د شهاب الدين غوري شناخته؟


د غورد پښتون ټبرسلطان محمدغوري په څونومونو پيژندل کيږي. دده خپل نوم معزالدين محمد بن سام واو داسې اندازه ده چې په ۱۱۵۰ م کې زيږيدلې و. ده د خپل ورورغياث الدين محمد سره يو ځاې د اوسني افغانستان او د آمو سيند نه پورې دخوارزم واک په لاس کې لرلو. معز الدين د جوش نه ډک، په غرونو او دشتو کې خوشاله و. دې د تورې ميړنې او د اس د ځغاستې ماهر واوپه خپل دې خوي، د ” شهاب الدين” په لقب ياديدو.
محمد غوري دهندوستان د ځواکمن راجه ” پرتهوي راج چوهان” سره دوه جنگونه کړي و. يو وارې يې ماتې خوړلې وه او دويم وارې يې مات کړې و. دا جنگ په ۱۱۹۲ م کې شوې و اوورپسې په هند کې په لومړي ځل يو اسلامي سلطنت بنسټ کيښودل شو.
د شهاب الدين غوري ټول عمرد جنگ په ميدان کې تيرشوې و او د ۵۵ کالو په عمرکې يې خپل يوبااستعداده جنرال او ترک غلام قطب الدين د لاهور په لوې دربارکې د ” ايبک” د خطاب سره په هند کې خپل ځاې ناستې اعلان کړې و.
د ملتان او د لاهور ترمنځ بيلا بيل قامونه اوسيدل چې يو يې ” گکهړ” نوميږي او اوس هم په دې نوم شته. يو بل قام “کهوکر” نوميدوچې هغه وخت پورې يې اسلام نه و منلې اوغورته يې باج ورکوو. دوي به په ډلو کې گرځيدل او په مسلمانانو يې حملې کولې. محمد غوري او ايبک څو وارې دوي سره جنگيدلي و او په کوم ځنگل کې چې پټيدل هغه ته يې اور هم ورته کړې و.
د مارچ پينځلسمه نيټه او ۱۲۰۶ م کال و. شهاب الدين د خپلې قافلې سره د لاهورنه کوچ کړې و او ماښام محال د جهلم سره نږدې په “سوهاوه” کې پړاو وکړو. د باچا لپاره په يوې غونډۍ خيمه ټک وهل شوه اود گرمۍ له کبله ددې پردې لوړې وې. نورپوځ او د قافلې خلکو داخيمه د ليرې نه ليدې شوه. د مشعلونوپه رڼا کې چاپيره ولاړو ساتندويانوته هم خپل لښکرښکاريدو. په سيمه کې د افغانانو د برياليتوب نغاره غږيده اوڅوک انديښمن نه و.
هيچا د شپې په تياره کې هغه څو تنه ونه ليدل چې د باچا خيمې ته ورنږدې شول. هغه د ماسخوتن لمونځ کوواوکله چې دده محافظان د خبريدل او هغوي يې وننگول، څو تنو په خيمه کې دننه په سجده پروت محمدغوري گوزارکړې و. په دې شخړه کې د غوري درې تنه ساتندويان ووژل شول او حمله کوونکي په تياره کې وتښتيدل. واي چې شهاب الدين غوري ۲۲ وارې په چړو ووهل شو او ددې ثبوت و چې حمله کوونکي دده د وژلو لپاره راغلي و. دده په دښمنانو کې د پارس دشاه اسمعيل قرامتي ډله هم وه چې څه موده وړاندې ده په ملتان کې زپلي و. داسې اوازه گډه شوه چې ممکن هغوي ورته سازش کړې وي. چا ويل چې هغه ددې سيمې “گکهړ” قام خلک و، نورو ويل چې هغوي مسلمانان واو دا به د هندو”کهوکر” قام خلک وي.
ځينې تاريخونه واي چې د شهاب الدين محمد غوري مړې په تابوت کې غزني ته يې يوړواو هغه قبر چې دده د لور لپاره جوړ شوې و، پکې خښ کړې شو. د ابن خلدون دهغه د خښيدو نيټه ۶۰۲ هجري دشعبان مياشت ليکلې ده او واي چې دده مړې په غزني کې ” مدرسه شاهي” کې خښ شو. بل ځاې دا نيټه ۲۲ ښودل شوې ده. نور ليکي چې د هند نه د غنيمت مال چې په ۲۲۰۰ اوښانو بارو، دده مړي سره بدرگه غزني ته ورواستول شوه .
پوښتنه دا ده چې د جهلم نه ترغزني څه نا څه ۱۲۰۰ ميله فاصله ده اودا باورگران دې چې د يومسلمانان باچا مړې، په تيره بيا په اوړي کې دويشت ورځې بې کفن او بې قبروساتل شي.
په طبقات ناصري تريخ کې ددې پيښې په اړه يوه پارسي څلوريزه داسې ده.
شهادت ملک بحروبرمعزالدين
کز ابتدای جهان شدچو او نيامد يک
سوم زغره شعبان بسال شش صدودو
فتاد در ره غزنين به منزل دميک
پژواک ددې تاريخ په پارسي متن کې دا ځاې ” دهيک” ولوستې او واي چې د اندړپه سيمه کې دهيک د يوکلي نوم دې. د غوري واکمن مقبره د غزني نه د شپږ کروه په واټن د سرکيله شمال د گرديز په لوري ده . د سيمې اوسيدونکي هڅ وهي چې دا د سلطان شهاب الدين قبردې چې خلک يې زيارت ته ورځي. خوځاي خلک واي چې سلطان په هغه قبر کې خښ نه دې.
پخپله علامه حبيبي ” کوټ دهميک” په انگريزي املا هم ليکلې دې. دې ته به يې ” دغوريان پهاړي” ويل او ” کوټ کروړ” هم ورته نږدې دې چې دحبيبي په وينا، د اميرکروړد نوم کلا پکې جوړه وه.
علامه عبد الحۍ حبيبي د افغانستان په جغرافياي تاريخ کې ليکي چې په غزني کې د غوري د قبر شته والې ښايي چې يو وخت دده مړې له کوټ دهميک غزني ته راوړل شو.
داسلام اباد نه اويا کلوميټرجنوب ختيځ ته پخوانې شيرشاهي سړک يوه نښه ليکلي دي ” مقبره شهاب الدين محمد غوري”. دلته اوس هم يوه پخوانۍ هديره شته. په ۲۰۰۲ م کې نوميالي ساينس پوهه ډاکټر قديرخان چې ځان غوري بلي، د شهاب الدين محمد مزاربيا د سره جوړ کړو.
په ۲۰۰۸ م کې زه ددې مزارليدوته ورغلم او د لوې سړک نه شپاړس کلوميټرپه يو تنگ سړک د غونډيو په منځ کې سفروکړو. د شهاب الدين غوري په دې نوې مقبره د شناختې په تيږه ليکلي دي چې دا د هغه د شهادت ځاې دې. ورسره يو بل وړوکې سايبان لاندې د هغه د محافظانودرې قبرونه دي. يو وړوکې جومات، لايبريري او ميوزيم هم لري.
اوسني مقبرې ته څيرمه يوه پخوانۍ هديره ده چې د قبرونو نښې پکې ليدل کيږي. ځاي خلکو ويل چې دلته د محمد غوري قبرجوړو چې ورباندې دده د نوم کتيبه هم لگيدلې وه. دده سره درې نور قبرونه دده د محافظانو و. په زړه هديره کې يو محرابي ودانۍ نښې هم شته چې ښاي يو وخت ښکلې مقبره وه. پوښتنه دا ده که د شهاب الدين مړې که په ” دهميک” کې امانت ساتل شوې و، نو څه وخت له دې ځايه يوړل شو؟ دده ورورغياث الدين غوري هم د افغانستان باچا و. نو د هغه قبر کوم ځاې دې؟ غزني که په غورکې؟

سرچينې
۱. جاې شهادت سلطان شهاب الدين غوري. جغرافياي تاريخ افغانستان. ( پنجاه مقاله) پوهاند عبد الحۍ حبيبي. بنگاه انتشارات ميوند، کتابخانه سبا. ۱۳۶۲ ه ش. دريم چاپ. ۱۵۳ نه تر ۱۵۵ مخونه.
۲. تذکره، د پښتنو اصليت او ددوي تاريخ. خان روشن خان، روشن خان ايجوکيشنل ټرسټ. ۱۹۸۳ م. ۲۱۹ او ۲۲۰ مخونه.
۳. غوريان. عتيق الله پژواک. ژباړن اورنگزيب ارشاد. دانش خپرندويه ټولنه. ۲۰۰۹ م . ۳۰۱مخ.
۴ږ طبقات ناصري. منهاج سراج. اردو ژباړه غلام رسول مهر. ترتيب و تحشيه عبد الحۍ حبيبي قندهاري. ۲۰۰۴ م . اردو ساينس بورډ. لاهور. ۷۱۶ مخ. لومړې برخه.
صفيه حليم

د خبريدو نيته
۱۵ مارچ ۲۰۱۳ م

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *