آمو


دا سيند په اريايي ژبه کې ” وکشو” نومېدو چې خپله سرچينه نه لري بلکې د دوو نوروسيندونو” وخش” او “پنج” د اوبو په يوځاې کېدو جوړېږي.
هغه دواړه سيندونه د پاميرترټولو لوړې څوکې نه راوځي. د اباسين په شان آموسيند هم څو نومونه لري. يو وخت به ورته ” گوزان ” وېل کېده.
ساسانيانو به ” ويهرود” يانې ښه اوبه بللې. په لا طين کې “اوکسس” شو چې ټولو اروپايي ژبو کې رواج شو. عربانوورته د ” جېحون” نوم ورکړو چې ويل کېږي په تورات او انجيل کې د جنت په څلورو سيندونو کې د يو سيند نوم دی.
درې نور سيندونه يې فرات، نيل اوسېحون دي. ددې سيند اوبه د ترکمانستان نه هم تېرېږي او هلته ” امول ” يو زوړ ښار و چې د هغې په نوم “امو شو.
په لرغوني تاريخ کې دا سيند د اريانه او د توران په منځ کې يو قدرتي سرحد وچې اوبه يې د ۲۴۰۰ کلومټر مزل وهي. دوه زره کاله پخوا د امو سيند اوبه د کسپين بحيرې پورې تلې او په يوناني دوره کې د باختر سيمه ډېره شنه او سمسوره وه.
خو اوس دا سيند ترارال سمندرگي هم نه رسېږي بلکې د ترکمانستان د ” کزل کم” په دشتو کې يې اوبه ختمې شي.
آمو سيند د افغانستان د شمال وروستی سرحد دی چې بلې غاړې ته يې ۱۲۰۰ کلومټر په اوږدو کی د ازبکستان، تاجکستان او د ترکمانستان ملکونه دي.
دا د مرکزي ايشيا تر ټولو لوی سيند دی چې اوبه يې درې لکه او نهه زره کلومټر ځمکه باندې بهېږي. د دې خپل اوږد والی ۲۵۴۰ کلومټره دی او د څلورو هېوادونونه تېرېږي چې افغانستان، تاجکستان، ترکمانستان او ازبکستان دي. د دې سيند زياتې اوبه تاجکستان ته ځي.
په افغانستان کې د دې سيند نه نورې څانگې راوځي چې د واخان، کوکچې او د کندوز د بنگي سيندونه دي. د کوکچې سره د امو د اوبو زور ډېر وي او کله کله د واورې تيږي هم د ځان سره راوړي. هم دغسې د خلم، اندخوی او د قېصار واړه سيندونه د کرکرهڼې لپاره کارېږي خو اوبه يې هم هلته په شمال کې ختمېږي.
په امو سيند د تجارت لپاره څو ځايه بندرونه جوړ شوي دي چې شېرخان بندر، قلعه قزل او تاش گذر نومېږي. د بلخ ښار يو وخت د امو سيند سره جوخت و خو اوس ترې څو کلومټر لېرې شوی دی.
دا ښاي چې امو د خپلې خاورې په خوړولو ژور شو او د ښار نه لېرې شو. په بلخ کې يو بل سيند “بلخاب” هم شته چې سرچينه يې ” بند امير” کې ده او بره برخه يې “رود بند امير” نومېږي.
دا سيند لوېديځ لوري ته بهېږي بيا يې مخ شمال ته شي او په مرغاب کې د امو سره يو ځاې کېږي. په لرغونو وختونو کې بلخاب په ترکمانستان کې د امو سيند وروستي ډنډ ته ځان رساوه خو سوونه کاله کېږي چې د نهرونو په جوړېدو اوس دا وړاندې نه ځي.
صفيه حليم
د ويبپاڼو نه
د خبريدو نيټه
۱۲ اپريل – ۲۰۱۳ م

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *