په لوېديځ پنجاب کې اريايانوخپلې نښې د ستلج سيند په غاړه د يوې غونډۍ د پاسه پرېښودل چې پخپلو سندروکې يې ” ستودره دېش” په نوم يادوو. په يوولسمې ميلادي پېړۍ کې کله چې هندو شاهان دافغانستان نه ووتل نودا ځاې يې خپله پلازمېنه کړه. په دولسمې پېړۍ کې د هند خواکمن باچا پرتهوي راج چوهان د غوريانود حملو په دفاع کې دلته خپله چاوڼۍ جوړه کړه او هغه راهيسې مسلمانانو ته دا ځاې د هند سر ښکاره شو نو د “سرهند” نوم يې ورله ورکړو.
په راتلونکو دوو پيړيو کې د پنجاب په زمکه دير نور دفاعي ښارونه هم اباد شول خود سرهند اړتيا کمه نشوه. بهلول لودي د خلجي باچا محمد شاه له خوا د سرهند والي پاتې شوې و. د لوديانو په وخت ددې کلا نوره هم پياوړې شوه اود بهلول د لور سبحان او زوم ميرميران سرهند مقبره هم دلته ده چې ورباندې په ستنو ولاړيوه گومبده ده. سر هند يواځې پوخي چاوڼۍ نه وه بلکه په هند کې د دين د تبليغ لپاره تلونکي به دلته ايسارېدل. يو وخت دلته د دريو سوو نه زيات جوماتونه و.
د مغل باچا اکبر د نوي دين “دين الهي” په ضد يومبارزه کوونکې احمد سرهندي چې په تاريخ کې د شيخ مجدد الف ثاني ( ۱۵۶۹ م نه ۱۶۲۴م ) په نوم پېژندل کيږي دلته زيږيدلې او اوس زيارت يې هم دې ښار کې جوړ دې. سيکانوسره د مغل باچا اورنگ زيب د جنگونوپه وخت د سرهند والي وزيرخان د سيکانو د روحاني مشرگورو گوبند دوه زامن په ۱۷۰۵ م کې ونيول. په دوي کې يو د نهو کالو او بل د اوو کالو واو د باچا په امرد سر هند د کلا په دېوال کې يې ژوندي خښ کړل.
سيکانو ددې خونړۍ پيښې نه وروستو په ۱۷۱۰ م کې د سر هند کلا ونيوله، وزيرخان يې ووژلواو مړې يې ددې په کوڅو کې راښکلو. څو ورځې وروستود ډېلي پوځ بيا دا سيمه ونيوله او سيکان ځنگلونو ته وتښتېدل. کله چې په ۱۷ مې ۱۷۶۲ م کې داحمد شاه ابدالي ځواکونوپه امرتسرکې ډيرسيکان ووژل او ددوي طلايي معبد يې وران ويجاړکړو نو ددې ” دل خالصه” جنگيالو سرهند کلابند کړو. ځاې فوجدار زېن خان سيکانو ته پنځوس زره روپۍ ورکړې او څه مودې لپاره ترې په امن و.
په ۱۷ جنوري ۱۷۶۴ م کې د اله سنگه اهلوواليه په مشرۍ سيکان يو ځاې شول او بيا يې په سرهند حمله وکړه. زېن خان ووژل شواوکلا د سيکانو لاس ته ورغله نو د افغانستان باچا دا په رسمي توگه د سيکانو سيمه وومنله.
په هندوستان د څلورمې حملې په وخت ۱۷۵۶ م کې سرهند يو وارې بيا د احمد شاه لاس ته ورغلو او دوه کاله ورسره و. په ۱۷۵۸ م کې سيکانو د مرهټو سره لاس يو کړو اود پنجاب حاکم تيمور شاه يې نه يواځې د سرهند بلکه د لاهورنه هم تيښتې ته اړکړو. د پاني پت د درېم جنگ نه وړاندې دلته د روهېلکهنډ نواب علي محمد فوجدار و. خو وروستو سيکانوونيولواو د ډېرې تباهۍ نه وروستو يې ده بيا جوړکړو. د کلا هغه برخه چې پکې ددوي د گورو گوبندماشومان وژل شوي و، ورباندې لوې سپين معبد جوړ دې چې ” فتح گړهه صاحب” نوميږي. ددې څنگ ته د احمد سرهندي لوې زيارت دې چې د احاطې په يوه برخه کې يې د افغانستان نابينا باچا شاه زمان مقبره ده.
صفيه حليم
د خبريدو نيټه
۸ اپريل ۲۰۱۳ م