اکره


په ۱۸۴۷ م کې د انگريزانو پوځ په لومړي ځل بنو ته ورسېدو نو ددوی مشر جنرال کورټلينډ د ښار نه نهه ميله جنوب لويديځ کې د غونډيويوې لړۍ سره نږدې خپل کيمپ ولگوو. دا غونډۍ د زمکې نه شل ميټره لوړې دي او پخوا وختونو راهيسې ” اکره” نوميږي. د هند پوځيانو د خيمو د درولوپه وخت کله چې د غونډۍ په لمنه کې زمکه وکېندله نو هلته د پخو خښتو ديوال ښکاره شو. د جنرال په امر نورکنستون وشونو يوه گول جوړه شوې کوټه يې رابرسېره کړه چې انساني هډوکي پکې ايښي و.
د باران له کبله هلته زمکه نرمه وه او د ميسو سيکې هم رابرسېره شوې . پوځيانو دا سيکې ډېرپه خوښۍ راويستلې او پوځي کوماندان ته يې وروړلې. سيکې په خټو لړلې او ورباندې نقشونه تت شوي و. خويوڅو پکې داسې و چې ورباندې يوناني توري ولوستل کېده. ځينې پکې ډيرپه ښه حالت و اونقشونه يې د هغو سره ورته وې چې جنرال کورټ په هزاره (پاکستان) اود مالگې غرونو او د پنجاب له نورو ځايونوراټول کړي و.
کال وروستوهنري لارنس دې سيمې کې د کمشنر په توگه کار پيل کړو او د کورټلينډ سره د ” اکره” ليدو ته ورغلو. دې ليکي، ” د بنودرې په جنوب لويديځ، د گمبيلا چپ لاس ته، د کوکي او بهرت د ښاريو په منځ کې د وړوغونډيو يوه جوپه ده چې بېلا بېل ارتفاع او کچ لري. دا په يو بل کې ننوتي دي او د کنډوالولړۍ پرې ښکاري. کله چې ورنږدې شې نودا ټول يوه ودانۍ ده. “د پخو خښتو او د کاشي ټوټې پرتې وې چې په سيمټو يې نښلولې وې او اوس د کلونو په تېروېدو مات شوي و. داسې ښکاري چې دلته يو وخت لوی کوټې او تالارونه جوړو.”
زيات تره موندل شوي سيکې د ميسو وې چې د يونان بوديزم د ” يوکراټايډز ، فيلوکسينز، ميناندر، او د اپالوډوټس باچاهانود وخت نه هلته پاتې وې. خو ددې نه هم زياتې د کوشاناينو، ويما کډفايسس، کنشکا، هويشکا او بيا د يفتليانو سيکې وې چې ازيس او مايوس باچاهانود وخت نقشونه يې لرل. د کابل د برهمني باچاهانو لکه ” سامنتا ديوا، سيالپتي او ورپسې د غزنوي سبکتگين، د محمود او يو څو د وروستي مسلمان باچاهانو، التمش سيکې هم پکې وې.
يو بل انگريزډيمزد اکره نه د بلورويو مهروموندلوچې ورباندې ډېرښکلې يوناني ډول سرجوړو.
د انگريز لپاره تر ټولو ارزښت من شيان د نسواري عقيق اود زرغون عقيق تراشل شوي ټوټې وې چې يونانيانو به پخپلو گوتميو کې کارول. دې تيږو د پاسه به کندن کاري شوې وه او څو بېلگې يې داسې وې. د اوسپنې خولۍ په سرانساني څيره، اس، غويې ، دوه چرگان او داسې نورچې په لرغونې يونان کې رواج و.
ځایي خلکو ويل چې پخوا هلته هندوان اوسېدل. په لرغونو وختونو کې دا يوناني، هندي يوناني او هندي ساکایي خلکو ونيولوخو هندوانو دا ځای د خپلې مستمرې په توگه ساتلی و او ” سترام” به يې بللو.
په هند کې نامتولرغونپوه اليگزانډرکننگهم د موندل شويو سيکو نه دا نتيجه راباسي چې دلته اوسيدونکي هندوان د يونان هنر سره بلد و او وروستو د مسلمانانو سره يې هم اړيکې لرلې. خو داسې ښکاري چې محمود د حملو نه وروستو دا ځای خلکو ورور ورو پرېښودو.
د انگريزانو د کيندنو نه څو کاله وړاندې يو کليوال په دې غونډۍ يوډبرليک موندلی و خو د وخت په اوږدو کې يې توري سوليدلي و او سم نه ولوستل کېده. کننگهم او د سينټ پيټرزبرگ د سانسکرت ژبې يو استاد هڅه وکړه چې په ډبرې ليکلې د سانسکرت متن ولولي خو د ولوستلو وړنه و. دا ډبره اوس د لاهورپه ميوزيم کې ده.
ددې غونډۍ چاپيره دانساني هډوکو شته والې ښاي چې دلته يو وخت هديره او خلکو به پکې خپل مړي خښول. هم دا ده چې ددې ځای په خاوره کې د هډوکودومره فاسفيټ گډ شوي دي چې د زمکې د اړولولپاره د کروند گرو خوښېدو. ددې لپاره چي خلک ورور ورو دا غونډۍ ختمه نکړي، يو انگريزرابرټ ايگرټن په مشوره دا د حکومت ملکيت اعلان شو. ددې نه وړاندې کليوالو ته ددې د زمکې اړولو اجازه وه خو دی ته يې ويلي و چې هر څه يې په دې خاوره وموندل نو هغه به حکومت ته سپاري.

۱. دوه کاله په پنجاب کې. سر هنري منټگمري لارنس لومړۍ برخه . ۱۸۵۱ م. ۳۳۵ او ۳۴۱ مخونه.
۲. دهند لرغونې جغرافيه. جنرال اليگزانډر کننگهم. ۱۸۷۱ م. د ۸۴ نه تر ۸۷ مخونه.
۳. د پنجاب په سرحد يو کال. ۱۸۴۸ نه تر ۱۸۴۹. ميجر هربرټ . ډي. ايډورډز. رچرډ بينټلې، لندن. شلزاو کمپنۍ چاپ، ۱۳ پولينډ سټريټ ، لندن.
صفيه حليم
د خبريدو نيټه
۳۰ مارچ ۲۰۱۳ م

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *