مرهټه


مها په سانسکرت کی لوې او راشټي يا راشټه د ځاې يا د قام لپاره کاريږي. د هندي ارياي نژاده خلک چې د هند د اوسني مهاراشټره ايالت کی اوسيدل لکه د پښتنو څو قامونه لري. دوي په مراټهي ژبه خبری کوي او په سيمې کې نورو خلکو هم دا ژبه تری زده کړی ده.
دوخت په اوږدو کی مهاراټه په “مرهټه” واوختو چې ۹۶ قامونه دي اوهر يو يې بيل نوم او خپل مشر لرلو. په اوولسمې پيړۍ کی دوي د يو لوی مشر چترپتي شيواجي تربېرغ لاندې يو شول.
هم هغه وخت دوي د دکن مسلمان واکمنو په ملاتړ د مغلو سره وجنگيدل او ځان ته يې د هند په جنوبي ساحلونويو سلطنت جوړکړو. دشيواجي د مړينې نه وروسته د مرهټو مشر به پيشوا نوميدو. يو وخت دوي دهند په جنوب لوېديځ کی دکرناټيکااو اړيسه او په شمال لويديځ کی د سنده او پنجاب لوې سيمې نيولی وی.
په هند کې د مغلو د سلطنت په ختمولو کې دوي لوې لاس وکړو او شاو خوا څلويښت کاله يې د هند په جنوب کې خپلواکه ملک جوړ کړو. دوي د ټول هند د نيولو لپاره گوريلاي جنگونه کول ان تر دې چې د ډېلي مغلو ته يې گواښ وکړو. مسلمانانو د افغانانو نه مرسته وغوښته او د پاني پت په مېدان کې ددوي زور مات شو.
انگريزانو د هند په جنوب کې ددوي د زور نه کار واخستو، مسلمان رياستونه يې پرې ووزپل او اخر يې دوي په وړو وړو سيمو کې ووېشل.
صفيه حليم
د ويبپاڼو نه
د خپريدو نيټه
۱۶ اپريل ۲۰۱۳ م

4 Comments

Add a Comment
  1. کرناټیکا په جنوب هند کی ده

    1. مننه
      دا تېروتنه مو سمه کړه

      1. یوه لیکنه د پاني پت په دریمه جګړه هم وکوه
        مننه

        1. د افغانستان تاریخ په برخه کې یو مضمون د احمد شاهي پوځ په اړه دی. هلته د دې جنګ حال لیکل شوې دی. مننه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *