کال ۱۹۸۶ م د جولاي د مياشت په يو سهار زه د بريطانيې دجنوبي ساحل پورټسميت بندر کې د بېړۍ په انتظار ولاړه وم. په سوونوموټری او لارۍ په قطار کې ولاړو. د فرانسی نه بېړۍ رارسيدلی وه اوگاډي ترې راوتل. ما د سلو نه زيات وشمېرل خوپاېله ې نه وه.
وروسته خبر شوم چې په داسی بېړيو کی درې څلورسوه او کله د هغې نه هم ډېرگاډي ځايدل. يوکس د موټرد کړکۍ نه زمونږ پاسپورټونه اود موټر پاڼې وليدې او اشاره يې وکړه چې ورځئ. هغه بېړۍ څو پوړيزه وه او ددی ښکته برخه کی د موټرو او د لاريو د درولو ځايونه و.
بره په ډېک خلک راټول و، زه هم هلته ودريدم او دنورو په شان مې د ملگرو او خپل عکسونه اخستل ترڅو هرڅه را بارشول. ماشومانو د مور پلار لاسونه پرېښودل او د بېړۍ په جنگلو ختل. ټول تازه او خوشاله معلوميدل ځکه ټول داوړي په رخصتۍ روان و. د بېړۍ د روانيدوغږ وشوچې يو بگل غږ و او کپتان اعلان وکړو چې سمندر رف (سېلابي يا طوفاني) دی. مونږ دريو ملگرو د “رف” په مانا بحث پېل کړو. هرڅوک په جوش لگيا و چې بېړۍ تاو شوه او دوېم اعلان وشو چې ټول مسافر دی پخپلوځايونوکښېني.
يو خوږ غږ مو واوريدو چې په بيړني حالت کی د کشتۍ نه د وتلو لاری کومې وې. بيا د نه کولو کارونه يې راته په گوته کړل.
دا چې په هيڅ حالت کی به ښکته د موټرو ځاې ته نه ورځو او که څوک غواړي نو د عملی کس ته دی وواي. طبي شيان کوم ځاې ايښي و او دا چې د سيگرټو څکولو لپاره کوم ځايونه ټاکل شوي و. د “سي سيکنيس” يا سمندري ناروغي لپاره کاغذي کسوړې کومو کومو ځايونو کی و. ما پام وکړو چې د کشتۍ په ځينو برخو کی د شيشي د دېوال سره انښتي په رنگينو ډبو کې هغه کسوړې د کانگو لپاره ايښي و.
مونږ دريو ملگروچاې وڅښلې او بيا ولاړو په ډېک ودرېدو. د ژبی بحث اوس د سمندر د تېرو سفرونو کيسو ته اوختی و.
څپې پورته غورځيدې خو کشتۍ يې دومره نه خوځوله نودرې واړه په ټولی کشتۍ کی وگرځيدو. لايف بوټ چې د بېړۍ نه د وتلو لپاره وې هری څنډې ته په پوښونو کی پرتی وې. مونږ بېرته د ډېک هاغه برخې ته ولاړو چې دبيړۍ مخه وه او اصل رفتار پرې معلوميدو. څووړو جزيرو نه تېر شو نو زمکه ليرې شوه خو بېړۍ لکه د زانگو زنگيده.
ځيني خلک چې ماشومان ورسره و، دننه ولاړل، نورو زمونږ په شان د زانگو نه خوند اخستو خو لږه شېبه وروسته مې پام شو چې د سمندر اوبه راته ډېری نږدې وې. يو اعلان وشو چې په ډېک ولاړ کسان دی دننه ورشي ځکه خطر لري خو مونږ هوډ کړې و چې تر هغې به پاتې شوتر څو وروستۍ کس هم نه وي تللی.
د څپو په شور کی مونږ په چيغو يو بل ته خپله خبره کوله . جېن شوخي کوله اوپه اشارو يې پوهيولو. په ما سر وگرځيدو او نږدی جنگله می ونيوله. د کشتۍ د عملی يو تن راغې او په چيغه يې راته وويل، دننه ورشئ دلته خطر دی.
مونږ دريو سره کټ کټ خاندل او اخر لاسونه مو يو کړل او دننه روان شو. خو کشتۍ داسی زنگيده چې هر قدم سره به زمونږ له خولی کريکی او خندا يو ځاې راوتل. لس قدمه لاره مو په گرانه واخسته او چې وردننه شو نو هغه سړي د ډېک لاره بنده کړه.
خلکو د خواړو سره سره په لويو پردو فلمونه کتل، ځينو خواړه اخستي، يو چا کتاب مطالعه کوو اويو څو زما په شان د سمندر څپو ته کتل چې شېبه په شېبه د کشتې څنډو نه به راپورته شول.
بيا اعلان ووشو، هغه خلک چې طبيعت يې ښه نه دی کولی شي، دننه خپلو کېبينونو ته ورشي. دا هغه کوټی وې چې پکی د يو کس لپاره د سملاستو ځايونه و. د کشتۍ نيم خلک پاڅيدل او د عملی کسانو ورته کمبلی ورکړې چې ولاړ شي ارام وکړي.
ما جېن ته وويل که سمندري طوفان داسی وي نوهيڅ شې نه دې. هغی راته وويل، په هرچا د سمندر څپې بېلا بېل اغيزه کوي، که زړه دې بد وي نوما سره گولۍ شته. لوسي د عملی د يو کس سره خبری وکړې او راته يې ويل، کېدې شي څپی نورې هم لوړی شي . ښه به دا وي چي د احتياط لپاره يوه يوه گولۍ وخورو. ما ورته وويل گولۍ نشه لري نو هغی وويل هو. ما نه غوښتل چې پاتې سفر په خوب تېر کړم نوگولۍ مې واخسته خو ومې نه خوړه.
په سمندرکی اوس زمونږ دوه ساعته تير شوي و او دری ساعته لاره پاتی وه. جېن په کتاب بوخته شوه، لوسي کمبله تاو کړه او راسره يې خبری کولی چې يوه لويه څپه می وليده چې بېړۍ يې يوی خوا کږه کړه. ماد جېن لاس ونيولو او هغی چې زما مخ ته وکتل نو ژريې کاغذی کسوړه د يو ډبي نه رابېله کړه او ما ته يې راکړه.
ما ويل زه جوړه يم اوددې خبری سره مې هغه کسوړه خولی ته ونيوله. لږه شېبه وروسته لوسي راته د اوبو گيلاس راکړو او ما اوبه وڅښلی نو هغی ته مې وويل، ښاي د چايو سره مې بد شي خوړلی و. هغه موسکۍ شوه او جېن ته يې وکتل نو هغې د کاغذی کسوړی سر بند کړو. مونږ يو واری بيا په زوره خاندل.
کسوړی يوځاې ايښي سرپوښ ډرم ته مو ورلړه کړې چې هم دې لپاره ايښې و. ما داسی فکر وکړو چې بد حالت نه راتېرشو. زه خبره نه ووم چې دا خو پېل و. ورپسی نيم ساعت زما د ژوند هغه وخت و چې راته ايسېده دننه د وجود هر څه د بهرراتلو هڅه کوي. کسوړه می خولی ته نيولی وه خو په خيټه کې مې هيڅ نه و چې راوتلې وې. هم دغه حالت د لوسي و.
جېن ورکه شوه او لږه شيبه وروسته چې راښکاره شوه نو د عملی يوه جينۍ ورسره وه. هغې موږ ښکته کوټو ته بوتلو ، جېن زه په يو وړوکي کټ کی بوټانو سره سملولم، کمبله يې راباندی وغوړوله او دروازه يې راپسې بنده کړه.
د کوټی د گول کړکۍ نه لږه رڼا راتله خودلته مې د څپو شوراورېدې شو. بيړۍ اوس دومره نه خوځيده او يا بيا دا برخه اوبو کی دننه وه نوځکه احساس راته نه کيدو. دا خبره می چې په زهن کی راغله چې زه د اوبو لاندی وم نو وارخطا شوم.
د کټ نه می ټوپ کړل، دروازه می خلاصه کړه او يو خوا ته مې چي پوڼۍ جوړی وی منډه کړه. بره د رڼا او د خلکو په ليدو می زړه ښه شو خو خپلی ملگری مې نه ليدي.
د جېن توربېگ چې زمونږ بکسونه هم پکی و هم هاغسی د چوکۍ د پښې سره تړلی پخپل ځاي پروت وخو پخپله نه ښکاريده. زه بيا په سيټ کښېناستم، خوله مې وچه او گرمي مې کېده. خولی را باندې ماتی شوې نوجېکټ می لرې کړو. ومی کتل چې ځينې کسان په زمکه سملاستلي ونو زه هم په فرش پريوتم. خوا مې گرځيده او په سر کې مې يو شور و.
يو وخت بهرمې وکتل نو سمندرډير ارام و. مرغيو شور مې اوريدې شو، زمکه ډيره نږدې ښکاريده. زه پا څيدم او ورو ورو د ډېک خوا ته ولاړم. هغه لاره تړلی وه خو يو کس می وليدو چې د يو وړوکی دروازې نه بهرووتلو.
زه هم ورپسې بهرولاړم نو سړه هوا راباندی ښه ولگيده. بېړۍ تاو شوه، يوه زوره وره څپه راپورته شوه او اوبه يې را وشيندلې. هلته ولاړو څو کسانو دننه منډی کړی خوما نه غوښتل چې دننه ولاړه شم. ناببره په سترگو مې تياره شوه او داسې خاموشي شوه لکه چې هلته هيڅوک نه و.
بيا مې وليدل چې د يوی دروازی سره گوټ تش و او اوبو نه و لوندکړې. لوپټه می په سرتاو کړه او ښکته په يخ فرش کښېناستم، کليمه می وويله، سرمی په زنگونونو کی پټ کړو او په ژړا شوم. ما داسی انگېرله چې څوک می نه ويني. خو يو سړې راغی او راسره کښېناستو. راته يې وويل، ته ولی دلته ناسته يې؟
ما ورته وويل، ” زه به اوس مړه شم” هغه وويل، “ته نه مری…راځه دننه …دلته اوبه دی او خطر لري” ما هم هاغسی په ژړا ورته وکتل ، گوته می ورته وخوځوله او په چيغه می ورته وويل، “زما خبره په غور واوره …زه به اوس اوس په دی ځای کی مړه شم. هغه رانه پوښتنه وکړه تا سره بل څوک شته؟ ته د کوم ملک يې؟
ما هغه وخت په چغوژړل او په پښتوکی مې ورته وويل…د …بچيه زه مرم …ورک شه ليرې شه د مخې نه مې!”
په دی کی جېن راسره کښېناسته او زه يې په غيږ کی ونيولم . ما ورته ويل زه اوبو ته نږدی ورځم چې طوفان نشته. هغی دننه بوتلم خو ما غوښتل چې د هغې نه ځان خلاص او سمندر ته ټوپ کړم.
په بيړۍ کې ويريدم خوهغی زما لاس کلک نيولی او په راښکلو يې بېرته خپل سيټ ته راوستلم . يوه گولۍ يې په زوره راته راکړه اوپه فرش يې سملولم، کمبله يې راباندې وغوړوله اوڅو شيبې وروستو ويده وم.
دوه ساعته وروسته زه د بېړۍ د هارن په غږ را پاسېدم. مونږ د فرانسی د بريټني بندر ته نږدی و. جېن يو لمده توليه راکړه چې ما پری مخ پاک کړو. د سمندر په اوبو کې سکون و اوکه ملگرو راته زما حالت نه وې بيان کړې نو داسې مې گڼله چې يو بد خوب مې ليدلې و.
د خپل حالت په اړه مې د يو ډاکټر نه پوښتنه وکړه نو وې وېل چې دا ” موشن سيکنېس” يا د حرکت ناروغي ده. کله چه لومړي ځل انسان په اوبو کی سفر پیل کړ نو د سمندري کانګو او زړه بدیدنی سره مخ شو.
همدا ستونزه ځينوبیا د موټراو الوتکی په سفرکی ورپيښه شوه. د ناستی او حرکت په حالت کی د انسان توازن په دریو ستنو اود هغوی ترمنځ په انډول ولاړدی چه سترګی، غوږونه اود بندونو ځانګړی محرکات چې مسلسل مرکزي اعصابو ته د بدن د هری برخی پیغام ورکوي چې تر څارنی لاندی يې وساتي.
هر ناڅاپی حرکت ددې ستنو ترمنځ توازن خرابوي. د غوږ دننه مايعات چې د يوې نه بلې خوا ته زيات شي نو سردرباندې گرځي. دماغ سمدلاسه ټکاڼ خوري اود مدافعت لپاره ځان تيار کړي. په بدن کې د هغو سيسټومونو د بندولو فيصله وکړي چې پيچلې وي. د هضم نظام ترټولو وړاندې بندوي چې انسان د زړه بدی احساس کوي. سترگې هر څه سم ويني خوغړي داسې احساس کوي چې چاپیریال یی دمسلسل خوځښت په حالت کی دی. د بدن ايرکنډيشن چالان شي نو ګرمي یی کیږي او ددې د سړولو لپاره خولی راماتی شي.
د مخنیوي لپاره یی ځنی درمل شته لکه ” اينټي هېسټامين” چه د مرکزي اعصابو ځانګړی برخه کراره وي. په داسې داروگانو کې نشه هم وي چې خوب ورولي او د هغه حالت نه دې وباسي.
صفيه حليم
د خبريدو نيټه
۱۵ اپريل – ۲۰۱۳ م