د امير دوست محمد خان دواکمنۍ(١٨٢٦-١٨٦٣ ) زيږديز / میلادي په وخت کې د جبار خيلو د قبيلې مشر د احمد خان زوی عزيز خان و چې د جبار خيلو د مر يم خيلو په څا نګې پورې يې اړه در لوده٠ د عزيز خان پلاار احمد خان د ډيرې مودې له پاره د امير دو ست محمد خان د مشر ورور فتح خان له نږدې کسانو اومقربینو نه و چې هغه احمد خان اودهغه زوی عزیز خان ته د لغمان د کڅ په سيمه کې ځمکې د جاګیرپه ډول ورکړې چې بيا ورو سته نو موړې سيمه د هغه دزوی عزيز خان د نا مه له کبله تراو سه پورې د عز يز خان دکڅ په نا مه سره يا ديږي چې د ننګر هار ددرونټې سيمې ته نږدي پر ته ده او د پښتو ژبي د مشهور ليکوال او شا عر ارواښاد استاد ګل پا چا الفت مزار هم د کڅ عز يز خان په سيمه کې دکابل -جلال آباد د لویې لارې تر څنګ پروت دی.٠
د افغانستان په ختیځ ولایت لغمان کې هم د کڅ په نامه ځو ځایونه شته چې د کابل، جلال اباد پر لویې لارې پرتې دي.
دغه ځایونه لکه څنګه چې په لیکنه کې یادونه شوې، د کابل سیند ته څېرمه پراته دي. لکه عزیز خان کڅ، کاکڅ، الفت کڅ( الفت کڅ- د پښتو ژبې د وتلي لیکوال، ادیب او فیلسوف ګل پاچا الفت اصلي ځای دی).
ما د پوهاند عبدالشکور رشاد په یوه څېړنیزه لیکنه هم د کڅ همداسې تعریف او پېژندنه لوستې وه.
په هر حال ستاسو د دا ډول معلوماتو له شریکولو، نورو څېړنیزو لیکنو نړۍ نړۍ مننه، الله پاک دې درته نور توفیق هم درکړي
زمونږ د کلي ترڅنګ هم یو ځای شته چې د کڅۍ په نوم یادیږي دغه ځای د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ پورې تړلی دی. په دغه ځای کې د اوبو یوه روانه ویاله بهږیږي چې د ویالې یو څنګ ته غونډۍ او کمرونه دي او بل اړخ ته يې د بزګرو پټي دي. په دغه ځای کې زیاتره بزګر شولې (وریجي) او غنم کري. دغه ځای د جلال اباد د ښارجنوب ختیځ ته پروت دی او د هډې اخوندزاده لویه لار هم له دغه ځایه تیریږي.
زمونږ د کلي یوې برخې ته کڅکۍ وايې
زموږ کلي کرک کې یو ځای ته کڅکۍ وايي.
د امير دوست محمد خان دواکمنۍ(١٨٢٦-١٨٦٣ ) زيږديز / میلادي په وخت کې د جبار خيلو د قبيلې مشر د احمد خان زوی عزيز خان و چې د جبار خيلو د مر يم خيلو په څا نګې پورې يې اړه در لوده٠ د عزيز خان پلاار احمد خان د ډيرې مودې له پاره د امير دو ست محمد خان د مشر ورور فتح خان له نږدې کسانو اومقربینو نه و چې هغه احمد خان اودهغه زوی عزیز خان ته د لغمان د کڅ په سيمه کې ځمکې د جاګیرپه ډول ورکړې چې بيا ورو سته نو موړې سيمه د هغه دزوی عزيز خان د نا مه له کبله تراو سه پورې د عز يز خان دکڅ په نا مه سره يا ديږي چې د ننګر هار ددرونټې سيمې ته نږدي پر ته ده او د پښتو ژبي د مشهور ليکوال او شا عر ارواښاد استاد ګل پا چا الفت مزار هم د کڅ عز يز خان په سيمه کې دکابل -جلال آباد د لویې لارې تر څنګ پروت دی.٠
کڅ یا کڅۍ : هغه ځمکه چې د سيند غاړې تر څنگ پرته وي . دبیلګې په ډول : دعزیزخان کڅ چې دلغمان یوه سیمه ده او دسیند پر غاړه پرته ده.
خو کڅ ډېر کله للمه یا یو فصله ځمکه وي اوبه نلري خو اکثر د سیند په غاړه وي کونړ کې موږ همداسې ځمکو ته کڅ وایو چې فقت غنم کوي او د کال نور فصلونه شاړه وي
کڅ، هغه ځای یا سیمې ته وايي چې د اوبو پر غاړه موقعیت ولري، خو له هغو اوبو څخه نشي خړوبیدلای