څلورپېړۍ کېږي چې د پېښور نه د دره ادم خېلو ته په لاره د مومندو يو ټبر د باړې سيند په غاړه يو کلې اباد کړو. په ۱۶ پيړۍ کې بايزيد روښان د مغل باچا اکبر په ضد پاڅون کړی و چې وروستو دده د کورنۍ خلکو د جهانگير باچا له خوا زمکې واخستې او پکې اباد شول.
د مومندو د کورونو سره د روښاني ټبر خلک هم اوسېدل او الله داد چې وروستو ورته رشيد خان خطاب ورکړې شو، دلته په يوې مينارې کې خپلې غونډې کولې.
د هند په لراو بر کې د مغلو واک و او پېښورچې د کابل يوه صوبه وه، مغل باچاهان به په اوړي کې د اگرې نه په دې لارکابل ته ورتلل. د سيمې د نورو معتبرو خلکو باورلپاره يې ورته زمکې او جاگيرهم ورکوو او ښايي چې د دې وړوکي کلي مشرته هم زمکه ورکړې شوه. ارباب او ملک دوه هغه القاب و چې دوي ته د جاگير او د عهدې سره يوځاې ورکړی کيدو.
د شپاړسمې ميلادي پيړۍ په نيماي کې ددې کلي ارباب مستجاب خان ته د خپلو خدمتونو په بدل کې د نواب د خطاب سره د يوې پخې کلا د جوړولواجازه هم ورکړی شوه.
واي چې ددې کلا بنسټ اخوند درويزه او د نوښار کاکا صيب له خوا کيښودل شواو کله چې جوړشو نوپه دې سيمه کې تر ټولو لوړه ودانۍ وه. ددې کلا په لوی تالارکې د غورياخيلوقامي شخړې به هوارولې.
د ډېلي په تخت اورنگ زېب کېناستو، خپل وروڼه يې ووژل او پلار شاهجهان يې بندي کړو. د کابل والي محمد امين خان نومېدو او هغه وخت دی به شپږ مياشتې په کابل او شپږپه پېښور کې تيرولې خو دده نايب صوبه داربه په پېښور کې پاتې وچې هغه وخت امير خان نومېدو.
نواب مستجاب خان د خټکو د قبيلې مشر او نامتو شاعرخوشال خان ( ۱۶۱۳ نه تر ۱۶۸۹ م) ملگرې و او د دواړو ترمنځ ښې اړيکې وې. خوشال پخپله هم د شاهجهان له خوا د خپلې قبيلې مشر ټاکل شوی و.
اورنگ زيب د خپلو مخالفانود وزلو او د بندولو يوه لړۍ پېل کړه او په ۱۶۵۸ م کې د خوشال خان د نيولو امر يې وکړو. صوبه دار امير خان دا امر په ځاې کړو او دې يې زندان کې واچوو. ښاي د نواب مستجاب يې ضمانت وکړو، د زندان نه يې را وويستلو او د دې کلا د بام په يوې خونې کې يې بند کړو. دې دوه مياشتې په دې کلا کې ووساتل شو او مستجاب خان هم د اورنگ د امر نه سر نشو غړولې نو خوشال خټک يې هم هغه کال د روژې په مياشت کې لاهور او يبا ډېلي ته بوتلو. په دې موقع هغه يو شعر ووېلو چې،
مستجاب مومند که چرگه د مغل ده
زه خوشال خټک خو باز يم ځای مې غر
هغه دوه کاله د لاهور او بيا د رنتهمبورپه کلا کې تيرکړل. په پاې کې د محمد امين خان په هلو ځلوخوشې کړې شو. اگرې ته يې يوړواو د باچا سره يې وليدل. هغه ترې پوښتنه وکړه چې د پښتونخوا کې د ناارامۍ سبب څه و نو ده ورته د امير خان نوم واخستو. مستجاب خان د مغلو د يو امير فداي خان له خوا ووژل شو.
په ۱۷۴۱ م کې د مغلو وروستې نواب ناصرخان په کوټله مستجاب خان کې د پارس( ايران) باچا نادرشاه ته هرکلې وويل، هغه ته يې د ښار د دروازې کيلي ورکړه او هم دلته د مغلو واک ته د پاې ټکې کيښودل شو. دوه کاله وروستو دلته د احمد شاه ابدالي کوربه د نواب مستجاب يو خپل محسن خان و او دا کلا د هغه په نوم ” کوټله محسن خان ” شوه.
ددې کلا سره نږدې د اوولسمې پيړۍ شاعر معاز الله خان مومند کوردې چې ديوالونه يې اوس هم شته. په ۱۸۳۰ م کې د سيکانو سره د جنگ په وخت هغوي دې کلا ته اورورته کړو. وروستو بيا جوړشو او تراوسه ددې يوه برخه د قديمه اثارو په توگه خوندي ساتل شوې ده.
د پروفيسر خواجه محمد سايل معلومات
صفيه حليم
د خبريدو نيټه
۱۲ ابريل – ۲۰۱۳ م