ته په دکن خوشاله گرځه

ته په دکن خوشاله گرځه…د زيړو گلو باغ دی چا ته وسپارنه
د گنگا د وادۍ په دکشڼ يا جنوب کى هغه لوی مثلث چې په سمندر کی غزېدلی ښکاري د دکن سيمه وه. دا د يو لوې مېزپه شان دغرونو د دريو سلسلو په مينځ کى دوه سرحدونه لري چې لوېديځ او ختيځ ساحلونه دي. ‎په ځايي ژبه کی ورته گهاټ وايې. د لوېديځى غاړى غرونه يې لوړ او د لمدې هوا مخه نيسى. دلته باران لږ اوهوا وچه وي. د ختيځې برخې غرونه ټيټ اود باران د اوبو له کبله شنه وي.
د ميلاد نه پينځه سوه کاله پخوا په دکن کې درې لوی حکومتونه و چي پانډو، چيرو، او چوله نوميدل. ددې نومونه د اشوکا راجه په حکمنامو کې هم ترسترګو کيږي. خو د دکن ليکلی تاريخ په ديارلسمی ميلادى پېړۍ کى د مسلمانانو له حملو سره پيل شو. په ١٢٩٤م کې دخلجي واکمن جلال الدين وراره علاوالدين ددکن په دېوگري ېرغل وکړو او دمهاراشټر قام راجه يادوف مجبورشو چى ورله باج ورکړي.
خلجي په جنوب لوېديځ کى د وارنګل ټوله خزانه له ځانه سره يوړه اويو پياوړی پوځ يې پرې جوړ کړو. وروسته په چل ول خپل تره يې ووژلو او پخپله د ډېلي په تخت کښېناستو. په ١٣٠٧ کى د باج د نه ورکولو په جرم دده لوی قوماندان ملک کافور په پرله پسی حملود ېادوف راجه قدرت ختم کړو. د خلجيانو په حکومت کی ځينو پښتنو سردارانو په مهمو ځايونو کی دندی لرلی. اسد خان لودي دوه واری د سمبهل (اترپردېش) والي وټاکل شو. ملواقبال خان په پنجاب کی اغېزې لرلې. دا هغه وخت و چی پښتانه به په پنجاب کی د پوځي ډلو سره يو ځای کيدل اودجنګ لپاره د هند لری پرتو سيمو ته ورتلل.
د څوارلسمی پېړۍ په نيمايی کی د ډيلي يوه بل مسلمان واکمن محمد بن تغلق د دکن ټوله سيمه ونيوله اوددی په جغرافيايي موقعيت اواهميت خبر شو. دېوگري دکاروانونو په لاره يو مهم ښار و. په ١٣٢٧ کى محمد بن تغلق دلته د خپلی نوی پلازمېنی دولت اباد په جوړولو لاس پوری کړو. تر دوو کالوله ډېلي خلک په زوره ورته وروستل چې هلته مېشت شي. خوپه پای کې دده هڅى ناکامى شوى ځکه چې دلته د اوبو کمى و.
دډېلي نه ددې سيمې لری والی د دولت اباد د لښکر يو پښتون سردارعلاوالدين حسن ته موقع په لاس ورکړه چی خپلواکی اعلان کړی. دده مخالفانو ورته د نفرت نه ” گنگو” وېل. په ځينو تاريخونو کی ليکلي دي چی دی لومړی ديوه برهمن سره ملازم و ځکه به يې ورته ( برهمني) بهمنی وېل. ده په ١٣٤٧ کى په دکن کی د بهمني سلطنت بنسټ کېښود. په ١٤٨٢ کى د بهمني سلطنت په پينځو رياستونووېشل شوې وچي گولکنډه، بيجا پور، احمد نگر، بيدر، او بيرارنومېدل. د دکن په زياتروځايونو کی د لرغونو مرهټه واکمنو له خوا، کلا ګانی او حصارونه جوړ شوي و. په دغوکلاګانومسلمانانوداسی دفاعي برجونه ور زيات کړل چی د بهر نه د حمله کونکولپاره يې نيول ګران وو.
دګولکنډې لومړې مسلمان واکمن قطب شاه نوميدو. ددغه ځای په جنوب ختيځ کى په ځينو غونډېو کى دالماس او نورو قيمتى کاڼو کانونه وو. له هغه ځايه به يې دا کاڼي راويستل اوهنرمندو به تراشل او پالش کول. قطب شاهي واکمنود شپاړسمی پېړۍ په سرکی د ښار چاپيره يوه پخوانۍ کلا نوره هم پياوړى کړه.
په ١٤٠٧ کى دبهمني ټبر يو شهزاده نصير الدين د خپل پير شاه برهان الدين په نوم د برهان پور ښاربنسټ کېښود. په ١٤٩٤ کى يو بل بهمني شهزاده احمد نظام شاه د احمد نګر په نوم ښار جوړ کړوچی د نظام شاهى سلطنت مرکز وټاکل شو. د دکن بهمني واکمنو د پارس، ترکي اوځينو اروپايي ملکونو سره تجارتي اوسفارتي اړيکي ټينګی کړی. برهان پورد ململ ټوکر، گلداره ورېښمو او کمخواب چى د سرو زرو په تار به اوبدل کېدو، لپاره نوم لرلو او مصر، روس او پولېنډ ته به وړل کيده.
دوي به د خپلې ساتنې اودفاع لپاره دختيځې او شمالي افريقې نه مرئيان راوستل اوهمداسې به بی شميره عرب او ترک تجاران اوعالمان د سمندر له لاری دکن ته ورتلل. خو دپارس اغيزه پرې ډېره وه. د بيجا پورواکمن يوسف عادل شاه چی ماشومتوب يې په پارس کی تېر شوی و، د پينځلسمی پېړۍ په پای کی دجمعی په خطبه کی شيعه د دکن سرکاري مذهب اعلان کړو. په شپاړسمې پېړۍ کی ځينې پښتانه د دکن په دې رياستونو کی لوړوعهدو ته رسېدلي وو. د برهان پوراو اسيرگړه سپه سالار او امير الامرا ميا عالم خان لودي نومېدو . وروسته دی په څه خبره د دې ځاې دحاکم حبيب علي خان نه مرور شواو شېرشاه سوري ته ولاړو. ځينوپښتنود پوځ نه علاوه په دکن کې تجارت هم کوو او هر کال پښتنوکوچيانو دلته نه مالونه مرکزي ايشيا ته وړ
د شپاړسمی پېړۍ په پاې کی د بابر باچا لمسي اکبردکن ته سترگې سرې کړې. خپل زوې مرادپه مشرۍ هلته لښکر واستوو چې د کال نه زياته موده احمد نگر محاصره کړې و. هلته دده مقابلې لپاره ملکې چاند بي بي سنگر نيولې وچې د خپل ماشوم زوې د سرپرست په حېث يې حکومت کوو. اخر مغلو روغی ته غاړه کېښوده اومراد چي پخپل مرگ مړ شو نو اکبر خپل بل ځوئ دانيال ته د دکن د نيولو امر وکړ. هغه پلار ته وويل چي که دولت خان ورسره نه وي نو دې دکن نشي نيولې. سردار ميا دولت خان لودي نه يواځی پوځ بلکه دده د ټولو انتظامې چارومشر و. دولت خان د دکن په جنگ کې گډون وکړخو په برهان پورکې د يوې لنډې ناروغۍ نه وروسته مړشو. دده زوې پيرخان چې د خان جهان لودي په نوم يې پېژنوهم هلته دده په قبر گومبدي مزار جوړ کړو.
د اوولسمی پېړۍ په سر کی برهان پور د مغلوپوځي چاوڼۍ وه. هغه وخت دا ښار په اتلس کلوميټره مزکه کى غزېدلى وو. په ١٦١٤ کى ېو انگرېز سر تهامس رو چى برهان پور ته ورغلى و ليکي، “دلته ټول کورونه د خاورو نه جوړ دى او يواځى د مغل شهزاده او دده د يو څو مهمو اميرانو کورونه لوې او پاخه دى.” اوس برهان پور د مدهيه پردېش په ايالت کی دې.
د اکبر باچا زوې جهانگيرد دکن د ټولو رياستونو د نيولو لپاره لښکرې ولېږلې خو هلته مرهټو او مسلمانانو گوريلاي جنگ ته مټې رانغښتې وې. هغه د نيول شويو ځاېونو دانتظام اوهلته د وړو پاچاهانونه د باج اخستلوکار، خان جهان لودي ته وسپارلو. د جهانگيرزوې شاه جهان د ځينو نورو سيمو د نيولو لپاره د خپلې مېرمنې ممتاز محل سره په برهان پور کې اوسېدو.
د جهانگير د ناروغۍ سره دده ملکې نورجهان او داه جهان تر مينځ د واک لپاره جنگ پېل شونو دې په ۱۶۲۷ ميلادي کال کې په بيړه له دکن ووتلواو د ډېلي په تخت کېناستو. خان جهان د پلار او د زوې په جگړه کې د پلار پلوي وکړه او دشاه جهان په زړه کې ورته کينه پېدا شوه. د دکن ماليې گټه ډېره وه اوهغه وخت هم دا پيسې ددې خپلواکه حاکم نظام شاه اخستې. شاه جهان ته چا لمسون وکړوچي خان جهان د نظام شاه نه پيسي خوري نو ځکه دبالا گهاټ ساحل تر اوسه مغلو لاس ته نه دی ورغلی. ده خان جهان اگرې ته راوبللواوکله چي دې راورسېدو نو پاچا دده ليدو نه انکار وکړو. دې د خپل لښکر سره بېرته دکن ته ولاړواو د نظام شاه سره يې پناه واخيسته.
په راتلونکو دوو کلونو کې د مغلو پر ضد د خان جهان تر بېرغ لاندې ډېر افغانان راټول شول. په ۱۶۳۱ کې خان جهان د جنگ په مېدان کې د خپلو ملگروسره ووژل شو او سرونه يې په برهان پور کې د شاه جهان په امر د شاهي ماڼۍ په لويه دروازه وځړول شول. د خان جهان مړينه د شاه جهان لپاره يو لوی بری و ځکه دا په هند کی د پښتنو د واک لپاره وروستۍ هڅه وه. هغه وخت د مرهټو يو مشرشيواجي هوډ وکړو چي دمسلمانانو نه به خپله سيمې بيرته اخلي. ده په بيجا پور کې څو کلاگانې ونيولې اود مغلو نه يې د دکن دماليې څلورمه برخه وغوښته. د شاه جهان زوې اورنگ زيب ورسره روغه وکړه اوشيواجي يې خپل دربار ته وروغوښتو. ده ته يې وړانديز کړې و چې کندهار ورته ونيسي. شيوا جي د مغل درباريانو په صفونو کې تر ټولو وروستي ځاې کې ودرول شو. مرهټه مشر دا د ځان سپکاوې وگڼلو او په ډير چل ول يې ځان له اگرې وويستلو. اورنگ زيب د خپل واک وروستي څو کلونه د ١٦٨١ نه تر ١٧٠٧ پورى په دکن کى د مرهټو سره په جنگ تيرکړل او هم هلته په ١٧٠٧ کال کى مړ شو.
دکن د ډيرو ژبو او خلکو وطن دى. په غرونو کى يې بهېل او گونډتوکم خلک ژوند کوي او بيلا بيلى ژبى وايي. په شمال لوېديځ کى مرهټي، په جنوب کى تامل، په جنوب لويديځ کى مليالم او په اندهرا پرديش او کرناټېکا کى تيلوگو او کناډه ژبې ويل کيږى. د دکن د مسلمانانو ژبه اردوده چى په حېدر ابادکى وېل کيږي ځکه نودي ژبي ته هلته دکنى ژبه هم واي. حېدر اباد اوس د اندهرا پرديش د ولاېت مرکز دى او په ناويشلی هند کی داد مسلمانو تر ټولو لوی رياست و.
د ١٧٠٧ نه وروستو مرهټو په جنوبي هند کى د مغلو نه د باج د اخيستو حق تر لاسه کړو. په ١٧٦٠ کى د دکن نظام شاه دبرهان پور ښارد مرهټو پيشوا ته تسليم کړو. په دکن کې د مغلو د واک ټغر راټول شوې وخو مرهټو دډيلي په مړژواندي حکومت د وروستي گوزارلپاره په لکونوځوانان جنگ ته تيار کړل . د ډېلي مغل حکومت دومره کمزورې و چي خلکو پکې د مرهټو د مقابلې توان نه ليدو. هم دا وه چي د نورو سره سره ډيلي يو مذهبي او روحاني مشر، شاه ولي الله په کندهار کی دافغانستان نوي باچا احمد شاه ابدالي ته ليکونه ورواستول چي د هند د مسلمانانو مرستې ته راشي. په ۱۷۶۱م.کې احمد شاه د هندد مسلمانانو د گډوځواکونو سره د پاني پت په مېدان کې مرهټو سره په يوه خونړۍ جنگ کې ددوۍ زور مات کړ.
په اوولسمې پېړۍ کې انگرېز تجارانو شرکت ايسټ اينډيا کمپني د لويديځ بنگال نه دکن ته مخه کړه. برهان پورانگرېزلاس ته ورغی، خو په هم دى کال يې د يو تړون له مخى يې مرهټوته ورکړو. په ١٨٦٠ کى دا ښار او ددى شاوخوا برخى مرهټو بيرته انگرېزانو ته ور وسپارلى. د مېسور په بندري ښارکې يوه مسلمان حيدرعلى خپلواکي اعلان کړه او انگرېزد دى لوې سيمى د انتظام لپاره په مدراس او بمبۍ کى خپل حکومتى مرکزونه جوړ کړل. فرانسويانو”د ساونت ورى، تراونا کوراو د کوچين ساحلي سيمې ونيولې او په دکن کې د انگلستان او د فرانسې سيالي پېل شوه.
په مېسور کې د حيدر علي زوې ټيپو سلطان د فرانسې سره پوځي تړون وکړو نو انگرېزان ويريدل چي د هند په شان غوړه مرغۍ به ترې فرانسه ونيسي. دوي د فرانسويانو سره هم سياسي تړونونه وکړل. په دې نا امېدۍ کې ټيپود افغانستان امير شاه زمان ته هم د مرستې لپاره ليکونه وليږل خو د ده يو وزير انگرېزانو نه د پېسو په اخيستود جنگ پر وخت ورسره غداري وکړه. ټيپو سلطان د جنگ په ميدان کې ووژل شو او انگريزانو مېسور ونيولو.
تاتوردکن ته سفروکړو، …..زماپه توراوربل کی سپين ولګېدنه
دا چي دکن تور ولې ياد شوي دې، ددې بيلا بيل علتونه کيدي شي. ممکن هغو جنگيالو چي له دکنه راگرځيدل، ددې سيمې د اوسيدونکو خلکو رنگونه تور بيان کړي وي. بل په دکن کې د اور شيندونکو غرونو له کبله د ځينوغونډيو رنگ د سکرو په شان توردې. خو اصلي علت يې د بد او خراب شي لپاره د تور اصطلاح کارول دي. دا لنډۍ د هغه وخت د پښتنوميرمنو د ژونديو څرک را ښاي چی سړي به يې تر کلونو له کوره ورک و. او ددوۍ د پت په ساتنه به يې شپې، ورځې په انتظار تيرولې.
هندوستان اوس دکن په څلورو ولايتونو ويشلې دى چی مها راشترا، کرناټيکه ،اندرا پردېش او تامل ناډو نوميږي.

په دې عکس کې د دکن جوړ د پينځلسمې پيړۍ د خطاطۍ هنر ښکاري

ماخذونه.
۱. تاريخ فرشته. درېم ټوک. اردو ژباړه. عبدالحئ خواجه-ډاکټر عبدالرحمان-دوست اېسوسي اېټس ۲۰۰۳- ۴۲-۴۶-۱۱۳-۱۱۵ مخونه.
۲. د هند سلطنت، ددې خلک،تاريخ اوتوليدات. سر وليم ولسن هنټر.۳۰۲ مخ ايشياي تعليمي خدمات.نوي ډيلي.۱۸۸۶.بيا چاپ.۲۰۰۵
۳-تاريخ خان جهاني و مخزن افغاني، خواجه نعمت الله هروي. د ډاکټر محمد بشير حسين ژباړه. اردو ساينس بورډ،لاهرو ۲۰۰۴. مخونه . ۳۶۱،۳۵۰،۳۹۳،
۴-تاريخ مبارک شاهي-يحي بن احمد سر هندي- اردو ژباړه ډاکټر افتاب اصغر=اردو ساېنس بورډ-دوېم چاپ -۱۹۸ مخ
۵. تمدن هند.سيد علي بلگرامي مخونه۲۲۳.۲۲۲ .مقبول اکاډمي لاهور.

صفيه حليم
د خبريدو نيټه
۹ اپريل – ۲۰۱۳ م

.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *