د شيرشاه کلي ته


د هند د بهارولايت د مرکز پټنې د پوليسو مشر راته وېلي و چې سهسرام ته د ورتلونه يوه ورځ وړاندې بايد دده نه اجازه واخلم زما دوه ورځې يو خوا بل خوا په مرکو تيری شوې. په درېمه ورځ يووېگن د سپېده چاودېنه وړاندې د هوټل مخې ته ولاړ و. خوما سره وخت نه و چې پوليسو ته مې خبرورکړې وې. استاد رشيد زما نه وړاندې تيار شوې و اوپه هوټل کی څوک نه وويښ چې راته يې چاې راکړی وی. په لاره کی مو د پټنې پوهنتون شاه حسين راواخستو. هغه د کېناستوسره د وېگن ډريورته امر وکړو چې د عمومي سړک په ځاې يو بل سړک ته دې ووځي ځکه په هغه لاره د پښتنو کلي اوځينې تاريخي ځايونه جوړ و.
څو کلوميټرپه سفرکې راته پته ولگيده چې په دی لاره خو لوې کندې وې. په يو ځاې کی ډرېورراته وويل چې دبهارمشر وزير لالو پرساد دا سړک نه جوړوي. يوه ورځ ژورنالسټانو ترې پوښتنه وکړه چې ولې د خپلې سيمې دا سړکونه، نه سموي نو ده ووېل چې که سړک جوړ شي نو ډريوران به ورباندې موټرتېز ځغلوي او بيا به حادثې کيږي او خلک به پکی مري اوتاسو به ما ته بد وايئ. داخبره ټوکه غوندې ښکاري خو د لالو پرساد له خلې داسې ډېرې کيسي مشهورې وې.
يو څو تاريخي زيارتو او مقبرو د ليدو نه وروستو يوولس بجې “جگدېش پور” کلي ته ورسيدو چې د استاد حسين د معلوماتو ترمخه، د پښتنو پنځوسو شاو خوا کورونه پکی جوړ و. زمونږ کوربه د وارثي په نوم يو تقاعد شوې استاد و چې دشاه حسين ملگرې و. هغه د ستړي مشي نه وروسته راته ټينگارکوو چې زه دده مقاله ولولم چې په يو تاريخي موضوع يې څېړنې کړي وی.
استاد حسين د پښتنو هغه کورنۍ ته پېغام لېږلې وچې زما د راتگ په انتظار و. زه ددوي دکوراو حجرې ليدو ته ولاړم. د پخوانيو انځورونو اود تورو، ډالونو، عکسونه مې واخستل او ورسره ورسره ددوي د دود او دستورپه اړه مې د خپلو پوښتنو ځوابونه څه ريکارډکړل، څه په حافظه او نورپه وړوکي کتابگوټي کی وليکل. يوساعت نه و تېرچې استادانو راپسې ماشوم راولېږلو چې شابه زرکوه، ډېرمزل لا پاتې دې.
دوي ټولوچاې څښلې اوځانونه هوسا کړي، په موټر کی ناست و. زه هم هغسې غوږوزې په غاړه او ټېپ په لاس په منډه موټرته په منډه ووم. يو ماشوم ما پسې ځغستل او په لاس کې يې زما بتوه وه چې هم هلته رانه هېره شوې وه. وارثي د کاغذونو څو پاڼې را وځغلولې چې دده د ريسرچ فوټو کاپي وه. ماته يې ټينگار وکړو چې په دی مقاله خپل نظر وليکم او په بي بي سي کی يې خپورکړم. ما په وېگن کی د کېناستوپه وخت ورله ډاډ ورکړو چې دا به ولولم خود خپرولولوزنشم کولې.
وېگن په کچه لاره ورو ورو روان و او ما د تندي نه خولې پاکې کړې چې ناببره هغه پښتون مې وليدو چې لږه شېبه وړاندې يې راته د خپل ټبرتاريخ وېلو. په لاس کی يې خړه کاغذي کسوړه نيولې چې لږه غوړه وه. د وېگن د کړکۍ نه يې کسوړه راکړه او وې وېل، ” ډېرمعذرت غواړو چې تا راکره چاې هم وونه څښلې. مېرمنه مې وايي چې دا به په لاره وخورې.” په هغې کې څوبسکټ و.
غرمه تېره وه چې مونږ سهسرام ته ورسيدو. په يومسافر خانه کی مو ډوډۍ وخوړه او زما ددې سفر تر تولو مهم پړاو راورسيدو. د څو کالو نه مې د شير شاه وطن د ليدو ارمان و او اوس دده مقبرې ته روان و چې د لوې بازار نه ورته لاره تللې وه. ما په ټوله لاره عکسونه اخستل او د مقبرې په ليدو مې ژرخپله کېمره راوويسته. وېگن په يومېدان کی ودريدو او مونږ د ټکټ اخستو نه وروسته په اوبو کی جوړد خښتو يوې لارې نه د مزار ودانۍ ته روان شو. د کېمرې بټن مې کلک کړو او يو ناشنا غږ سره کېمره بنده شوه. په هغو ورځو(۲۰۰۳م ) کی ډيجيټل کېمری نوې راوتلې وې چې ما هم د سفر لپاره يوه اخستې وه خو د هغې “مېموري ډيسک” په هند کی نه پيدا کيدو نو ځکه په ډېلي کی مې پريښې وه.
اوس راسره دا عامه کېمره وه او پخپل قسمت مې د لږ وخت لپاره ماتم وکړو. خپل استعداد او توان مې وننگول، بېټري مې پکې بدله کړه خوهيڅ ونشول. هلته مې وليدل چې د ځوانانو يوی ډلې پخپل نوي ډيجيټل کېمرې عکسونه اخستل. په هغوکسانو کی مې يو ته خپل مشکل وويلواو خواست مې وکړو چې که د مقبرې يو عکس راته د خپلې کېمرې نه هديه کړي. نورو رانه مخ واړوو خو يوځوانکي چې سورجمپر يې اغوستې و، راته ووېل، ” ته صبر وکړه کله چې زما ملگرو خپل عکسونه واخستل نو زه به يوه چاره وکړم. ما ورته ووېل، ” زما يو عکس پکار دې چې د خپل راپورکې يې شامل کړم.” هغه پوښتنه وکړه چې “اي مېل ” لرې. ما ورته ژر خپل د بي بي سي کارډ په لاس کېښودوچې پته پرې ليکلې وه.
بيا زه د استاد عبد الخالق رشيدسره ددی شانداره مقبری ليدو ته دننه ولاړم، ټول جوړښت مو وليدو، د شيرشاه په قبرموورته دعا وکړه. کله چې بهر راوتلو نو هغه هلک د کېمرې خاوند سره ولاړ و. دوي راته د مقبرې دوه عکسونه اخستي و. راته يې وويل چې هم هلته ودرېږو چې نورعکسونه واخلي. زما ترې ډېره هيله نه وه چې دې به راته عکسونه راکړي خو…څه پته لگي. ژورناليزم د باوراو د بې باورۍ نوم دې.
د مقبرې نه بهر ووتلو او د خپل وېگن په لوري ولاړو. په دی کی يو سپين موټرپه تېزۍ راغې اومونږ نه په لږه فاصله کی يې برېک ووهلو. يو سړې ترې راووتلو چې بد بد يې راته کتل. ناڅاپه راته احساس ووشو چې پوليس خبرشوې او دلته راپسې راغلې دې. استاد رشيد هغه موټر ته نږدې شو او د هغه سړي سره يې خبرې پېل کړې. په دی وخت کی يو بل کس هم له موټره راکوز شو. هڅ مې وهلو چې معامله سنگينه ده. سوچ مې کوو او د ځان نه مې پوښتنه کوله چې نن شپه به د سهسرام په حوالات کی تېروم او که د پټنې؟
تېرځلې مې د پنجاب نه په بېرته راتگ د ډېلي پوليس يوه ورځ ناوخته خبرکړي و او هلته ناست يو بابوراته ډېرې خبرې اورولې وې. کله به يې وېل، ” ته د قانون نه خبره يې، کله به يې ويل، زمونږ مشران رانه ځواب غواړي. يو بل کس هم ورسره شو او اخر يې څوارلس زره هندي روپۍ جريمه کړم. ورته ووېل چې جريمه درکووم خو ما ته به د هغې رسيد راکوئ چې خپل دفتر ته يې ښکاره کړم نو دوي هم هغه شېبه دا جريمه راته معاف کړه. خبردارې يې راکړو چې که بيا مې داسې وکړل نو ښه به نه وي.
اوس په سهسرام کی مې چرت وهلو چې د شيرشاه روح به څومره ناارامه وي چې دده په ټاټوبي کی ما سره دا چلند کېږي. زما تلوسه په زياتيدو وه او اخرنورصبر رانه ونشو نو نږدې ولاړم او ورته مې وويل، ” که جريمه غواړي نوخېر دې وربه يې کړو.” استاد رشيد مخ واړوو او راته يې وويل، ” خداې به خېر وکړي …دواړه کسان په موټر کی کښېناستل او هم هغسې په تېزۍ ولاړل. استاد رشيد راته وويل، دا د هند د گرځندوې ادارې د دفترکسان و، تا هغو هلکانو ته خپل د بي بي سي کارډ ورکړې و، دوي خبرشول نو اوس راغلي و چې دا “خاتون د خارج نه راغلې ده او د روضې د کتلو ټکت يې لس روپۍ ورکړې و. د خارجيانو لپاره شل ډالره ټکت وي. تاسو بايد پورا کرايه ورکړئ.”
زما په زهن کی جوړېدونکې ډرامه په دی لسو روپوپه ټکي پاې ته ورسيده نو افسوس راته ووشو. هاې هاې، د کيسې پاې دومره بې خونده… استاد نه مې پوښتنه وکړه چې تاسو زما دفاع بيا څنگه وکړه. هغه وخاندل، ما ورته وويل چې داخاتون د ډېلي نه راغلې ده. اوس هم هلته اوسيږي. خبره څه نا څه ريښتيا هم وه چې زه د دريو مياشتو لپاره په ډېلي کې ميشت ووم. استاد حسين په دی وخت کی را پيدا شو او د هغه هلک سره خبرې کولې چې زمونږ عکسونه يې اخستي و. زما زړه تورشو او نه مې غوښتل چې نورڅوک راته دشير شاه د مقبرې يادونه وکړي. استاد هغه هلک ته د پروفېسر شفق د کورپته ورکړه چې مونږ ورته روان و.
د پروفيسر په کورکی مو په چايو ډېرې خبرې وکړې. هلته يو دوه نور کسان هم راغلي و چې د”شېر گهاټي” د پښتنو په اړه يې معلومات لرل. په دی وخت کی هغه هلک راغلو چې د شير شاه د مقبرې عکسونه يې راته اخستي و. يوه سي ډي يې راکړه چې عکسونه يې کاپي کړي و. زما باور نه کيدوخو هلته کمپيوټر نه و چې کتلې مې واې . استاد ترې پوښتنه وکړه نو خپل نوم يې ” منا سنگهه ” وښودلوچې په خټه راجپوت و. ماورته د سي ډي لپاره دڅو روپۍ ونيولې ځکه په دی وړوکي ښاريې کی هغه راته يو ناممکن کارترسره کړې وخو منا سنگه دواړه لاسونه راته د سلام په حال په سرکيښودل.
استاد حسين ترې د کالج او د مضمونونو پوښتنه وکړه. دی د دولسم صنف محصل و. ټولو استادانو ورته شاباسې ووېل، د چايو ست يې ورته وکړو. زه ودرېدم اود مننې يو څو الفاظ مې ورته وېل چې ناڅاپه ده زما پښو ته لاس يوړو او هغسې چې ددوي دودو لاس يې پخپل سرتېر کړو. د چا د پښو خاورې کېدل محاوره مې په سترگو وليدله. راته يې ووېل، ” ته زما د مور په شان يې، بس دعاگانو کی مې ياد ساته” مياشت وروستو چې هغه سي ډي مې وليده نود شيرشاه د مقبرې څوعکسونه پکې و. په يو کی منا سنگه هم و اوڅېره يې صفا نه ښکاري خو دده څيره زما د زهن په پرده تر اوسه روښانه ده.
صفيه حليم
د خبريدو نيټه
۱۰ اپريل – ۲۰۱۳ م

1 Comment

Add a Comment
  1. Great sharing about sher shah suri it’s my dream to see his tomb and pani path field.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *