هغو لومړيو خلکو چې د هند په شمال کې د بوداي دين تبليغ وکړو، يو پکې بهاليکا نوميدو. د بودا منونکي په دې باور دي چې بهاليکا د بودا څوويښتو سره د افغانستان شمال ته ولاړو، هلته يې يومعبد جوړکړوچې پکی دا وېښته ايښي و. وروسته هغه ځاې د بوداي زدکړو لوې مرکزاو شاو خوا يې يوښاراباد شو چې خلکو بهاليکا بللو. عربان چې راغلل نو بهاليکا يې بلخ کړو.
اورنمانځونکي واي چې ددوي پيغمبر زردشت په بلخ کې زيږيدلې واوباور لري چې د مزارنامتو زيارت کيديشي دده مقبره وه. هلته ددوي يوعبادت ځاې “نوبهار” نوميدواو دا نوم يې ځکه ورله ورکړو چې په دې معبد کې به هر وختې گلونه ايښي و. دا هغه سپيڅلې اورتون و چې دوه نيم دره کاله پخوا يې رڼا د اموسيند نه پورې غاړه په ترميزکې هم ليدل کيده.
بوداي دين څلورم ق م پېړيوکې د هند نه نوروملکونو ته خپورشو. دا خبره څوک په باورنشي ويلې چې زردشت څه وختې ژوندې و خود ۶۰۰ ق م بلخ ددې دين د خپرواي ځاې وچې په کليو کې يې د اورتون نښې موندل کيږي. دا خبره هم نه دي هيرول پکار چې دهندومذهب بنسټ اريايانو ايښې واود ازربايجان نه واخلې ترسيستان پورې هندوان په لوې شميروسيدل. په بلخ کې اوس هم يوځاې چې “هندوسوزان” نوميږي. په څلورم ق م پيړۍ کې دلته يونانيان هم ميشت شول او د “اناهيتا” په وياړ يومعبد پکې جوړشو چې نښې يې اوس د زرگر تپې کلي کې موندل شوي دي.
دوه زره کاله پخوا د بلخ زوړ ښار ددې د کلا په ديوالونو کې دننه و او ممکن څو سوه خلک به پکي اوسيدل. د امو سيند نه پورې غاړې د بېلا بېلو قبايلو د يرغل سره څه موده په بلخ کې ناارمي وه خو د کوشان واک د ټينگيدو نه وروستو بوداي دين وغوړيدو. د دی سلطنت نامتو واکمن کنشکا ( د ۷۸ م نه تر ۱۰۲ ق م ) د بوداي فرقې هنايانا منونکې واو په کشميرکې يې ددې څلورم نړۍ وال سيمينارجوړکړو. په دی کی د بهاليکا يو راهب “گوشاک” هم گډون کړی واو کله چې بيرته ولاړو نو د بهاليکا بوداي فرقې اساس يې کېښودو. هغه وخت د بلخ په يو ويهارا کی د وړاندی نه د بودا وېښته د تبرک په توگه ايښې و اوگوشاک ورسره د غاښ تبرک هم کېښودو.
په څلورم او پينځم ميلادي پيړيوکې د آمو سيند نه پورې قبايل پرله پسې د افغانستان شمالي برخې ونيولې. ترنيمې پيړۍ دلته جنگونه و خوپه ۵۱۵ م کال کی ديفتليانوقوي باچا ” مهراکله ” واکمن شو اود هر يومذهب عبادت خانې يې ويجاړې کړې چې بوداي دين ته يې هم زيان ورسوو.
دده زوې بوداي دين ومنلو اوپخپلې باچهۍ کې د بهليکا د زاړه ښار نه بهر يولوی معبد جوړه کړه چې خلکو به ” نوي ويهارا” بلله. په سانسکرت کې ” ويهارا” معبد ته واي او د وخت په تېريدو ” نياويهارا” (نوې معبد) نوبهارشو، هم هغسې چې نگرويهارا(د معبد ښار) ننگرهار او کند ويهارا(د خوشبوي معبد) کندهارتلفظ کيږي.
داباچا د ” پارا مکهيا” ياني لوې مشرپه لقب ياديدو. ښاي يو وخت ده په مکه کې د ” کعبه ” په اړه اورېدلي و چې ورباندې پوښ غوړېدلې او خلک ترې تاو گرځيدل. باچا ددې نوې ويهارا په منځ کې ديو څلورگوټيزې تيږې د پاسه وړه سټوپا ايښې اود کعبې په شان يې د پوښلو امر وکړو. ددې چاپيره د څرخيدو يا د طواف دود هم پيل شو چې د عربانو د راتگ نه وروستوهم جاري و.
په افغانستان په دوو سيموکې ددې دود نښې اوس هم شته. د کابل په تپه نارنج او د سمنگانو د اېبک ښارنه دوه کلوميټرجنوب ختيځ کی د غونډۍ د پاسه جوړد تيږې يوه توږل شوي کوټه چې خلک ورته تخت رستم واي. دا پورا غونډۍ د داېرې په شکل توږل شوي ده او د معبد چاپېره ديرش ميټر ژوريو خندق د طواف لپاره و.
چيني راهب خوان زانگ په ۶۳۰ م د اپريل په ۲۰ نيټه بلخ ته ولاړواو ليکي، ” بودای دين دلته اوس په ختميدو دې ځکه د سلو شاو خوا معبدونه پکی پاته دي چې دېرش زره منونکي لري. په يو ويهاراکې غاښ، جارواو د لاس وينځلو لوښې په سرو زرو پوښلې و. د بودا د سرو زرو يوه داسې مجسمه هم وه چې ورباندې غمي لگيدلي واو په کوم تالار کی چې ولاړ و، هلته دومره ښايسته او نايابه شيان ايښي و چې ټول ځاې ورباندې روښانه و.”
په اوومې ميلادي پيړۍ کې کله عربان چې بلخ ته ورسيدل نوپارموکهه مسلمان شو اودوي ” برمک ” تلفظ کړو. عرب تاريخ ليکونکوپه لومړي ځل بوداي دين په اړه ليکنې وکړې. د “معجم البلادان” ليکونکې ياقوت د نوبهارد شنوبيرغونو زکر کوي چې په هوا کې رپيدل او د ترميزنه هم ښکارېدل. د لسمې ميلادي پيړۍ تاريخ ليکونکې المسعودي هم د پخوانيو معلوماتو له مخې د نوبهار په شمال کې د يوسټوپا زکرکوي. د معبد په سرشنه بيرغونه رپيدل چې” ۱۰۰۰ گزه” لوړو. د معبد گومبدهډېره لوړه وه او “چاپيره ترې ۳۶۰ کوټې د راهبانو لپاره جوړې وې.
د اتمې ميلادي پيړۍ په سر کې هغه ترک شاهان چې بوداي دين يې نه و پريښې، برمک ووژلو نوعربانو په بدل کې نوبهار وران کړو او يو جومات يې پرې جوړکړوچې وروستو هغه هم په چنگيزي حملو کې وران کړې شو.
د نوبهار په اړه اوس هم په مورخينو او لرغون پوهانو کې اختلاف دې. د ايران ليکونکي پورا هڅه کوي چې دا يو زردشتي معبد ثابت کړي. نورواي چې نوبهاربوداي عبادت ځاې و. په بلخ کې ټولو مذهبونوخپلې نښې پريښي دي چې اوس ” باختري” تمدن نوميږي. په ځينو نقشونو کی د بودا د سرد پاسه يوه نوراني هاله ده او ورسره په ليکلي ډول ” بوده مزد ” کښلي دي. داسې ښکاري چې بوداي او زردشتي دين دلته يو بل سره اخښلي وچې سيالي او رقابت دواړه يې لرل.
په ۲۰۰۵ م کې د بلخ د پوهنتون د تاريخ استاد برزين مهر راته د نوبهار ځاې په نښه کړواو ليدو ته يې ولاړم. د بلخ په لويه لارد نوبهار په نوم د يو لوې گومبده ده چې اوس د خاورو يوه ډېرۍ ښکاري. لږ وړاندې په هم هغه لاره د يوبل معبد کنډوالې هم شته چې عام خلک ورته توپ رستم واي. زما خپله اندازه دا وه چې نوبهار د يو ودانۍ نوم نه و بلکه بې شميره ودانۍ يې لرلې چې هغه لويه سټوپا هم پکې وه. که نوبهار پوهنتون و نو دا به پهډېره پراخه زمکه کې جوړ و.
د نوبهارکنډوالود ليدو په وخت يو سړې راغلو او ترېنه ديره خاوره يې يوړه. هلته ولاړيو ساتندوی راته وويل چې که څوک د يو تنور لپاره خاوره وړي نو مونږ ورته څه نشو ويلې.
سرچينې
۱. د يفتليانو سلطنت. بي. اې. ليتوينسکي. ۱۴۹ مخ. د مرکزي ايشيا تمدن. درېمه برخه. يونيسکو چاپ ۱۹۹۶ م.
۲. په مرکزي ايشيا کې وروستي يفتليان. بي. اې. ليتوينسکي او ايم. ايچ ضمير صافي.۱۷۸ مخ. د مرکزي ايشيا تمدن. دريمه برخه. يونيسکو چاپ ۱۹۹۶ م.
۳. په افغانستان کې د بوديزم او اسلام تاريخي خاکه. اليگزانډر برزين. د برزين ارشيف ويبپاڼه.
۴. د نوبهارمعبد. عبد الحۍ حبيبي. د جبيبي ويبپاڼه.
صفيه حليم
.