شاوخوا لس زره کاله کيږي چې انسان د غارونونه راووتلو، وحشي ځناوريې خپل ملگري کړل اود اوبو په غاړه يې ځان له د خټو اولوښې نه کورونه جوړکړل. هغه کور به يوه کوټه و اودغار په شکل گول چتونه او يوه تنگه دروازه يې لرله. کوم ځاې چې تيږې موندل کيدې، هغه يې هم کارولې. ممکن د اوړي په گرمو ورځو کې پکې ايساريدو او په ژمي کې به بيا غارونو ته کډه شو.
پخسه يا خامې خښتې
يو وخت انسان معلومه کړه چې په نمرکې وچه شي خټه کلکه وي. دا هم ورته څرگنده شوه چې که دا خټه څلورگوټيزه وچه شي نويو بل د پاڅه يې ايښودلې او دېوال جوړولې شي. داد خښتو ابتدايي شکل و او اوس ورته مونږ پخسه يا خامې خښتې وايو. د نړۍ په ډيروپخوانوتمدنونوکې يې نښې موندل کيږي. زمونږ په کليو بانډو کې ښاي اوس هم داسې کورونه وي چې پخسه خښتې پکې کارول شوې وي.
پخې خښتې
دپخسه خښتې د پخولوکارپه هغوځايونو کې پېل شو چې انسانان پکې ډېراو د اورلپاره ورسره د سکارو ډبره او يا ونې ځنگونه نږدې و. شاو خوا نهه زره کاله کيږي چې انسان د پخوخښتو نه کورونه جوړکړل. ددې خښتو يو ښه والې دا و چې د تيږې نه سپک خو هم هغسې کلک و. د ايشيا او افريقه په ډيرو لرغونوتمدنونو کې د خښتو جوړولوکارچټک شو. د اباسين( انډس) د تمدن لوې ښارونه دپنجاب ” هړپه” او د سنده ” موهنجوداړو” د پخوخښتو ودانۍ لري. د هرې سيمې د خښتې سايزاو ډيزاين پخپله مهندسانو ټاکلو. په افغانستان کې دنهمې ميلادي پيړۍ نه پاتې دپخو خښتو بيلگه د بلخ په ” نوگومبد جومات” کې ليدل کيږي.
لهوري يا وزيري خښته
دا وړې خښتې د هند په لويه وچه کې دودانيو نه بهر د دول لپاره کاريدل چې دعامې خښتې نيماي سايز کې جوړيدې. ددې لوې بټۍ د پنجاب په دوو ښارونو لاهوراو وزيراباد کې وې نو ځکه ورته دا نوم ورکړې شو.
شاهي خښته
په اتلسمې ميلادي پېړۍ ې د پنجاب سيکانو د معبد جوړولولپاره لوې خښتې کارولې چې ” نانک شاهي” بلل کېده. ورپسې کلونو کې دا نوم د وړوخښتو سره د توپير لپاره وکاريدو. د شاهي خښتې سايز تراوسه هم هغه دې چې د لرگي په بټيو کې پخيږي. خو د شلمې پيړۍ په وروستيو کې د گيس په تنور کې پخيدونکو خښتو ته يوټاکلې معيارجوړشو او اوس په تولې نړۍ کې د ودانيو لپاره د هم هغه سايز خښتې جوړيږي.
د ويبپانو نه
صفيه حليم
د خبريدو نيټه
۴ اپريل ۲۰۱۳ م