روه په سانسکرت ژبې کې د لوړې او د غره په مانا کاريږي.
نامتو چيناي راهب فاهيان د پينځمې ميلادي پيړۍ په سر کې افغانستان او پښتونخوا ته ورسيدو نو د هغه وخت د ځايونو نومونه يې په چيناي ژبې تلفظ کول او ليکل. دې د ننگرهار نه وروسته ” لويي” ته ولاړو چې علامه حبيبي يې ” روه” گڼي. د افغانستان او د اباسين تر منځ د يوې پراخې غرنۍ سيمې لپاره د هند په سرچينو کې هم د روه تورې کارول شوې دې.
هلته د هندو کش په ختيځ او د سلېمان د غرونو د لمنو نه تر اباسين پوری غزېدلې سيمې ته به يې روه يا راه ويل. په دی کی اوسنې سوات، باجوړ ، سيوۍ ، پشين او لوېديځ او جنوب خوا ته د کابل او کندهار سيمې شاملی وي. د سليمان غر چاپيره سيمو ته به يې هم روه ويل. يو وخت ددې سيمو نه ورغلي خلک به په هند کې ” روهيله” بلل کيده.
په دوي کی تاجک، بلوچ او داسې نور قامونه هم شامل وخو زيات وخت به يې پښتنو لپاره کاروو. وروستو د هند په اتر پرديش کې اوسيدونکو پښتنو ته به يې “روهيله پټان ” ويل. په اوولسمې پېړۍ کی هم دې پښتنوپه دواب کې د مغلونه زمکې واخستې او د پښتنو يو رياست يې جوړکړو چې ” روهيلکهنډ ” نوميدو. د اتلسمې پېړۍ په روهيل کهنډ کی وو لوې ښارونه شامل وچې بريلي، رام پور، شاهجهان پور، مراد اباد، بجنور او بدايون نوميږي.
صفيه حليم
د خپريدو نيټه
۲ مارچ ۲۰۱۳ م