مطبوعاتي غونډه يا پرېس کانفرنس

د ټلويژن په خبرونوکې به موليدلې وي چې يومهم کس يا کسان د بې شميرو ژورنالسټانو مخې ته ددوي پوښتنې ځوابوي. دا مطبوعاتي غونډه وي چې د خبري يا د پرېس کانفرنس په نوم ياديږي او د خپرونولپاره د خبر يوه سرچينه وي.

د غونډې موخه

مطبوعاتي غونډې ډېر کله د حکومت، ددې د وزارتونو يا نورو څانگو، نړۍ والو مرستندويه ټولنو، د امنيت ادارې، لکه پوليس، د انساني حقوقود ساتونکو، مدني ټولنو اود تجارتي شرکتونو له خوا په ډيرو ځانگړو موقعو او د خاص هدف لپاره رابلل کيږي. ددې پلان د وړاندې نه جوړ وي خوکله کله په بيړني حالاتو کې هم يوه خبري غونډه کيږي.
هغه ځانگړې مواقع چې د خبري غونډو د جوړيدو سبب کيږي دا دي.
۱. داسې پېښه چې په هغې کې يومهم اولسي شخصيت گډون کړې وي اوددې لپاره چې ټول دهغه خبرې په گډه واوري، مطبوعاتو ته بلنه ورکړې کيږي.
۲. کله چې يوه نامتو اداره يا ټولنه خپل يو کېمپېن پيل کوونکې وي نو د بېلا بېلو خپرونو سره د مرکو په ځاې، په يوه مخه ژورنالسټان راوغواړي.
۳. کله چې د يوې نه زياتې ډلې په گډه نوې کار پېل کول غواړي. په بريطانيې کې د زاړه پال او لبرال گوندونو داعتلافي حکومت مشران کله کله داسې غونډې جوړوي.
۴. کله چې يوه ډله يا حکومت مخالف کسان د يوې پاليسي يا قانون په اړه خپل غبرگون ښودل غواړي نو مطبوعاتو ته بلنه ورکوي چې ددوي خبرې واوري.
يوبريالې پريس کانفرنس يا غونډه د هرې ادارې لپاره اغېزمن وي. که غونډې ته ډير ژورناليسټان ورغلي وي نو دا پخپله د حکومت يا د هغې ادارې لپاره د تبليغ يوه وسيله شي. خپل پيغام ولس ته د رسولو لپاره دا يوه ارزانه، ساده او غوره لار گڼل کيږي.

څو ډول مطبوعاتي غونډې ؟

خبري
په داسې غونډه کې داسې مهم اعلان کيږي چې څوک ترې خبر نه وي. د ۱۴ دسمبر ۲۰۰۳ م په بغداد کې هم دغسې په يوې غونډې کې د عراق د پخواني مشر سدام حسين د نيولو خبر ورکړې شو. په هغه غونډه کې ژورناليسټانو ته دسدام د نيول کيدو ويډيو هم ور وښودل شوه.
اصولي
په داسې غونډو کې د يو نه زيات کسان د څو دقيقولپاره خپله وېنا ولولي يا زباني واي او ورپسې ژورناليسټانو ته د پوښتنوبلنه ورکوي. د هيواد مشران، لوبغاړي، فلمي ستوري، د تجارتي شرکت او د پوځ وېاندويان په داسې غونډو کې هم هغه هومره معلومات ورکوي، چې دوي يې غواړي. د پوليسو مشران زړه نا زړه هغه وخت په داسې غونډو کې خبرې کوي چې په راتلونکي کې د بې شميرو ژورناليسټانو د پوښتنو نه ځان وساتي.
کله داسې هم کيږي چې د وينا وال د بيانيې په ځاې نيغ په نيغه د يوې پيښې په اړه پوښتې ځوابيږي. که د يو چا په اړه منفي تبليغات شوي وي نو هغه کس په مطبوعاتي غونډې کې د ځان دفاع کوي.

عکسي
داسې غونډه چې نه پکې بيانيه وي او نه پوښتنې ځوابيږي، ” د عکس موقع” يا فوټو اوپرچوڼيتي” په نوم ياديږي. د بيلگې په توگه د لوبو يوه ډله د اولمپيک نه بيرته راگرځيدلې ده اوغواړي چې ددوي عکسونه د ميډالونو سره خپاره شي. يا يو فلمي ستورې کتاب وليکي او غواړي چې ورته اعلان وکړي. يوه بيلگه يې دا ده چې حکومت ژورناليسټانو ته بې له دې چې خبرې ثبت کړي، په خپل بحث کې د کيناستو او د فلم جوړولو اجازه ورکړي. تاسو ممکن يوې جرگې ته ورشئ او فلم برداري يې وکړئ.
د مطبوعاتي غونډې شرايط
د هرې مطبوعاتي غونډې وخت د ۴۵ دقيقو نه زيات نه وي. يو وينا کوونکې د ۳ نه تر ۵ دقيقو پورې وخت لري چې خپلې خبرې پاې ته ورسوي.
که دابيړنۍ غونډه نه وي نو لږ تر لږه يوه اوونۍ وړاندې ورته تياري نيول شوې وي. په ځينو حالاتو کې د غوندې نه وړاندې يوه معلوماتي پاڼه ژورناليسټانو ته وراستول شوي وي او کله داپاڼه د کانفرنس په وخت هم ورکړې کيږي.

