په دريمې ميلادي پيړۍ کی دچين اوهند له خوا لويديځ ته تلونکی تجارتي قافلې له پيښور ښار ته به نه و رسيدلي چې په اوښانو او اسونو ناستو کسانو به شل کلوميټر ليرې د يوې لوړې منارې سر وليدو. هغه وخت دا مناره هم هاغسی گڼل کيده لکه چې نن د پاريس ايفل ټاور يا د روم سينټ پيټرزکليسا دي. د چين باچاهانو د وريښمو رنگا رنگ بيرغونه د نذر په توگه وراستول چې ددی مناری پر لوړه څوکه يې وځړوي. دا مناره دکوشان سلطنت نامتوکنشکاباچا له خوا جوړه سټوپا وه چې څه نا څه دوه سوه کاله په پيښورکی د يوی نښی حيثيت يې لرلو. ځاي خلکو به ددی زيارت کوونکو ته ويل چې ددی پر سر د اوسپنې لويه ستنه کنشکا پخپل لاس ودرولې وه.
زيات لرغون پوهان باور لري چې کنشکا د لومړې او دويم ميلادي پيړيوپه منځ کلونوکی دنيم هنداو د افغانستان واکمن و. ددی سټوپا په اړه مونږ د لرغوني زمانې درې راپورونه لرو چې يوه يې فاهيان په ۳۰۰ او ۴۱۲ م ، بل يې سونگ يو چې ۵۱۸ م او درېم يې د خوان زانگ( هيون څانگ) و چې ۶۳۰ م کی پيښور ته ورغلې واو دا سټوپا يې پخپلو سترگو وليدله. خوان زانگ ددی له ليدووروسته پوراتفصيل وليکلواو واي “په ټولی ودانۍ کی يې زينتي لرگې کارولې دې. په دی کی دبره ختلو لپاره پوڼۍ جوړې دي. هلته بره د اوسپنې يوه ستنه وه چې درې فټه لوړه ده او ديارلس قلعي شوي دايرې ترې چاپيره وې. د مناری ټول لوړ والې له زمکې وو سوه فټه و” . دا د چيناي کچ متبادل اندازه ده.
په بوداي صحيفو کی يوه کيسه داسی ده چې ددی سټوپا د جوړيدو په اړه سپيڅلي بودا پخپله وړاندوينه کړې وه. واي چې په دی ځاې کی يوهلک په خټو يوه سټوپا جوړوله. بودا له هغه ځای تيريدو اوپه ليدويې وييل چې په هم دی ځاې به يو لوې باچا دده په نوم لويه سټوپا جوړوي. دا کيسه د ختن د ژبې په يوې لرغونې صحيفې کی هم شته چې په “دنهونگ” (چين) کی موندل شوې وه. په دی کی واي چې څنگه د بودا له مړينې څلور سوه کاله وروسته کنشکا راغلواو په اړه يې واي،
” دکنشکا په زړه کی د يوې لوې سټوپا د جوړولو ارمان وزيږيدو. هغه وخت د نړۍ څلور شهزاده گان د باچا په نېت خبر شول نووار په وار د وړو هلکانوپه څېره کی ورته راښکاره شول او د خټو نه يې د سټوپا په جوړولو پيل وکړ. ويل يې، مونږ د کنشکا سټوپا جوړو. بيا هلکانو خپله څيره بدله کړه او ده ته يې وويل، ” لوې باچا ، د بودها د وړاندوينې تر مخه ستا په لاس يولوې عبادت ځاې جوړيږي چې پکی به يوه لويه سټوپا وي. په دی کی به تبرکات ايښې وي چې نيک او سپيڅلي انسانان به درته راوړي.” ښاي کنشکا باچا ددی مناری د جوړولو لپاره د هغه وخت پر مخ تللې تخنيک او هنر مندانو نه کار واخستو او دا يې د خپل واک د برم او پرتم يوه نښه کړه. په اوومې پيړۍ کی چيناي راهب خوان زانگ چې د هند سفرونه يې کړي و او هر ځاې يې ښکلې عبادت خانې او سټوپې ليدلې وې، ددی په اړه واي چې په ټول هند کی له دی لوړه سټوپا بل ځاې نه وه. ددی ساحه ۲۸۶ فټه وه او لوړ والې يې د ۵۹۱ نه واخلې تر شپږسوه او ۸۹ فټه پوری ښودل کيږي. دا کچ په چيناي کی شپږ او وو سوه لي ورکړې شوي و. په چيناي ليکنوکی دا هم څرگنده ده چې د کنشکا سټوپا درې وارې اور کی سوځيدلې او بيا رغول شوی وه. د اورسبب ښاي هغه لرگې وي چې ددی د اساسي دکانچې نه بره د جوړښت لپاره کارول شوې و.
په يولسمې پيړۍ کی البيروني هندته په لار ” پوروشاور” ( پيښور) کی د يو لوې ويهارا ” زکر کوي چې ” کنيشکا چيتيا” له خوا جوړه شوی وه. په ۱۸۷۱ م کی د پنجاب واکمن رنجيت سنگه انگرېز جنرال کورټ د پيښور د لرغونو بوداي اثارو په اړه په يو رپورټ کی وليکل.
” يو لرغون پوه د پيښور د يو زوړځاې، “شاه جي کي ډيري” په اړه واوريدل. دا ځاې په خلکو کی د يو زيارت په توگه پيژندل کيدو او دلاهوري دروازې نه بهر ختيځ لوري ته و”. انگريزانو ددی ډيرۍ د پلټلو لپاره يوه ډله ورواستوله خو دا ځاې يې دکنستون وړونه گڼلو. په ۱۹۰۱ م کی يوفرانسوي لرغون پوهه فوشردا ځاې دهغه سټوپا په توگه په نښه کړو چې زکريې د چين په مخطوطوکی راغلې و. دلته د نوي سره د کنستون لپاره سروې وشوه اود ۱۹۰۸ م نه تر ۱۹۱۱ م پوری پکی کار روان و. په پاې کی دوه زره کاله پخوانۍد هغی سټوپې نښې رابرسيره شوې چې په تاريخ کی د کنشکا دسټوپا په نوم يې پيژنو. په ۱۹۲۵ م کال کی يوانگرېز لرغون پوهه سر جان مارشل دچيناي راهب خوان زانگ د معلوماتو له مخې په کنډوالې نوری پلټنې وکړې چې په ۸۷ مربع ميټر زمکې کی جوړه وه. ددی اساس څلور گوټيزه وخو د پاسه پری ميناره گول جوړه شوی وه. نورو پلټنو څرگنده کړه چې دا سټوپا په دوېمې ميلادي پيړۍ کی جوړه شوې وه. د شلمې پيړۍ په کنستون کی دلته د سوځيدلو ايرو نښې وموندل شوی چې ددی اور پخلې کوي. هغه وخت په بودايانو کی يوه عقيده دا هم وه چې که دا سټوپا وو ( ۷) واری وسوځيده نو نړۍ به ورانه شي.
تبرکات
د کنشکا د سټوپا ساتنه د هغه له مړينې وروسته هم روانه وه. د کنډوالو په بيخ کی د تبرکاتويوه جعبه ( ډبلې) د هغې خانې نه وموندل شوه چې په داسې سټوپوکی ورته ځانگړې شوي وي. دا د کنشکا نه وروسته دلته ايښودل شوی وه او ورباندی يوه نيټه د کشان باچا کنشکا د حکومت لومړې کال چې د ۱۲۷ ميلادي سره سمون خوري ليکلې وه. د برونزو جوړ په دی شپږ اړخيزه ډبلي کی د هډوکي درې وړې ټوټې ايښې وې چې د عقيدې له مخه د بودا هډوکي و. دډبلي د پاڅه په پراکريت ژبې کی د کنشکا ټول القاب او دده د ديني مسلک نوم ليکلي دی.
“راجه کنشکا، کنشکا پورنگر، ايا گداکراي، ديادهرم سروا ستوانه ، حيتاسوهارتابهواتو،مهاسيناسا، سگارکي داسهنواکرمي انا ،کنشکاسا، وهارې مهاسناسا سنگهرامه.” د ليکنې په پاې کی د خطاط دستخط هم دی چې يوناني نوم اجيساليوس دې. “دا نوکر اجيساليوس چې دمهاسيناپه خانقاه کی د کنشکا د ويهارا د کارڅارونکی دې” ده د سټوپا د جوړولو د کار نگراني کوله چې ددی خبرې پخلې کوي چې يونان تردی وخته هم په هند کی خپلې کلتوري اغيزې لرلې.
د ډبلي په سر بودا د برسنډې په گل دمراقبې په حال کی ناست دې او په څنگ کی يې برهما او اندرا ورته عبادت کوي. د ډبلي په اړخونومرغابۍ د الوت په حال جوړې دي. يو انساني څيره هم ده چې دپارس لمر او سپوږمۍ اسطورې ورسره دي. دا چې په جعبه جوړ شوی څيره د کنشکا ده او که نه، په دی اختلاف دی. ځکه چې دا څيره ږيره نه لري. د کنشکا په سيکو دده د ږيرې نښې شته. ځينې لرغون پوهان واي چې ممکن داڅيره دده د زوې هويشکا وي چې دده نه وروسته پر تخت کيناستو. په اړخ د ناست بودا څيره ده چې ځينې باچاهان يې عبادت کوي. يوه د گلونو اميل چې وړو فرشتو نيولې دې د ډبلي چارچاپيره تاو جوړشوي دې اودهغه وخت د يوناني هنربيلگه ده.
د پيپل ونه
د خوان زانگ په ليکنو کی د کنشکا د سټوپا په اړه ليکلي دي چې کله دا جوړه شوه نو باچا امر وکړو چې د وريښمو يو لوې جال چې ورباندې ملغلري گنډل شوي وي، په دی سټوپا دی وغوړول شي. د هغه امر پرځاې کړی شو او بياخلکو به د لمر په وړانگو کی جال او ورباندې ملغلرويوه ښکلې ننداره ليده. خو څه موده وروسته باچا ددی جال د ليرې کولوحکم ورکړو، ځکه ده نه غوښتل چې د مرواريدو لپاره دی څوک سټوپا ته تاوان ورسوي. جال ليرې کړی شو نود سټوپا په شمال کی کنشکا باچا په خپل لاس د پيپل ېوه ونه کينوله. د ميسو يولوښې چې پکی دده د لوې سټوپا د مرواريدو جال ايښې و، د ونې په بيخ کی کيښودل شو. واي چې کنشکا په افسوس وويل چې دې به نه وي او نور قامونه به دده جوړ شوي شيان ويجاړ کړي. د پيپل ددی ونې زکر بابر باچا په ۱۵۰۰ م کی هم کړې دې. په بابر نامه کی ليکي. ” دا د باگرام يوه لويه ونه وه چې دې يې د ليدو لپاره سمدلاسه روان شوم”. په بوداي منونکوکی د پيپل دا ونه ډيره سپيڅلې وه چې سل فټه لوړه او څانگې يې دومره خپرې وې چې ورلاندې بوداي راهبان مراقبې ته کيناستل. دايې عقيده وه چې کنشکا باچا به يو وارې بيا دې نړۍ ته راځي او د ونې لاندې به کيني. يو وخت ددی سيورې دومره گور و، چې لمر به ترې نه ښکاريدو. ددی لاندې به د بودا څلور مجسمې د ناستې په حال ايښې وې چې دده د تير ژوند حال يې ويلو.
زما ياديږي چې په ماشومتوب کی د انا يا پلار سره د سودا لپاره ” پيپل منډۍ ” ته ورتلم نو ددی ونې لاندې به سادوان ناست و. ددی تنه دومره لويه وه چې چاپيره تری د خښتو ديوال تاو و او ورباندې ډيوې او د نذر شيان ايښي و. ماځيگر محال په دی کی به د مرغيو دومره شور و چې ټوله منډۍ يې په مخه اخستې وه. زما لپاره يوه بله حيرانوونکې ننداره دا هم وه چې په يو څو ځايونو کی ددی زړې څانگې په زمکه کی ننوتلې وې.
