي. د سود لپاره د ” سامولاکه” تورې کاريږي. په دې سند د نورو کسانو نومونو کې يو تن ” ساکسي” خپل نوم ليکلې دې. دا يو قانوني سند دې چې د مرکزي ايشيا نه بهردخروشتي ژبې يواځينۍ بيلگه ده.
شپاړسمه ليکنه
ډيره رژيدلې پاڼه ده او ځينې برخې يې نه ولوستل کيږي. د يو کاتب ليکنه ده چې پکې د ژوند او د دين په اړه ليکلي دي.
اوولسمه ليکنه
دا د پلنو پاڼو يوه بيلگه ده چې منځ کې کت شوې ده. دواړه مخه د دوو کاتبانو ليکنه ده. دوديزه ليکنه پرې شوې ده.
اتلسمه ليکنه
ډيره رژيدلې پاڼه ده د څوارلسم او شپاړسم په شان ليکنې لري.
ژبه
ددې صحيفو ژبه دا د لومړي ميلادي پيړۍ د خروشتي ليکنو بيلگه ښاي. ليکنې په دوو برخو کې ويشلې دي چې د ليکنې سبک ښکار کوي. په لومړي سبک کې توري بيل بيل، هر تورې واضح او ددوي ترمنځ نورې نښې څرگندې دي. په دويمې برخې کې توري يو بل پورې تړلي او ورته تاو ورکړې شوې دې. په دې توگه ښاي چې کاتبانو دوه ډوله ليکدود کاروو. هغه چې تاو راتاو ليکنه کوي، ښاي يو څه د نورو نه پرمخ تللي او يا زيات باسيواده و.
د باجوړ صحيفې په برټش ميوزيم کې ايښو نوروخروشتي ليکنوسره پرتله کړې شوې او د ليکنې توپير پکې څرگند شو. يو تورې ” که” په دې ليکنو کې ډير په تاو راتاوبڼه ليکل شوې دې چې ددې ليکدود پرمختللې شکل په گوته کوي. دا ليکنې، ۱۴۰ م کال کې ليکل شوي و چې دا تاو شوې بڼه يې خپله کړې وه خو ممکن دغه بڼه پخوا هم څه نا څه شکل کې وه. په متن کې څه نا څه سانسکرت هم گډ شوې دې چې دويم او دريم ميلادې پيړيو کې يې رواج موندلې و. ددې بيلگه هم هغسې ده چې نن ځينې کسان په پښتو کې اردو، پارسي او يا انگريزي گډ کړي.
ښاي دا صحيفې د دويمې ميلادي پيړۍ په سر کې وليکل شوې. ددې متن ” وينايا” نوميږي چې د بوداي دين د لومړيو دورونه راپاتې و. خو دا عجيبه خبره ده چې په مرکزي ايشيا اود شمال لويديځ کوشان برهمني دوره کې په گندهاري ژبې کې داسې ليکنې تر اوسه نه دي موندل شوي. ښاي دا هغه شفاهي خبرې وې چې په دې وخت کې يې ليکل پيل شوي و او دا ژبه د څلورمې ميلادي پيړۍ نه وړاندې نه وه ليکل شوې.
د باجوړ نه په خروشتي ليکدود ليکل شوي نورې بيلگې هم شته چې د برلين د فراي پوهنتون د ” باجوړ کليکشن ” په نوم ورباندې کارشوې دې. هلته داسې دوه صحيفې ولوستل شوې چې د وينايا ليکنې دي. هغه هم د دويمې ميلادي پيړۍ د لومړيو کلونوليکنې دي.
تر ټولو په زړه پورې خبره دا ده چې کوم کس دا صحيفې راوړې وې د هغه له خبرو ښکاري چې دا پاڼې د ديني مراسموپه ترڅ کې په بوداي خانقاه کې نه وې ايښودل شوي بلکه ددې په احاطه کې دننه پټ ساتل شوي و. څوک پوهيږي چې ددې خاوند خپله قلمي خزانه له کومې ويرې
هلته پټه کړې وه؟
صفيه حليم
د خپريدو نيټه
لومړۍ مارچ ۲۰۱۳ م

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *