په بلخ کې دعباسي خلفاو په وخت يو والي ټاکل شوې و چې داود بن علي نوميدو. يو ځل عباسي خليفه د بلخ خلکو ته په قهرشو چې دوي ورته ماليه او جزيه نه ورکوله. دبغداد نه يوچارواکې بلخ ته ورغلو چې د اسلامي حکومت لپاره د خلکو نه پيسې راټولې کړي.
د ښار د بې وزلو کورونو ښځې اوماشومان د والي ميرمنې ته فرياد يوړو چې دوي د پيسو ورکولو توان نه لري. هغې چې ددوي خبرې واوريدې نو د جامو صندوق نه خپل يو ډير ښکلې لباس ترې راوويستو. په دې لباس ملغلري او الماس د سرو زرو د تار سره ټک وهلي و او بيه يې دومره لوړه وه چې د بلخ د ټولې ماليې نه يې هم ارزښت زيات و.
هغې لباس د خليفه چارواکي ته ددې پيغام سره ورواستوو، ” دا لباس خليفه ته يوسه چې زه يې د بلخ د بې وزلو خلکو له خوا ورته د خيرات په توگه ورکووم” کله چې هغه ښکلې لباس د خليفه مخې ته يې کيښودو نو ورسره د هغې ميرمن پيغام هم ولوستل شو. خليفه د پيغام په اوريدو ډيرپيکه شو او وې ويل، ” يوه ميرمنه له ما زيات سخاوت لري!”
هغه امروکړو چې د بلخ خلکو ته د يو کال لپاره ماليه او جزيه معاف دي. بيا يې هغه ښکلې لباس سمدلاسه بيرته هغې ميرمنې ته د وړلو وويل. کله چې د خليفه چار واکې بلخ ته ورسيدو نوهغه لباس يې د والي ميرمنې ته يوړواو ورته د خليفه پيغام ورکړو. هغې ترې پوښتنه وکړه، ” ايا د خليفه سترگې په دې لباس لگيدلې وې؟” چارواکي په ځواب کې وويل چې “هو” ميرمنې ورته وويل، ” زه داسې لباس نشم اغوستې چې په هغې د يو پردي نارينه سترگې لگيدلي وي”
بيا ميرمنې امر وکړو چې لباس دې خرڅ کړې شي او د هغې په پيسو دې يو جومات، يو روغتون او يوه خانقاه جوړکړي. لباس دومره ارزښت لرلو چې ددې په دوو برخو پيسې هرڅه جوړشول. دريمه برخه پيسې لاهم پاتې وې. کله چې د ميرمنې نه پوښتنه وشوه چې په پاتې پيسو څه وکړي نو هغې امر وکړو چې دا پيسې دې د جومات د يوې ستنې په بيخ کې خښ کړې شي چې د غلو او د ډاکوانو نه خوندي او پټ وي. کله چې په دې ښار يوه بده ورخ راغله نو هغه وخت دې سپما شوي پيسې راوباسي.
واي چې کله چنگيز خان (۱۳ م پيړۍ) په بلخ حمله وکړه او دا ښار يې ونيولو نو دا کيسه يې واوريده. د هغه خزانې په لټه چنگيز خان د بلخ نيم نه زيات جوماتونه ړنگ کړل خو دا يې وونه موندله.
(د ابن بطوطه سفر نامه)
صفيه حليم
د خپريدو نيټه
۳ مارچ ۲۰۱۳ م