د غونډې ځاې
دمطبوعاتي غونډو لپاره داسې ځاې غوره کيږي چې د ميډيا ټول کسان په اسانه ورته رسېدې شي. پلان شوې غونډې د وزارتونو په دفترونو، صدارتي ماڼۍ ، ځانگړي تالارونو او په هوټلونوکې وي. بيړنۍ غونډې په هواي ډگريا لوبغالي کې هم کيدېشي.
د غونډې نه وړاندې د ژورناليسټ تياري
۱. د موضوع په اړه نوي او تازه معلومات درسره وي. په دې هم خبر ووسئ چې غونډه د څه لپاره رابلل شوې ده.
۲. که غونډه د يوې ادارې له خوا کيږي نو د هغې ادارې مشر څوک دې، بودجه يې څومره ده يا د چا نه پيسې اخلي. د مرکچي يا د غونډې وينا وال څوک دې او پخوا يې څه وېئلي و.
۳. د خپل مدير يا مشر سره صلاح مشوره چې ستاسو دخپرونو لپاره ددې غونډې خبر څومره مهم دې؟
۴. کله کله د غونډې ټاکل شوې وخت ستاسو ژوندۍ خپرونې ته نږدې وي. که ددې غونډې د ژوندۍ خپريدو امکان وي نو ددې لپاره به مو څه تياري پکار وي؟
۵. دمطبوعاتي غونډې لپاره بلنه ټولو خپرندويه ادارو ته تللې وي او که ستاسو ادارې ته چا نه وي ويلي نو ځان ته بلن ليک راوغواړئ. په هغې غونډې کې مسئولو کسانو ته خپل ځان وروپيژنئ او خپل کارډ ورله ورکړئ چې په راتلونکي کې هم درته خبر درکولې شي.
۶. کله کله په بلن ليک کې د مرکې لپاره د چارواکو نومونه او د ټيليفون شمېرې ورکړې شوي وي. که تاسو وخت لرئ او غواړئ چې د چا سره غونډې نه وړاندې يا وروسته مرکه وکړئ نو وخت ورسره وټاکئ.
۷. مطبوعاتي غونډه که د کوربه لپاره د تبليغاتو موقع وي، نو خپرندويه ادارې يې هم د ځان په گټه کارولې شي. د وېنا وال د خبرو د ثبتولو لپاره به مو د مايکرفون بې شميره خلې ليدلي وي چې رنگا رنگ نومونه او نښې پرې څرگندې وي. لوې خبري ادارې د مطبوعاتي غونډو لپاره ځانگړي نښه لرونکي مايکروفون کاروي.
۸. دا معلومات د وړاندې نه کول پکار دي چې د غونډې په ځاې کې د کېمرې يا د ټيپ ايښودو لپاره ځاې شته او که نه؟ تاسو به دکوم ځاې نه فلم جوړوئ؟ کوم ځاې به پخپله کينئ؟ تکړه ژورناليسټان د غونډې نه وړاندې هغه ځاې ته ورغلي وي او خپل کاري وسايل يې ځاې پرځاې کړي وي.
۹. په امريکا کې د نهې، چارشنبې اود زيارت ورځې د لږو خبرونو ورځې گڼل کيږي. په اروپا کې اتوار( يک شنبه) تشه ورځ وي. په افغانستان کې د جمعې ورځ تشه وي. که يوه اداره وغواړي چې ددوي خبرې دې د خپرونو برخه شي نو په دغو تشو ورځو مطبوعاتي غونډه راغواړي. د کانفرنس لپاره د لسو او يوولسو تر منځ وخت غوره گڼل کيږي ځکه هغه وخت زياتو مطبوعاتو خپل د ورځې پلانونه سنجولې وي.

د غونډې په وخت
سره له دې چې هر څه مو يا په کيمره او يا په ټېپ کې ثبت کړې وي، ښه ژورناليسټ قلم او کاغذ ارو مرو له ځانه سره وړي. که د غونډې په پېل کې وينا وال خبرې کوي، نو د هغه متن په لنډو ځان ته وليکئ. دا به د پوښتنې په محال ستاسو پکار شي.
د غونډې د پېل په څو جملو کې تاسوفکر وکړئ چې …..
۱. دوينا وال په خبروکې څومره نوې مواد دي چې يو خبر يا راپور ترې جوړ شي؟
۲. د اورېدونکي يا ولوستونکي پام ځان ته اړولې شي او خپل پيغام په واضحو الفاظو يې بيان کړو که نه؟
۳. د داسې غونډو لپاره ژبه ور او با اعتماده کس غوره شوې وي چې خپلې خبرې ورته يادې وي. د داسې کس نه به نورې خبرې څنگه راباسئ؟
۴. که دې کس درته سم ځواب درنکړو نو تاسو به خپله پوښتنه څو وارې تکراروئ؟
۵. که تاسو دې کس نه يواځې او يواځې ” يوه” پوښتنه کول غواړئ نو هغه به څه وي؟
۶. د نورو ژورناليسټانو پوښتنې اوځواب هم له ځانه سره ياد وساتئ، چې بيا هغه پوښتنه تکرار نکړئ.
۷. د پوښتنې لپاره لاس دومره لوړ کړئ چې وينا وال او نور ژورناليسټان يې ليدې شي.

د پيغام ډسپلن
د مطبوعاتي غونډې وينا وال زړه ور وي خو بيا هم دومره ډيرو هوښيارو ژورناليسټانو ته مخامخ کيدل، ويرونکې کار دې. په عامه توگه کانفرنس ورکوونکې د سختو پوښتنو لپاره ځان اماده کړې وي.
کله چې وېنا وال خپلې خبرې بيا بيا تکراروي او ستاسو دتکراري پوښتنو په ځواب کې يې هم خپله خبره نه بدلوي نو مانا دا چې هغه په ” مېسيج ډسپلن ” عمل کوي. دا ډسپلن ددې لپاره ساتل کيږي چې د ژورناليسټانو پوښتنې يې بې لارې نکړي، دوي احساساتي نشي او د خپلې موضوع نه بلې خوا ته ولاړ نشي.
د بيلگې په توگه تاسو د حکومت نه د بډو رشوتونو پوښتنه کوي او بل ژورناليسټ ورپسې ددې بيلگه ورښاي، دريم ژورناليسټ پکې خپله ټپه وروغورځوي. خو وزير صيب هم هغه يوځواب ورکوي، چې حکومت په دې اړه مناسب گامونه پورته کړي دي.
د تجارتي شرکت لپاره دا ډسپلن په دې ښه وي چې که يو توکې په يو کېفيت جوړ شوې دې نو هم هغه به درته په گوته کوي. لکه نوې کمپيوټري ټيليفون تاسو ته درې کارونه کولې شي، يادښتونه په غږ کې درته واي، عکس يا ويډيو سمدلاسه خپل کمپيوټر ته وراستولې شئ او بل څوک دا ټيليفون نشي کارولې.
ژورناليسټ به ډيرې پوښتنې لري چې آيا دا ټيليفون په دې بيه گران نه دې؟ يا دا چې په امريکه کې دا په دې قيمت دې خوپه اروپا کې په دې، نو ولې دا فرق دې؟ که وينا وال په ځواب کې ووايي چې دا يوه ښه پوښتنه ده خو زمونږ د ننۍ موضوع سره تړاو نه لري او ممکن بل وخت پرې خبرې وکړو نو پوهه شئ چې ځواب ورسره نشته.

د نه کولو کارونه
۱. که وينا وال په خپلو ښو جامو کې راغلې وي او د بې وزلو په اړه خبرې کوي، نو تاسو ترې دا پوښتنه نشئ کولې چې پخپله دې ولې ښايسته جامې اغوستي دي؟ دا په هغه شخصي تيرې دې.
۲. که بل ژورناليسټ ستاسو له خوا شوې پوښتنه بيا کوي، نو په خله کې يې مه وهئ. دا د وينا وال کار دې چې هغه ته وواي چې دې پوښتنې ته ځواب وېل شوې دې.
۳. که وېنا وال يوه خبره بيا بيا کوي نو ددې دليل ممکن هغه ژورناليسټان وي چې غونډې ته ناوخته رارسيدلې وي. دا به په صبر اورئ.
۴. د نيماي غونډې نه مه ووځئ. که تاسو په بيړه يئ نو شا ته کينئ او بې له اخلال په خاموشۍ له هغه تالار ولاړ شئ.
کله کله ځينې ادارې د خپل کانفرنس ريکارډنگ پخپله هم کوي. که داسې وي نو معلومات يې وکړئ او په هغه حالت کې چې ستاسو ټېپ کار پريښې وي يا بېټري درسره نه وي، له هغوي دا ثبت شوي مواد غوښتې شئ. خو دا کار مو عادت نشي، ځکه له دې ډډه پکار ده.

ويډيويي غونډه

په ۲۰۰۷ م کې د ويډيو د لارې د پرېس کانفرنس تجربه وشوه. په دې کې ژورناليسټ پخپل مېز د کمپيوتر کېمرې مخې ته ناست وي. د غونډې کوونکې د نړۍ په بېلا بېلو ملکونو کې د داسې ژورناليسټانو سره په لاين شي او خپلې خبرې ورته کوي. داسې غونډې زيات وخت د ملگرو ملتونو له خوا تر سره کيږي.

صفيه حليم
د خبريدو نيټه
۱۸ اپريل ۲۰۱۳ م

1 Comment

Add a Comment
  1. ډیر ښکلی معلومات دی مننه بریالی ووسی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *