ابو طبيله

“کله چې سيکانو په بوجيوکی د اپريدو سرونه د پيښور والي ته يوړل نو ده به پکی د ځوانانو سرونه غوره کړل او دا به يې د ښار په لوې ديوال ( فصيل ) د نورو د عبرت لپاره کيښودل. د ځوانانو د سر بيه يوه روپۍ وه. نور سرونه چې د سپين ږيرو، ماشومانو او يا د ښځو و، هغه به يې بيرته وگرځول چې وروسته د څمکنود شهيدانو په هديره کی يوځاې يې خښ کړل.” دا خبره راته د څمکنو يو وکيل فهيم خان وکړه چې د سيمې د تاريخ په اړه يې پلټنې کړي دي. د پيښوردابدنامه والي چې د اپريدو سرونه يې راټولول، اطالوي نژاده ايويټبايل، د سيک مهاراجه رنجيت سنگه له خوا هغه وخت وټاکل شو چې له افغانانو يې ترجمرود پوری ټوله سيمه ونيوله.
“پاولوبارتولوميواويټبايل په ۲۵ اکتوبر ۱۷۹۱ م کال کی د اطاليې په يووړوکي کلي د يو کروند گرپه کورکی زيږيدلې و. په کچه خوانۍ کې دې په پوځ کې شامل او ژرلومړی بريدمن شو.
وروسته يې پوځ ته مخه ښه وويل، لومړې ترکي اوپه ۱۸۲۰ م کی پارس ته ولاړو او شپږ کاله يې هلته پوځي خدمتونه ترسره کول. په پارس کی ده د بريطانيې د يو ډگر من کورټ سره وپيژندل او په دی خبر شو چې په هند کی به دی نوری پيسې هم وگټي، نوپه ۱۸۲۷ م کی دمهاراجه رنجيت سنگ دربار ته يې ځان ورسوو. راتلونکي اووکاله دی د سيکانو له خوا د بيلا بيلو سيمو والي شو. په ۱۸۳۴ م کی دی د پيښور والي وټاکل شوچې کال وړاندی تری شاه شجاع تيښته کړی وه او اوس سيکانو نيولې و.
په پيښور کی دده واک ” د غرغرو او د خلکو دسرونو د پريکولو لپاره شهرت لرلو. خلکو به دده نوم نشو تلفظ کولې نو دی به يې د ” ابو طبيله ” په نوم يادوو. که يوکس به په معمولي جرم ونيول شونو ابوطبيله به د هغه د سر پريکولو يا د غرغری امر وکړو. کله کله يو څوک به يې د مهابت خان جومات له مناری ښکته وغورځوو. هغه اروپايان چې پيښور ته به تلل، دده له دی چلن هيښ و، خوپخپلو يادښتونوکی ليکي چې د پيښور اوسيدونکي تری خوشاله وځکه په ښار کی امن و. دده نوم د ويرې او د ظلم يو سمبول وگرځيدو او ميندو به خپل ماشومان د ابوطبيله له نوم ويرول.
د مهاراجه رنجيت سنگ يوالماني معالج، د اويټبايل ددی چلن پړه په هغو شرابو (وسکي) اچوي چې ده به ډيرزيات څښل. په افغانستان کی د بريطانيې نامتو جاسوس اليگزانډربرنز، د اويټبايل ملگری و او پخپلو ليکنو کی دده پرمختياي کارونه يادوي چې په پيښور کی يې لاری کوڅې پراخې کړې دي او پکی ښکلي بازارونه جوړکړل. خو ورسره دا هم واي چې تر ټولو قاطع د تمدن ثبوت دده له خوا ودرول شوی د لرگي غرغره ده چې ددی خبری پخلې کوي چې ددی وحشي خلکو د کنټرول لپاره اويټبايل څومره کار کړی دی. بيا ډير په شوق واي، ” جنرال ځان ښاي چې اروپاي لاره خپله کړي، او که څه هم په لومړي سر کی دده چلن ظالمانه ښکاريدو خو زه باور لرم چې په پايله کی به دا د مهربانۍ نه زياتې ښې نتيجې ورکړي.”
په دی کی شک نشته چې د اويټبايل پر وخت دپيښورکوڅې پراخې شوې او د ښار چاپيره د کچه خښتو ديوال هم جوړ شو ځکه ددی په اړه مونږ نور شواهد هم لرو. خو ددی لپاره پيسې يې د ولس نه اخستې. واي چې هغه وخت د پيښور ښار نه نيم په نيمه خلک نورو ځايونو ته له ويرې وتښتيدل. هغه وخت د پيښور ښارعايد د کال ۱۸۳۴۷۳۸ روپۍ وچې زيات يې د ماليې نه ترلاسه کول. د گورکنات په سيمه کی به د هندوانو او د مسلمانانو ترمنځ د يو والي لپاره د هندوانو د مندرسره يو جومات هم جوړکړو اود دواړو منونکو به دلته خپل عبادت کولو.
سيمې ته سفر کوونکو د ښار نه بهربه د غرغری تختې وليدې چې ورباندې مړي ځړيدل. اويټبايل د مړي د خپلوانونه پيسې اخستې چې خښولو يا سوزولو لپاره يوسي. خو سره له دی سختو سزاگانو هم د قتل او د غلا پيښې کيدی. د شاه شجاع د زوې سره بدرگه کې يو منشي شهامت علي ليکي،
” مونږ خبر شو چې بيگاه د ډاکوانو يوه ډله پيښور ته ننه وتلې ده. د يو شته من هندو له کوره يې مال اوړې او يو کس يې هم وژلې دې بل زخمي دې. جنرال اويټبايل د مړي د سيزلو مراسمو ته اجازه ورنکړه په دی چې د هغه هندو لپاره دا يو سزا وي چې ولې يې هغه ديوال نه و جوړکړی چې برخه يې ماته وه او له هغه سوري ډاکوان وردننه شول. د ډيرو زاريو نه وروسته اويټبايل د هندو کورنۍ نه دوه زره روپۍ تاوان واخستو او بيا د مړي د سيزلو اجازه يې ورله ورکړه. داپيسې ايويټيبل د ښار د ديوال د پخولو لپاره کارول”
د پيښور ښار په ختيځ کی د لاهوري دروازې د پاسه يوه لوړه ودانۍ اوس هم د ښار د زړو خلکو له خوا د ابو طبيله د بالا خانې په نوم پيژندل کيږي. اويټبايل د لرغونې دروازې د پاسه هغه څو کوتې چې پخوا د کوټوال دفتر و، د خپلې استوگنې لپاره دا ترميم کړو خو ددی پخوانی جوړښت يې وران نه کړو. له دی بالا خانې ټول ښار تر سترگو کيدو اوپکی د ژوند هر هغه څه و چې اويټبايل غوښته. ده تر هغې واده نه و کړی او په اړه يې يوانگريز ليکي، ” دی هره ورځ يو درجن بدبخته مجرمان غرغره کوي، د خپل پوځ د معاش غم خوري، کورنۍ معاملې سر ته رسوي چې يوه مرغانچه ده او دی پری ډير وياړکوي. بياد ماښام له ډوډۍ وړاندې دتفريح لپاره ، يو څو د نسوارو ډبلي چې سر يې پرانيزې نوغږيږي، دی تری خوند اخلي.”
اويټيبايل يو وخت د لاری کوڅې دکانداري هم کړی وه نوپه پيښور کی به يې مشتريانو ته، ” مصنوعي گاڼې، ساعتونه، هغه واړه ډبلي چې غږيدل او بربنډ انځورونه پلورل. دی د بربنډو انځورونو شوقي و اوپه سوونو داسی انځورونه يې لرل. دده د استوگنځي په ديوالونوداسی بې شميره فحش انځورونه ځوړند و چې هغه وخت د اروپايانو به هم نه خوښيدل. هلته يواځې د اروپا ميلمانه ايساريدل او د هغوي لپاره د ښې ډوډۍ او شرابو نه علاوه د شپې موسيقي او د نڅا محفلونه يې هم جوړول.
ددی سيمې د والي په حيث اويټبايل د خيبر د دری کنټرول هم په لاس کی ساتلو. هم دا وه چې د لومړي افغان انگليس جنگ ( ۱۸۳۹- ۱۸۴۲ ) کی ده د بريطانيې د چار واکو او د پوځ مشرانو سره ښه کلکه ملگرتيا وکړه. په دی وخت کی د انگريز پوځ يو کپتان هيولاک په پيښور کی دده ميلمه و. دی د اوي ټبايل د دربار او دده د ژوند په اړه پخپلو يادښتونو کی دده د شخصيت په اړه واي چې ” دې ، بی باکه، خنده روي او ټوکي کس واو ددی سره سره ماهر افسر هم و”
په ۱۸۴۲ م کی کله چې انگريزان بيرته کابل ته په لاره و نو”ابو طبيله” د کومکونو سره سره ده د انگريزانو خزانې سره مالي مرسته هم وکړه او پوځيانو ته دتنخاه لپاره يې لس لکه روپۍ پورهم ورکړی. وروسته ددی په بدل کی انگريزانود اويټبايل لويه شته مني اروپا ته ورواستوله. د نورو اروپاي خلکو په شان اوي ټبايل خپله ټوله پيسه سپما کړه. ده په ۱۸۴۳ م کی له خپلې وظيفې تقاعد واخستواو د ۱۸۴۰ م په سر کی اطاليې ته ورسيدو.
هلته د امالفي په غونډۍ ښايسته ماڼۍ جوړه کړه او د يوې ځوانې ښځې سره يې واده وکړو. خو ډير ژرهغې ښځې د ماڼۍ د يو نوکر سره اړيکې جوړی کړی چې په ۱۸۵۰ م کی يې اوي ټبايل ته ذهر ورکړل. دده د کورنۍ غړي اوس په نيپلز او امريکه کی موندل کيږي.
سرچينې
۱. سيکان او افغانان. د هند اود فارس پوری مربوط. د کرنل سر سي. ايم. ويډ د پوځي مهم برخه. ۱۸۳۹. شهامت علي. بيا چاپ ۱۹۸۷ م د امر پرکاشن نوي ډېلي . ۱۰۹ مخ.
۲. کابل. شخصي بيان. په ۱۸۳۶-۳۷ م کی دی ښار ته سفر او استوگنه. ليفټنټ کرنل سراليگزانډر برنز. بيا چاپ انډس چاپځې. کراچي. ۱۹۸۶م. ۹۵ مخ.
۳. جوسايا اعظم، د هغه چا ريښتونې کيسه چې باچا شوې وې. بن ميکينټاير. هارپر کولن چاپ. ۲۰۰۴ م . لندن. ۱۶۱ مخ.
صفيه حليم
دا عکس د پيښور هغه دروازه ښاي چې ابو طبيله پکې اوسيدو.

د خبريدو نيټه
۲۹ مارچ ۲۰۱۳ م

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *