دښارپه منځ کې په لوړې مينارې د يو شهزاده مجسمه ولاړه وه. خلکود مينې نه ورته خوشاله شهزاده وېل. مجسمه په طلاي پترو پوښلې، سترگوکې يې نيلم اود تورې په لاستي يوغټ او تک سور ياقوت خښ و. هرڅوک چې د مينارې څنگ نه تېريدل نو يوه شېبه مجسمې ته به يې وکتل، ددې ښايست ته به ځيرشو او د ستاينې احساس به يې وکړو. د ښارچارواکي به پرې وياړېدل. ماشومانو چې کله ووژړل نو ميندو به ورته ويل، ” وگوره خوشاله شهزاده چرې هم نه ژاړي، تاسو ولې د هغه په شان نه وسئ؟ غمژنوکسانوچې ورته وکتل نو شکربه يې ايستلو چې په دې نړۍ کې داسې څوک شته چې هر وختې خوشاله وي.
يو ماښام د ښارد پاسه يوتوته کرگې چې ځينې خلک ورته ابايبل واي، تيريده. هغې لاره ورکه کړې وه ځکه نور ملگري ترې مصرته تللي واو دا وروستو پاتې وه. د ښار رڼاگانې چې يې وليدې نو ځان سره يې وويل، ” شپه به دې ښارکې تيره کړم…خوکوم ځاې؟” اخوا دېخوا يې کتل چې مجسمه يې وليده. دا والوته او د مجسمې په پښوکې يې ځان ځاې کړو. کله چې دمه شوه نو سر يې په وزرو کې پټ کړو. ناڅاپه د اوبو يو څاڅکې ورباندې پرېوتو. توته کرگي د وزرو نه سر بهر کړ، اسمان ته يې وکتل چې د ستورو ډک و، وريځې پکې نه وې. ” عجيبه ده، باران له کومه شو؟” هغې ځان سره ووېل او بيا يې سترگې پټې کړې. يو بل څاڅکې پريوتونوتوته کرگې په قهر شوه. “دومره لويه مجسمه ده او ما د باران نه نشي ژغورلې!” هغې د الوت لپاره وزرې وڅنډلې چې بل ځاې ولاړه شي خو د مجسمې مخ ته يې وکتل نود هغه له سترگو اوښکې بهيدې.
توته کرگي پوښتنه وکړه، ” ته څوک يې او ولې ژاړې؟” شهزاده ورته ووېل، ” زه خوشاله شهزاده يم، کله چې ژوندې وم، غم مې نه وليدلې. اوس چې مړ يم او خلکوزما مجسمه جوړه کړې ده نو زه دا ټول ښارليدې شم. دلته داسې غم ژنې پيښې کيږي چې ورته وژاړم. زما زړه د ” سرپ” نه جوړدې خو زه بيا هم اوښکې تويوم.” توته کرگي په زړه کې ووېل، ” ما خو داسې ګڼله چې دده زړه به هم د سرو زرو وي.” شهزاده ورسره ورو ورو خبرې کولې، ” ددې ښار په بل سرکې يو وړوکې کور دې، کړکۍ يې خلاصه ده، دننه يوه ښځه په کرسۍ ناسته وينم چې ډېره کمزورې ده. په پرهرلاسونو کې يې ستن تار دي او په يو ښايسته لباس د گلابوگلونه جوړوي. دا لباس د مليکې د يوې خاص وينځې لپاره دې چې د ماڼۍ په جشن کې به يې اغوندي. د کوټې په بل سر کې په کټ ددې ښځې ماشوم زوې په شيبرې تبې کې پروت دې. هغه د مور نه ډوډۍ او مېوه غواړي خو دې ښځې سره د اوبو نه بغير هيڅ نشته چې شيبه وروستوماشوم ته په خله کې ورکوي.” هغه دا ټوله کيسه وکړه او توته کرگي اورېدل. شهزاده ورته ووېل، ” زه خو ددې ځايه خوځيدې نشم، ته زماد تورې د لاستي نه دا ياقوت وباسه او دې ښځې ته يې يوسه چې خپل ماشوم ته پرې څه واخلي.” توته کرگي ورته ووېل، ” زما ټول ملگري به مصر ته رسيدلي وي، زه نوردلته نشم ايساريدې.”
شهزاده ورته مينت زارۍ وکړې، ” هغه ماشوم ډير ناروغه اومور يې غم ژنه ده، ته يوه شپه نوره هم دلته ايساره شه” د توته کرگي زړه نرم شو، د هغه خبره يې وومنله ، د تورې نه يې ياقوت بيل کړو، والوتله، د ښارد پاسه تېره شوه او د هغه کور خلاصې کړکۍ ته ورغله. ښځه اوس هم په کرسۍ ناسته وه خو سترگې يې پټې وې. توته کرگې وروغوندې دننه ولاړه، هغه ياقوت يې په ميز کيښودواو ماشوم ته ورنږدې شوه. د هغه مخ ته يې خپلې وزرې لکه د ببوزي ووهل چې د تندې نه يې خوله وچه شي. بيا د هم هغې کړکۍ د لارې والوته. په لاره چې تېريده نو د يو لوې کور په چت يې دوه ځوانې جينکۍ وليدې. يوې جينۍ بلې ته ووېل، ” دا ځلې زما د نڅا لباس به دومره ښکلې وي چې ته به هم ورته حيران پاتې شې. په دې به د گلابو گلونه جوړوي. خو کومې ښځې ته مې دا لباس د جوړولو لپاره ورکړې دې هغه ډېره سسته ده، تراوسه يې نه دې گنډلې.”
توته کرگي شهزاده ته ورغله او ټول حال يې تېر کړو. هغه خوشاله شو او دا هم هلته دده په پښو کې ويده شوه. په بله ورځ توته کرگي دښارسېل وکړواو شهزاده ته ولاړه. ورته يې ووېل،” زه به اوس مصر ته ولاړه شم” د شهزاده سترگو نه بيا اوښکې روانې وې. هغې ترې پوښتنه وکړه نووې ويل، ” ددې ښارد يوې زړې ودانۍ په کوټه کې يوځوان وينم چې د کاغذونو ډک يو ميز ترڅنگ ناست دې. دې ليکوال دې چې د ښارد لوې تياتر(تهيټر) لپاره ډرامه ليکي. دده سخت ساړه شوي دي ځکه د سهار نه يې څه نه دي خوړلي. کوټه هم ډيره يخه ده او اوس قلم په گوتوکې نشي نيولې” توته کرگي چې دا واوريدل نو خفه شوه، ” اوس خوته بل ياقوت هم نه لرې نو څه کولې شو؟” شهزاده ورته ووېل، ” زما د سترگو دا نيلم ډېر قيمتي دي ، دا يوه سترگه مې يوسه چې هغه ليکوال پرې ځان له ډوډۍ واخلي.” توته کرگې په ژړا شوه، ” زه به ستا ښايسته سترگې څنگه وباسم؟” خو شهزاده ورته امروکړونو هغې دده د يوې سترگې نيلم راوويستو اود ليکوال کوټې ته ولاړه.
ده اوس خپل سر په ميز ايښې و او سترگې يې پټې وې. توته کرگي ورته نيلم په کاغذونو کيښودو او د کړکۍ نه والوته. هغه شپه هم دا د شهزاده په پښو کې ويده شوه.
سهاردا بيا په ښار گې وگرځيده او ماښام چې د شهزاده نه يې رخصت واخستو نو هغه ورته ووېل، ” ښکته وگوره، په دې څلور لاري کې يوه وړه ماشومه اورلگيت (ماچس) خرڅوي. ددې د لاس نه ټول ډبلي په اوبو کې پرېوتي و. اوس لامده اور لگيت ترېنه څوک نه اخلي. که نن شپه دا کور ته ولاړه نو پلار به يې وهي. ته زما بله سترگه هم وباسه او دې ماشومې له ورکړه چې د پلار د وهلونه خلاصه شي”
توته کرگي ورته ووېل، ” زه بله شپه هم تا سره تيرولې شم خو دا بله سترگه درته نشم ويستلې، ته خو به هيڅ نشې ليدې!” خو شهزاده پرې ټينگاروکړو نوتوته کرگي د هغه د سترگې بل نيلم هم وويستلو او ښکته يې غوټه ووهله. نيلم يې د ماشومې په لاس کېښودو چې اورلگيت يې پکې نيولې و. ماشومې چې هغه نيلا کاڼې وليدونو په خوشالۍ يې کور ته منډې کړې. توته کرگې چې بيرته راغله نو شهزاده ته يې ووېل، ” زه اوس مصر ته نه ځم. زه به تا سره اوسېږم ځکه ته اوس هيڅ نشې ليدې.”
بيا داسې شوه چې توته کرگي هم هغلته خپله زاله جوړه کړه. ټوله ورځ به د شهزاده په اوږه ناسته وه او هغه ته به يې د خپلو سفرونو کيسې کولې چې په نورو ملکونو کې يې څه وليدل. يوه ورځ شهزاده وويل، ” ته زما په دې ښار کې وگرځه او حال راوړه چې خلک څنگه ژوند کوي.” توته کرگي همدغسې وکړل. هغې به ورته د چا غريب حال وويلو نو شهزاده به امر وکړو چې دده په وجود ليگدلې د سرو زرو يوه پتره وشوکوه اوورله يوسه” ورو ورو د شهزاده وجود نه ټول سره زرلرې شول او د اوسپنې يو تک توربوت پاتې شو. يوه ورځ توته کرگي ورته وويل،” زما ژوند ختم دې، مرگ مې رانږدې دې.” شهزاده يې ښکل کړو او هم هلته د هغه په پښو کې يې ساه ورکړه. هغه وخت د مجسمې نه يو غږ راپورته شو …د يو شي د ماتيدوغږ…
په بل سهار د ښار والۍ مشر چې د هغه مينارې نه تېرېدونومجسمې ته يې وکتل چې نه يې په سترگو کې نيلم و، نه په توره ياقوت او نه په وجود سره زر. هغه ځان سره ووېل، ” دا څلور لارې په دې مجسمې بدرنگه ښکاري” امر يې وکړوچې مجسمه دې د هغه مينارې نه ليرې کړې شي. مجسمه د اوسپنې يوې بټۍ ته يې يوړه او ټوله اوسپنه يې ويلې کړې شوه. خو عجيبه خبره دا وه چې د مجسمې دننه د سرپ يوه ټوټه چې د زړه په شکل جوړه وه، ويلې نشوه.
کارگرانو د سرپ ټوټه بهرد خزلې په يوې ډيرۍ وغورځوله چې ورباندې يوه مړه توته کرگې هم پرته وه.
واي چې په هغه ورځ خداې پاک خپل مخلوق ته امر وکړو چې په نړۍ کې دوه قيمتي شيان غوره کړي. هغوي دوه شيان غوره کړل چې يو د سرپ زړه و او بل مړه توته کرگې.
دا کيسه په انگريزي کې دا هېپي پرنس نوميږي چې آسکر وايلډ ليکلې وه.
صفيه حليم
۳ ابريل ۲۰۱۳ م