فاهيان

د چين د چنگان ولايت د يو وړوکي خانقاه بوداي راهبانو د شولو فصل پريکوو. ناببره څوتورې په لاس راغلل چې وريژې ترې وتښتوي. نورراهبان له وېرې وتښتېدل خو يو ځوان هم هلته ودرېدواوډاکوانوته يې ووېل، ” که تاسووريژو ته اړتيا لرئ نوڅومره چې موپکاروي ترې واخلئ. خوکه پخوا موخيرات کړې وې نودا حال به مونه واې. اوس يو وارې بيا تاسوغلا کوئ او زه وېريږم چې راتلونکې ژوند به مو نورهم په غربت او بد حال تېرېږي. زه ستاسو د هغه حالت لپاره اوسه ځايه افسوس کووم.” ددې وېنا سره هغه ځوان راهب هم خانقاه کې د خپلو ملگرو سره يو ځاې شو. ډاکوان تش لاس ولاړل او کله چې راهبان خبرشول نو د هغه ځوان مېړانې او پوهې ته يې سرونه ټيټ کړل چې د نړۍ په تاريخ کې ” فاهيان” نومېږي.
دې په ۳۳۷ م شاو خوا زيږيدلې و او اصل نوم يې ” شي کونگ” و. دده درې وروڼه په ماشومتوب کې پرله پسې مړه شوي و. پلاريې دده ژوند بوداي دين د خدمت لپاره نذرکړواو په يوخانقاه کې يې نوم وليکلو خو زيات به يې دی په کور کې ساتلو. يو وخت هغه ماشوم سخت ناروغه شو نو پلارهغه خانقاه ته بوتلواو هلته يې پريښودو. ماشوم چې ښه شو او پلار ورپسې راغې نو ده کورته د تلو نه انکاروکړو.
دې لس کلن و چې پلاريې مړشو. يو تره ورته ووېل چې موردې يواځې وي نو ته بايد په کورکې ژوند وکړې. هلک ورته ځواب ورکړوچې ” ما خپل کورد دې لپاره نه و پرېښې چې پلارمې راضي شي، بلکه زه د ژوند د مرداريواو ناولي چلند نه ځان لرې ساتل غواړم او د دې لپاره مې د رهبانيت لاره خپله کړې ده.” کله چې دده مورمړه شوه نودې سخت خفه شو ولې د هغې د خښولو نه وروستو بيا خانقاه ته ولاړو.
کله چې ده بوداي زدکړې پورا کړې نو د فاهيان قلمي نوم يې غوره کړوچې مانا يې ” د قانون استاد” و. د ۴۳ کالو په عمر کی دې د چنگ ان نه په ۳۹۹ م کې دهند په اوږد سفر ووتلو. د کاشغر نه د اباسين د اوبو سره ښکته د گندهارا سيمې ته راغلو. په لاره د دښتو او واورينو غرونو نه تير شو او په ځينو ځايونو کې په پښو به روان و. د سفرهدف زدکړه او د بوداي دين نايابه کتابونه ولوستل و. گندهارا د بوداي معبدونو نه ډک و. دې ټولو لويو ښارونو ته ولاړو او په اړه يې ليکنې وکړې. سوهاتو(سوات) شواشيلو( ټيکسلا) فولوشا(پيښور) هيلو(هډه) ناکي ( ننگرهار) لوي( روه) او پونا( بنو) کې يې د بوداي دين مرکزونه وليدل. د بنو نه دې اباسين ته ولاړو اود هند، نيپال او ورپسې سري لنکا کې مهم ځايونه وليدل. دې ۱۴ کاله په سفر کې و اوبې شميره کتابونه يې ولوستل او نور يې د ځان سره يوړل او اخر په ۴۱۴ م کې د چين د هغه وخت پلازمينې نانکينگ ته ورسيدو. پاتې ژوند يې کتابونه ژباړل او خپله سفر نامه يې وليکله. بيا د ۸۸ کالو په عمرکې دکنگ چاوپه يوخانقاه کې يې له نړۍ سترگې پټې کړې.
صفيه حليم
د ويبپاڼو نه

د خپريدو نيټه
۱۴ اپريل ۲۰۱۳ م

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *