د خيبر پښتونخوا په چارسده کی د اوړي په پيل کی دغنمود رنگ د گنو په شان ډانډي په بازارکی خرڅيږي چې خلک ورته برسنډې واي. دا لکه د گنډېرو پريکوي، د نورو سبو په شان ځان له، يا د غوښې سره يوځاې پخوي چې د الوگانوخوند لري. دا ډانډي د برسنډې د گل جرړې يا ځيلۍ وي چې ښکته په اوبو کی خپرې وي. د چارسدې خاوره د بودهاي دين د منونکو لپاره سپيڅلې وه او دی ته به يې پشکلا وتي ويل يعني د برسنډې ښار.
دبرسنډې گل ته په فارسي کی نيلوفر، په انگرېزي ژبی کی لوټس او په سانسکرت ژبی کی پدما واي. ددی گل شلو نه دېرشو سينټي ميټرو پورې لوې وي او تر دريو ميټرو له اوبولوړ وي. په نباتي ساينس کی ددی نوم نيلمبو نوسيفيرا دی. ځينې خلک د اوبوسوسن (واټرللي) او د برسنډې په گل کی توپيرنه شي کولې او دواړه يو گڼي. خود اوبوسوسن ډېررنگونه لري او د پاڼو منځ يې د برسنډې نه فرق وي. بله دا چې د اوبو سوسن د ورځې را ښکاره شي او د شپې په اوبو کی پټ وي.
دبرسنډې گل د زرگونو کالو راهيسې، د پاکوالي، حسن، وقار، علم، شته مني او د ارام نښه ده. په هندو او بودهه مذهبونو کی دا گل د روحانی ژوند د راويښيدو الامه ده. د بودهاي مذهب په ځينو مراسمو کی د برسنډې د گل وچې پاڼې په اورکی د تبرک لپاره غورځوي او ددی لوگې سپيڅلې گڼي. د بهاي فرقې منونکو هم دا خپل سمبول ټاکلې دی. دا د هند او د ويتنام ملی گل دی.
د برسنډې د گل هره برخه او ددی ټول ژوندد فلسفې ډک دې. د تودې زمکې دا گل يخ نشي زغملې خوپه سړې هوا کی ټول بوټې دی گل ته تودوخي ورکوي چې ژوندې پاته شي. د برسنډې تخم (زړې) د مردارو اوبو د داسې ډنډ په خټو کی راشنه کيږي چې اوبه يې ژورې نه وي او د ودی په حال کی له اوبوبهر وتلوته سر وهي. لومړې ددی لوې پلنې پاڼې په اوبو کی خپرې شي. او بيا د يو ډانډي پر سر يو گل له اوبو بهر شي.
دا گل په سپين اويا پيکه گلابي رنگ کې وي اوپکی د پينځلسو نه تر اتلسوپورې د اگۍ په شکل پاڼې وي. ددی گل يوه ځانگړتيا دا ده چې دورځې يې خله بنده او په اوبو کی ورک وي اوماښام له اوبوسر راښکاره کړي. د برسنډی گل د دريو ورځو لپاره سمسور شي او بيا يې نازکې پاڼې يو يو په اوبو کی ورژيږي.
د برسنډې د گل په رژيدو ددی ميوه لکه غټو ملغلرو په يوې زرغون کاسی کی پاتې شي اودا د ډانډي سره په بازار کی خرڅيږي. په وړکتوب کی به مونږ ددی د شنې کاسې نه سپينه ميوه د خوړلو لپاره په گوتو راويسته او خوند به يې لکه د بادامو و. هم دا ميوه د برسنډې تخم دې او د وچولو وروسته په خواړو او داروگانو کی کاريږي. که د برسنډې ميوه څوک وونه شوکوي نو ددی ډانډې اوبو ته غاړه تاو او زړي يې د اوبو په تل کی په خټوکی د نوي گل د جوړولولپاره ورښکته شي. ترراتلونکې سپرلي پوری نوې بوټې جوړ کړي چې بيا په اوړي کې رابهر شي.
ددی زړې دومره کلک وي چې که زوړهم شي، نوې بوټې ترې راووځي. په چين کی د څلورسوه کاله پخواني زړي نه بوټي راټوکيدلي دي. څو کاله پخوا د امريکې په لاس اېنجلس کې يوه تجربه وشوه. ساينس پوهانو د چين د برسنډې يو زړې چې دولس سوه کاله زوړاو د يو کلي په معبد کی موندل شوې و، په ډنډ کی واچوو او په څلورو ورځوکی ترې د برسنډې نوی بوټې راشين کړو.