د اتيايمې په لسيزه کی دصوبه خيبر پښتونخوا والي د دی تاريخي ونې د پريکولو هوډ وکړو. بانه يې دا وه چې د پيپل منډۍ دکانداران په باران کی ددی د رژيدلو پاڼو نه په تنگ وي. د پيښور ځينې روڼ اندو، لرغون پوهانو او ښاريانود احتجاج غږ پورته کړو. په امريکه کی د پيښور يو مخه ور ډاکټر امجد حسين پخپله پيښور ته ولاړوچې ددی کار مخ نيوې وکړي. په ورځ پاڼو کی ورباندی ليکنې اود والي سره جرگی، مرکی وشوې. د حکومت له خوا هم ورباندی معلومات ورکړی شول چې هغه د کنشکا د لاس ونه نه ده اوددی پر ځاې بله ونه راټوکيدلې وه. دوه زره کاله پخوانۍ ونه هيڅ امکان نه لري. ښاي دا خبره ريښتيا وي خو د پيښوردا ونه هم ښاي څو سوه کاله پخوانۍ وه اوهغې لرغونې ونې له څانگو به راشنه شوی وي. والي ټولو ته ډاډ ورکړو چې دا کار به نه کيږي. څه موده وروسته دا ونه په پټه پريکړی شوه او له بيخه يې وويستله. دا چې په بيخ کی يې څه و او که نه، هيڅوک تری خبر نه دي.
دکنشکاد سټوپا موندل شوی جعبه لومړی د پيښور اووروسته د ټيکسلا په ميوزيم کی ايښې وه. ددی يوه کټ مټ کاپي د بريطانيې په ميوزيم کی ده. په جعبې کې پراته تبرکات اوس د برما په مينډيلې کی دي چې په ۲۰۰۵ م کی د پاکستان حکومت ورته وسپارل. دا تبرکات د برما دبوداي کلتور او مذهبې چارو په مرکز کی د سرو زرو په يوه بله جعبه کی ځاې پرځاې شول. هلته د اوو سوو نه زيات عبادت خانې تری چاپيره جوړشوي دي او د بوداي دين منونکو لپاره يو مهم زيارت دی.
په پيښور کی د کنشکا د سټوپا ځاې ته خلک اوس هم “شاه جي دی ډيري” واي. د زړو کنډ والوپرځاې يوزيارت جوړ دی چې خلک گومان کوي، شاه به دده د نوم برخه وي. يو وړوکي جومات کی خلک لمونځ کوي. ددی ډيرۍ سره نږدې د يو بوداي خانقاه اثار رابرسيره شول چې اوس ژغورل شوي دي.
په ۲۰۱۰ م کی زه پيپل منډۍ ته ولاړم او د هغې ونې ځاې مې ولټوو. هلته هری خوا ته دکانونه جوړ و، خود کورونو او دکانونو په منځ کی له ديوالونو شا ته د پيپل څو دنگې ونې ولاړی وې او ددی څانگی راته داسی ښکاره شوی لکه چې په انسانانو يې ملنډې وهلې.
سرچينې
۱. د شاه جي کي ډيرۍ لويه سټوپه او دلرغون پوهنې (آوټ لوک ) ايس. کوواياما. د کويوټو پوهنتون د عمرانياتو د څيړنو مرکز. ۱۹۹۷ م. مخونه.
۲. د گندهارا لرغونې جغرافيه. د خوان زانگ په ليکنه يوه تبصره. الفرډ فوشر. ۱۹۱۵ م. ايشياي تعليمي خدمتونو چاپ. ۵ او ۶ مخونه.
۳. د کنشکا نيټه. جان. ايچ . مارشل. د لوې بريطانيې او ايرلينډ د ايشياي ټولنې مجله. ۱۹۱۴م . ۹۷۳ او ۹۸۶ مخونه.
۴. د اسلامي نړۍ دايرته المعارف او تاريخ نامې. ټولونکي. اين. کې. سنگهه. او اې. سميع الدين. گلوبل ويژن چاپ ځاې، ډېلي ،هند. ۲۰۰۳ م . ۵۹مخ.
صفيه حليم
د خپريدو نيټه
۳ مارچ ۲۰۱۳ م